Homeخبرونهاسټرالیا افغانستان کې پر جنګي جرمونو تورن لس سرتېري له دندو ګوښه...

اسټرالیا افغانستان کې پر جنګي جرمونو تورن لس سرتېري له دندو ګوښه کړي

تاند(پنج شنبه، د قوس ۶) د سي بي ایس شبکې د راپور له مخې، اسټرالیا په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن لس سرتېري له دندو ګوښه کړي دي.

راپور کاږي، د اسټرالیا د ځانګړي ځواک یو شمېر نور سرتېري چې په افغانستان کې د ملکي وګړو او زندانیانو په قصدي وژنه تورن دي یا به له دندو ګوښه او یا به هم انضباطي مجازات شي.

په افغانستان کې د اسټرالیایي سرتېرو د جنګي جرمونو د څېړنې کمېټې مشر جرال انګس کمپل ډاډ ورکړی دی چې تورنو سرتېرو سره به قانوني چلند کېږي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د اسټرالیایي ځواکونو د ۱۱کلن ماموریت ارزونه ښیي چې د یاد هېواد ځواکونو افغانستان کې جنګي جنایات کړي دي او په قصدي توګه یې په هلمند کې څلوېښت ملکي وګړي وژلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...