جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهبریتانیا افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ژر پای ته رسېدو ټینګار کړی

بریتانیا افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ژر پای ته رسېدو ټینګار کړی

تاند(پنج شنبه، د قوس ۶) بریتانیا هم افغانستان کې د تاوتریخوالي د ژر پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د بریتانیا سفیرې الیسن بیلیک له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ ته دوام ورکوي.

الیسن دغه راز ویلي چې بریتانیا به له افغان دولت او خلکو سره خپل مشارکت دوامداره وساتي او په بېلو برخو کې له افغان دولت سره همکارۍ ته ژمنه ده.

نوموړې د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې هیواد یې د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي او د جینیوا کنفرانس د نورو متحدینو په څېر په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ژر پایته رسېدو ټینګار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب