Home+نيوزيلنډ: د ٦ پاکستاني لوبغاړو د کورونا ټېسټ مثبت وخوت

نيوزيلنډ: د ٦ پاکستاني لوبغاړو د کورونا ټېسټ مثبت وخوت

تاند (پنجشنبه، د قوس ۶) په نيوزيلېنډ کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ٦ لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي دي.

راپورونه د نيوزيلېنډ د روغتيايي مسوولانو له قوله وایي چې، پاکستاني لوبغاړي احتياطي تدابير په سمه توګه نه پلي کوي او په لومړي سرکې د شپږ لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي دي.

اشلى بلومفيلډ له رسنيو سره په خبرو کې ويلي: «د شپږ لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي دي او موږ له پاکستاني لوري څخه غوښتنه کړې ده چې په سمه توګه دې احتياطي تدابير تعقيب کړي.»

نوموړي زیاته کړې چې دوى د څارونکو کمرو له لارې وليدل چې لوبغاړي ټولنيز واټن نه ساتي او داسې ګرځي، لکه د کورونا په نوم چې هېڅ نه وي.

که څه هم د لوبغاړو نومونه دي څرګند شوي خو نيوزيلېنډ ته د پاکستان ٥٣ لوبغاړي تللي دي.

د پاکستان لوبډله دوه ورځې وړاندې نيوزيلېنډ ته تللې ده چې اوس هلته قرنطين دي.

دواړه لوبډلې په اکلېنډ کې  ٣ نړيوالو شل اوريزې او ٢ ټېسټ لوبې لري.

دا سيالۍ به د دسمبر په ١٨مه نېټه پيل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...