پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Home+د ورون دهون او ساره علي خان فلم (کولي نمبر ١) په...

د ورون دهون او ساره علي خان فلم (کولي نمبر ١) په دسمبر کې خپرېږي

تاند(پنج شنبه، د قوس ۶) د بالي ووډ فلمونو مشهورو اداکارانو ورون دهون او ساره علي خان کوميډي فلم (کولي نمبر ١) د دسمبر په ٢٥مه نېټه په انلاين بڼه خپرېږي.

دا د ډايريکټر ډيويډ دهون ٤٥م فلم دى، چې نوموړى په کوميډي فلمونو کې ځانګړى مهارت لري.

د (کولي نمبر ١) فلم چې په ١٩٩٥ کال کې ډيويډ دهون جوړ کړى و او هغه وخت په دې فلم کې ګويندا او کرشمه کپور کار کړى و، د خپل وخت يو ډېر مشهور او کامياب کوميډي فلم و.

اوسنى فلم (کولي نمبر ١) هم د همدغه فلم ريمېک دى، چې په همدغه نوم باندې ډيويډ دهون يو ځل بيا جوړ کړى.

دا فلم چې د ګرځبندېز څخه مخکې جوړ شوى و، په پلان کې وه چې د ٢٠٢٠ کال د مۍ په لومړۍ نېټه به په سينماګانو کې نندارې ته وړاندې شي، خو د کورونا له راتګ وروسته د فلم نندارې ته وړاندې کېدل وځنډېدل.

اوس د فلم جوړونکو پرېکړه کړې ده، چې دا فلم په امازون پرايم ويډيو انلاين وېبپاڼه باندې خپور کړي او د د دسمبر په ٢٥مه نېټه به په انلاين بڼه خپور شي.

د يادولو وړ ده چې ورون دهون او ساره علي خان له تېرو څو ورځو راهيسې د دې فلم لپاره پروموشن هم پيل کړى دى او د فلم د پروموشن لپاره بېلا بېلو ځايونو ته ځي.

دا د ساره علي خان څلورم فلم دى، تر دې مخکې نوموړې په (کيدارنات)، (سمبا) او (لو اج کل) فلمونو کې کار کړى دى، چې د خلکو زړونه يې ګټلي دي.

له دې پرته نوموړې د (اترنګي رى) په نوم فلم کې هم کار کوي، چې په کې اکشى کمار او دهنش هم کار کوي، دا فلم به په ٢٠٢١ کال کې نندارې ته وړاندې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب