جمعه, مې 17, 2024
Homeکلتورتمثيل| ليکنه: ګل‌غوټۍ ملکزۍ

تمثيل| ليکنه: ګل‌غوټۍ ملکزۍ

لنډیز: تمثیل په ویي کې د متل، مثل یا ضرب المثل په معنا هم کارول کېږي. د تمثیل څرک موږ په پخوانیو کتابونو او اسطورو کې لېدلای شو. تمثیل د بیان په علم کې اړینه موضوع ده، ځکه موږ کولای شو د تمثیل په ذریعه هغه څه ووایو یا وړاندې کړو؛ چې شاید هېڅ کله یې د مخامخ ویلو توان ونه لرو. تمثیل یوه خورا پراخه موضوع ده، چې نه یوازې په ادب کې د مطالعې وړ ده؛ بلکې په قران شریف، حدیثو، سیاسي او ټولنیزو علومو کې هم موږ د تمثیل شته.

کارېدونکي ویي: تمثیل، د تمثیل موضوعي نظرلید، عام تمثیل، خاص تمثیل او ډولونه یې، تمثیل د معنا او محتوا له مخې، د کرکټرونو له مخې، د تمثیل او استعارې توپیر، د تمثیل او سېمبول توپیر.

سریزه: د تمثیل اصطلاح چې د بیان علم اړینه موضوع ده، د اسلام په لومړیو پیړیو کې موږ موندلای شو. تمثیل د بیان د علم په څنګ کې یو ځای تکامل یا پرمختګ وکړ. په همدې توګه شمس قیس رازي په المعجم کې راوړي دي: « تمثیل د استعارو له ډلې څخه دی، خو دا داسې ډول استعاره ده، چې د مثال له لارې څخه ده، یعنې کله چې شاعر وغواړي یوې معنا ته اشاره وکړي څو الفاظ راوړي، چې په بله معنا دلالت وکړي او هغه د مقصودې معنا مثال جوړ کړي.د تمثیل تاریخي لړۍ او تحول په عام ډول د بیان علم تاریخي لړۍ ده؛ خو په خانګړي توګه د تشبیه صنعت پورې اړه لري. د بلاغي علوم پوهانو چې اکثره یې ایرانان وو. د بلاغت علوم یې لومړۍ په عربي لیکل، چې د قران کریم له راز او رمز څخه پرده لیرې کړي. د تمثیل له مطالعې او څېړنې داسې ښکاري چې پوهانو تمثیل کله د تشبیه مترادف او معادل ګڼلی، د تشبیه په بڼه یې کاروي؛ او کله یې تمثیل په ډوه ډوله تمثیلي تشبیه او تمثیلي استعاري باندې ویشل دی. په دې سیمینار کې ما له ګڼو کتابونو او سایټونو ګته اخیستي، د څېرڼې مېتود وې کتابتوني دی. اومړۍ د ډاکټر صاحب احسان الله درمل له کتابه چې په هغه کې یوازې داستاني تمثیل او ډولونه یې څېړل شوي و، خو له نومړي اثر نه ما یوازې د داستاني تمثیل ځېني تعریفونه یا تحلیلونه  اخیستی او بېلګې مې د همدې اثر په رڼا کې له نورو شاعرانو راوړي. او د تمثیل نور ډولونه مې هم له بېلابېلو ماخذونو نه ګته اخیستي او تر ډېره مې پښتو بېلګې ورته موندلي. 

۱-تمثیل:

تمثیل د جمعی بڼه یې تمثیلونه دي چې بېلابېلې معناوي لري.

۱-متل تېرول، متل راوړل 

۲-د یوه شي شکل مجسم کول یا ښوول

۳-ډرامه ښودل، یا نمایش ورکول

د زمان له مخې داسي ګردانېږي

تمثیل د متعدي فعل په حیث

تمثیلول: ښودل، ښوول، نمایش ورکول

اوس مهال:       تمثیلوی

راتلونکی مهال: تمثیل به کړي

تېرمهال:        تمثیل یې کړ

 تمثیل د لازمي فعل په حیث     

تمثیلېدل: ښوول کېدل، ښودل کېدل، نمایش ورکول کېدل

اوس مهال:تمثیلېږي

راتلونکی مهال: تمثیل به شي

تېرمهال:   تمثیل شو(پښتو-پښتو تشریحي قاموس، لومړۍ ټوک)

تمثیل په ویي کې مثل راوړل، یو څېز د بل څېز سره ورته‌والی یا تشبیه کول، د یو څېز لیکل یا سینګارول، او د شکنجه و عبرت اخیستلو په معناوو راغلی.

کله چې څوک د خپلوخبرو د ښه‌ترا پوهېدو په پار کوم حکیمانه مطلب وړاندې کوي، هغه له تمثیل څخه کار اخلي.( بې عمله عالم بې ثمره ونه ده)

تمثیل په لغت کې د تشبیه په معنا ده او د خبرو په منځ کې د داستان، حدیث، شعر او داسې نورو راوړل دي. تمثیل د مشبه او مشبه به ترمنځ د دوه ګوني ارتباط حاصل دی او په تمثیل کې هم د سېمبول غوندې اصل پردې ولاړ دی، چې یوازې مشبه به ذکر شي او له هغې څخه مو پام مشبه ته راوړي، د دري، پښتو او عربي ژبو په ادبي مباحثو کې د تمثیل اصطلاح پراخه معنا لري له مرکبې تشبیه، مرکبې استعارې، استدلال، متل او د معادله اسلوب څخه نیولې او تر اخلاقي حکایاتو، د حیواناتو ترکیسو او رمزي کیسو پورې په کې شاملیږي، چې  په لویدیځو ادبیاتو کې یې معادل داستاني روایت کارول کېږي. د تمثیل پیدایښت د ډېرو پخوانیو زمانو سره اړه لري او په واقعیت کې یې سرچینه په ادیانو او اساطیرو کې نغښتې ده. تمثیل د دیني او اخلاقي زده کړې د تبلیغ لپاره یوه ډېره اغېزناکه ادبي طریقه ده او له دې امله اسماني کتابونه له حکایاتو، اخلاقي او فلسفي امثالو څخه دي. په اسلامي بلاغت کې د تمثیل ریښه کیدای شي په مثل کې ولټول شي، ځکه عربو د خپل ټولنیز ژوندانه په بېلابېلو موضوعاتو او مناسباتو کې بې شمیره امثال کارول، مثل د جاهلیت او اسلام په پیر کې د عربو حکمت و او عربو په هغه سره کلامي مجادله کوله او له دې لارې به یې خپل مقاصد په کنایه کې په ډاګه بیانول. د بیان په علم کې د تمثیل موضوع لومړی د تشبیه په لیکه کې مطرح شوه د بیان علماوو عموماً تمثیل د تشبیه څانګه ګڼله او د تشبیه، تمثیل، تشبیهی تمثیل او تمثیلیه استعارې په شان تعبیرونه یې ترې کړي دي. عبدالقاهر جرجاني تمثیل د تشبیه په مجموعه کې ګڼلی دی، خو په دومره توپیر سره چې تشبیه عامه او تمثیل خاص دی؛ نو هر تمثیل تشبیه ده، خو هره تشبیه تمثیل نه دی. تمثیل یو صنعت دی، چې خبرو ته د ښکلا، پیاوړتیا او ځواک وربخښلو لامل کېږي او له هغه نه په استفادې ډول ډول موضوعات کیدای شي په هنري او ډېره ښکلې طریقه بیان شي.(آریانا دایرة المعارف، دویم ټوک، ۱۳۸۷ه.ش)

تمثیل هم د تشبیه یوه برخه ده او هم ده بلاغت د علم په کتابونو کې د تمثیل ډېر عنوانونه لېدل کېږي. ده تمثیل او تشبیه ګډه وجه دا ده: چې په ډواړو کې د دوو څېزونو ترمنځ پرتلنه او شباهت موجود دی. په تشبیه کې شباهت تخیلي دی او په تمثیل کې شباهت د پرتلني او تخیلي استدلال پر اساس د ویونکي لخوا وي.

تمثیل د بلاغت په اصطلاح او د ویلو طرز له پلوه په دوه ډوله څېړل کېږي.

۱-۱- عام تمثیل         ۱-۲- خاص تمثیل

۱-۱- عام تمثیل: تمثیل په عامه معنا د تشبیه سره مترادف دی. او هره معنا چې له تشبیه څخه اخیستل کېږي، له تمثیل څخه هم اخیستل کېږي. اهل منطق وایي چې د تمثیل او تشبیه ترمنځ اړیکه مساوي ده. هره تشبیه تمثیل دی او هر تمثیل تشبیه حسابیږي.

په دې معنا چې د دوه جزیې شیانو ګډول یا یې ګډه وجه شبه پیداکول په یوه حکم کې لکه: د خرما شراب او خمر(انګورو شراب) د نیشه په اساس حرام دي. په تشبیه کې هم د دوه جزیې پدیدو وجه شبه موندل د تخیل په اساس لکه: د معشوق قامت (قد) له سرو سره د لوړوالي په اساس.

۲-۱- خاص تمثیل: تمثیل په خاصه معنا کې د تشبیه یو ډول دی. د اهل منطق په نظر تشبیه او تمثیل عموم او مطلق خاص دي، یعني « هر تمثیل تشبیه ده » خو « د تشبیه ځېني ډولونه په تمثیل کې حسابیږي » جرجاني په اسرارالبلاغه کې دا معنا واضح کوي، وایي تشبیه عامه ده او تمثیل نسبتا خاص دی. او تینګار کوي چې هر تمثیل به هرومروتشبیه وي، مګر هر تشبیه به جبراً تمثیل نه وي.

خاص تمثیل په درې ډوله دی، تمثیلي تشبېه، تمثیلي استعاره او تمثیلي داستان.

۱-۲-۱- تمثیلي تشبېه: هغه تشبېه ده، چې مشبه به یې د یو ترکیب له مخې د مثل یا حکایت بڼه ولري. په دې ډول تشبېه کې مشبه اکثره معقول او مرکب وي، چې د ده د اثبات لپاره مشبه به مرکب او محسوس راوړل کېږي.

سید احمد هاشمي لیکي: « تمثیلي تشبېه تر نورو تشبېه ګانو خورا بلیغه ده، په دې تشبېه کې ژور فکر او کتنې ته اړتیا ده. نوموړې تشبېه په معانیوو کې ډېره ارزښتمنه او پر نفسونو موثره تمامېږي. نوموړې تشبېه د ذهن په ستړیا لاسته راځي، ځکه چې وجه شبه یې له ګڼو شیانو څخه که حسي وي یا غیر حسي لاسته راوړل کېږي….»

نوموړی دا تشبېه په دوو ډولو وېشي.

۱-۱-۲-۱- هغه چې د تشبېه توري پکې ښکاره راغلي وي: بېلګه یې د قران کریم لاندې ایت شریف راوړي: «مَثَلُ الَّذینَ حُمِّلوا التّوریٰةَ ثُمَّ لَمْ یَحْمِلوها کَمَثَلِ الْحِمارِ یَحْمِلُ اَسْفاراً»

ژباړه: « کوم کسان چې د تورات حامل ګرځول شوي وو خو هغوی د هغه پېټی پورته نه کړ، د هغو مثال د هغه خره په څېر دی، چې پر هغه باندې کتابونه بار کړای شوي وي»

په پورته ایت شریف کې مشبه ( الذین حملو التورات لم یحملو ها)  دی یعنې هغه کسان چې د تورات علم ورکړل شوی و او عمل یې پرې ونه کړ، همدارنګه مشبه به پکې ( الحمار)  دی چې ګټور کتابونه پرې بار وي خو ګټه ترې نه شي اخيستی.

د تشبېه توری پکې (کمثل) دی. وجه شبه (بې ګټې زحمت ایستل او بار وړل )  دي.

