جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د پېسو پیدا کولو لارې | اقبال باور

د پېسو پیدا کولو لارې | اقبال باور

په دې لس لارو چارو به تاسي وکولی شئ چې خپل مالي حالت ښه کړئ.

۱: پوه شئ چې څه غواړئ

کوم څه چې غواړئ جوړ شئ په اړه یې ځان خبر او ډاډه کړئ، ډیر خلک تر اوسه لا په دې نپوهېږي چې د کوم هدف لپاره ژوند پر مخ وړي! کومه اندازه پیسې چې غواړئ او مینه ورسره لرئ اندازه یې وټاکئ: لکه تاسي غواړئ ۱۰۰ میلونه افغانۍ ولرئ، دا اندازه ټاکل به تاسي نسبت له هغه څخه ژر هدف ته ورسوي که چېري وایاست چې غواړم ډېري پیسې ولرم.

۲: د زړه غږ مو واورئ

څه مو چې زړه وایي واورئ او عمل ورباندې وکړئ متاسفانه ډیری وخت موږ په دې باور نلرو، ممکن همدا اوس له ځان سره ووایئ: زه اصلاً په دې باور نلرم او حتی نشم کولی دا الهام درک کړای شم. خو حقیقت دا دی چې په وجود کې مو د دې الهام توان شته البته که یې خپله وغواړو. کوم لور ته چې تاسي غواړئ هدایت کولی یې شي.

۳: په ذهن کې مو منطقي او مستقیمې اندازې ته ځای ورکړئ

لومړی له منطقي او کمې اندازې څخه پیل وکړئ، لکه: لس میلیونه افغانۍ، په لومړۍ مرحله کې مو باید هدف دا وي چې د دې اندازه پیسو د پیدا کولو لپاره پوره کوښښ وکړئ او وروسته بیا د زیاتو پیسو د پیدا کولو فکر وکړئ.

۴: که په لومړۍ درجه کې مو غوښتنه بډایه کېدل نه وي نور هدفونه لرئ لکه: تفریح، امنیت، ازادۍ او… فکر وکړئ او له ځان سره فرض کړئ، دې ټولو ته رسېدلي یاست د هوسایني احساس مو وکړ نو خپله درسره دا انګېزه پیدا کېږي چې د دې ټولو د پوره کولو لپاره باید پیسې ولرئ. همدا دا ده چې لومړۍ هڅه به مو د پیسو پیدا کول شي. 

۵: د دنیاوي پیروي تعقیبول پرېږدئ

تاسي تل د داخلي توان له لارې له الله سره تړلي یاست، په یوازیتوب کې مو څو شېبې له الله سره د اړیکو په اړه فکر وکړئ. له هغه څخه د لارښونو او سمې لارې غوښتنکي شئ ترڅو مو د بریا لوړو پوړیو ته ورسوي، کومي چې د ځان او ستاسي شاوخوا کسانو لپاره غواړئ.

۶: اقدام وکړئ

که یوازې فکر وکړئ او خوبونه ګورئ دا به مو هیڅ شي ته بدلون ورنکړي، باید اقدام وکړئ. ډیر خلک له خپل اوسني حالت ناخوښ دي خو که دوی د خپل ټاکل شوي هدف لپاره کار وکړي نو د دوی حالت به خورا ښه شي. دوی د غوره ګام اخیستلو جرات نلري. نو زړور اوسئ او اقدام وکړئ. ډار خپله د بریا خنډ دی. 

رالف والد داسي وایي: د ځوانانو لپاره مې دا توصیه ده، د بریا لپاره کوم څه چې سم وي خو ورنه وېره لرئ یا ورنه ناهیلي یاست اقدام وکړئ.

سوزان جغرز هم پر دې نظر دی: باید د وېري له ځنډ څخه تېر شئ تر څو بریالي شئ. د بریا لپاره ستاسي د جدي پرېکړې له مخې به له تاسي سره ټوله نړۍ مرسته وکړي، بریالي به مو کړي که چېرته ټینګه اراده ولرئ او له هیڅ ډول ستونزو څخه وېره ونلرئ.

۷: د کار مرحلې مو پر ذهن او ژبه باندې تکرار کړئ

لکه: له خپل ځان څخه د پیسو ګټلو لپاره ځانګړې لار وپوښتئ، پخواني ټول فکرونه او لارې مو له ذهن څخه وباسئ، له ښې او ګټوري لار په کار پیل وکړئ تر څو چې بډایه شئ.

۸: له خنډونو مه وېرېږئ

بحر تل نه وي ارام، ژوند هم د بحر په څېر دی، ځېنې وختونه مجبور یو چې د تیزو څپو او طوفان سره سره په بخر کې لاس او پښې ووهو تر څو پر خنډونو بریا ومومو. ډیری خلک له ماتې څخه ناهیلې کېږي او له پر مخ تلو څخه وېرېږي. په ملامتۍ او خپګان نه یوازي چې کوم کار پر مخ نه ځي بلکې ستاسي حالت له مخکې څخه لا بدتر کولی شي. لکه څنګه چې کارل ساګن وایي: په تیاره کې د دې پر ځای چې پر اړخونو واړئ د یوې ډیوې په بلونو سره هغه ځای درته روښانه کړئ. 

۹: اړیکي او ذهن مو تازه کړئ

نه یوازې په کور دننه، بلکې په کاري چاپېریال، ټولنه او… اړیکې مو په مثبت جهت باندې روانې کړئ. هیڅوک پرته د نورو له مرستي خپلو اهدافو ته نشي رسېدلی، خو که ګورو چې د بې ګتي زیات شور او غوغا له امله مو په ذهن کې په میلیونونه منفي فکرونه انرژي مصرفوي او د دې لامل کېږي چې ستاسي تمرکز ګډوډوي نو ښه به دا وي چې دا ټول کسانو مو له ژوند ځخه لرې کړئ.

۱۰: خپلې خوښې ته مو پام وکړئ

هر څوک په ذهن کې په ذاتي شکل ځینو کارونو ته علاقه لري، که هراقدام د هغه هدف لپاره کوئ چې په ذهن کې مو دی او مینه ورسره لرئ، نو پیل وکړئ، وبه ګورئ چې ځومره ژر او آسانه خپل هدف ته رسېږئ. په حقیقت کې دا توان زموږ په داخل کې دی چې له کوم کار سره مینه او دلچسپي لرو موږ ورته راکاږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب