جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمیدان وردک کې ۲۸ ملکیان تښتول شوي؛ ۱۱ یې له نامعلوم برخلیک...

میدان وردک کې ۲۸ ملکیان تښتول شوي؛ ۱۱ یې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي

تاند (پنجشنبه د قوس ۶) د میدان وردک جلرېز لاره کې د ۲۸ تښتول شویو ملکيانو له ډلې ۱۱ لا هم له نا معلوم برخلیک سره مخامخ دي.

ځايي چارواکي وايي دغه کار طالبانو کړی دی، خو ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ددغو ادعاوو په ځواب کې ویلي چې په دې اړه په جزیاتو تر لاسه کولو بوخت دي.

د میدان وردګ ولایت د والي ویاند محب الله شریف زی وايي، پرون کابل ته پر لارې ۲۸ مسافر د طالبانو له خوا تښتول شوي چې ۱۷ یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب راخوشې شوي، خو ۱۱ یې لا هم لادرکه دي.

د نوموړي په وینا طالبانو نه یواځې دغه کار تر سره کړی، بلکې پلونه، عامه ځایونه ورانوي او ولسي خلکو ته ستونزې جوړوي.

دده په خبره طالبان دغه کارونه ددې لپاره کوي چې د سولې پر وړاندې خنډونه رامنځته او مذاکرات بې پایلې پای ته ورسېږي.

د میدان وردکو ولایت امنیه قوماندانۍ پرون چهارشنبه ويلي و چې طالبانو د ملکیانو موټرونه د جلرېز ولسوالۍ د سیاه پيتاب او پل مهراب په سیمو کې درولي او ۲۸ کسان یې له ځانه سره بېولي دي.

د معلوماتو له مخې ټول تښتول شوي کسان نارینه دي چې د میدان وردکو ولایت د بهسود ولسوالۍ څخه کابل ته روان وو.

د جلریز – کابل لویې لارې یو شمېر مسافر بیا وايي چې ډېر کله دوی په دې لاره له ستونزو سره مخامخ شوي او وخت ناوخت د طالبانو په کمربندنو کې ترې پوښتنې کېږي او حتی یو شمېر مسافر یې له ځان سره بېولي دي.

طالبان او د میدان وردک چارواکي دواړه تاییدوي چې جلرېز کې دغه ډله پراخ حضور لري.

د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په وروستیو څو کلونو کې طالبانو د افغانستان د شمال او لویدیځ په لويو لارو وار په وار مسافر تښتولي چې بيا يې بېرته خوشې کړي، خو ځیني یې وژلي هم دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب