جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د کابل عکس د کراچۍ په نوم خپور شو

د کابل عکس د کراچۍ په نوم خپور شو

تاند(پنجشنبه، د قوس۶) د کابل ښار دا عکس په سلګونو ځله په فیسبوک او ټویټر کې د کراچۍ ښار په نوم خپور شوی دی.

فرانس پریس خبري اژانس د کابل ښار دا عکس، چې واورو پوښلی خپور کړی او لیکلي یې دي چې د ټویټر او فیسبوک کاروونکو په سلګونو ځلې دا عکس د کراچۍ په نوم خپور کړی او شریک کړی دی حال دا چې دا عکس د کابل دی او یوه افغان عکاس امان صداقت اخیستی دی.

په ټویټر او فیسبوک کې دې عکس ته لیکل شوي:«MA Jinnah Road Karachi»

دا عکس د نوومبر په ۲۴ نېټه یوازې په فیسبوک کې ۷۳۲ ځلې شریک شوی دی.

خو په کابل کې د فرانس پریس خبریال د عکس ځای څرګند کړ چې د کابل دارالامان واټ دی.

په کراچۍ کې له سره واوره نه اوري او په روان نوومبر کې خو هیچا د واورې څرک نه دی لیدلی. ښايي له همدې کبله ډېرو ته په زړه پورې ښکاره شوی وي چې په کراچۍ ښار کې واوره اورېدلې ده.

2 COMMENTS

  1. تورمخي پنجابي اوس د ښارونو په غلا هم لاس پورې کړ. د یوه جعلي هېواد هر څه جعلي او بدل وي. مننه

  2. پنجابستان کې د موټرو د تګ راتګ لاس د شیطان یانې چپ لاس دی، خو انځور ښکاره معلومېږي چې د موټرو حرکت په ښي لاس دی، خیر پنجاب درست عمر په جعل کې تیر شوی ځکه موږ ورته جعلي او پروژه یي هیواد وایو
    ژوندی دې وي لوی افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب