Homeخبرونهشیخ عکرمه افغان جګړه د قران کریم د النساء سورة پر اساس...

شیخ عکرمه افغان جګړه د قران کریم د النساء سورة پر اساس ناروا وبلله

تاند (پنجشنبه د قوس ۶) د بهرنیو چارو وزارت وایي، فلسطین په افغانستان کې روانه جګړه له اسلامي اصولو سره په ټکر کې بللې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د فلسطین د دیني عالمانو مشر او د القدس جومات امام شیخ عکرمه صبري په افغانستان کې روانه جګړه غندلې او هغه یې ناروا بللې ده.

دغه وزارت نن پنجشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د فلسطین دغه نامتو دیني عالم د النساء سورة د ۹۳ ایت پر بنسټ افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده.

صبري ویلي چې په افغانستان کې د جګړې دواړه لوري مسلمانان دي او ترمنځ یې جګړه ناحقه ده نو باید دواړه لوري هر څه ژر جګړه پای ته ورسوي او خپلو اختلافاتو ته د خبرو له لارې یو حل پیدا کړي.

نوموړي په داسې مهال په افغانستان کې روانه جګړه نا مشروع بللې چې ورځ تر بلې تاوتریخوالی د زیاتېدو په حال کې دی.

تر دې وړاندې هم د نړۍ ګڼ شمېر دیني عالمانو افغان جګړه د اسلامي ارشاداتو خلاف بللې او ویلي یې دي چې دا جګړه یواځې قدرت ته د رسېدو لپاره روانه ده.

1 COMMENT

  1. خبره د پنجابي او د اي ايس ای د ملايانو لاس کې ده کله چې د پنجابي ملايانو د فتوا ورکړه هماغه به د جنګ وروستۍ ورځ وي، موږ پر طالب غږ کوو چې سوله وکړي سوله کې د ټولو خير دی همداسې دولت کې هم د سولې ضد کسان شته چې چې په يو او بل نوم د سولې هڅې تخريبوي، کله اساسي قانون،کله شل کلنې لاسته راوړنې ښيي کله د ښځو حقوق يادوي چې ټول د سيلمې دروغ دي او هېڅ حقيقت نه لري.
    په سوله کې پرمختګ، عدالت، بيا رغونه او حقوق هر څه ترلاسه کېدای شي خوجنګ کې برعکس

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...