لکه سیوری وړاندې وروستو راسره ځي

چې  و هر لوري   ته ځم سبا بېګاه

مخاطب (مشبه) او د سوري غوندې وړاندې وروسته تګ (مشبه به) دی،  (لکه) یې د تشبېه توری دی. چې لکه سیوری تل ورسره تلل یې هر خواته تمثیلي بڼه لري؛ ځکه سیوری تل د انسان سره مل وي. 

۱-۲-۱- ۲- هغه تمثیلي تشبېه چې د تشبېه توري پکې نه وي راغلي:

کښلي دي که ګورې چې مخ پټ کله څرګند کا

ګل د بهار نه دی چې رازېږي له زمینه

د بهار ګلونه راټول کېدل (مشبه) واقع شوی دی، چې د کښلو د مخ پټولواو څرګندولو سره (تشبېه) شوی.دا ښکلی دي چې مخ کله پټوي او کله یې لوڅوي؛ څه د بهار ګل خو نه دی چې له ځمکې څخه یو ځل راوځي. چې د مخ پټول او د ګل غوړیدل یې تمثیلي بڼه ده. 

۲-۲-۱- ناتمثیلي تشبیه: هغه تشبېه ده چې هېڅ ډول تمثیل پکې راوړل شوی نه وي او په عادي بڼه وي.

ته په دا حسن جمال چې درته ګورم

نه  پوهېږم  ښاپیری یې  که سړی

مخاطب مشبه ، ښاپیرۍ مشبه به  او ښکلا یې وجه شبه ده، چې هېڅ ډول تمثیل پکې نه‌شته.

۲-۲-۱- تمثیلي استعاره: د تمثیل دویم ډول په خاصه معنا کې مصرحه استعاره ده، چې مستعارله(مشبه) پکې حذف شوی وي او مستعارمنه(مشبه به) پکې په څرګند ډول راوړل شوی وي، نوموړې استعارې ته تصریحه او څرګنده هم وایي.

تر خورې خندا دې ځار شم راته خانده

    چې پرېمان کړې په ما لال و مرغلرې   

۱-مستعارمنه:   لال ‏/ مرغلرې

۲- مستعارله:    شونډې / غاښونه

۳- وجه جامع:   سوروالی او ارزښت  / سپینوالی، ګردوالی او ارزښت

۴- مستعار:      لال / مرغلرې

۵- قرینه:         د مخاطب په خوره خوله خندا کول/ د مخاطب په خوره خوله خندا کول.

 لال او مرغلرې ذکرشوي، موخه یې شونډې او غاښونه دي. د شونډو سوروالی او د غاښونه سپینوالی یې په تمثیلي بڼه وړاندې کرې.

۱-۲-۲-۱-تمثیلي مرکبه استعاره: له مرکبي استعاره څخه کله د تمثیل او کله د تمثیلي استعاري معنااحیستل کېږي؛ چې نسبتا د مساوي په بڼه وي. د مرکبي استعاري او تمثیلي استعاري ترمنځ نسبت عام او خاص دی. یعني «هر تمثیلي استعاره، مرکبه استعاره ده.» خو یوازي د مرکبي استعارې ځینې برخې تمثیلي استعاره بللکېږي.

د  جبین  ترشي یې  نښه د خامۍ ده

چې کباب وخوري په زړه تېره سیخونه

(د کباب په زړه تېره سیخونه خوړل) په ټولنه کې له (هغه انسان څخه چې ډېر دردیدلی او ځوریدلی دی) استعاره ده، چې دواړه په ترکیبي بڼه راغلي دي.

دلته د یو ټولنې درد او غم، ستونزې ګالل یې په تمثیلي بڼه راوړي چې هر څه په خپلو سترګو ویني خو څه یې له وسه پوره نه دي. د بیوزله او بېچاره خلکو ژوند یې د کباب په څېر تمثیل کړی چې تېره سیخونه یې په زړه ښخېږي خو بیا هم څه نه شي کولای.

۳-۲-۱- تمثیلي داستان: د تمثیل درېیم ډول په خاصه معنا کې تمثیلي داستان (الیګوری)دی. دې ډول تمثیل ته په انګلیسي کې الیګوري وایې، چې موږ ورته سېمبولیک تمثیل هم ویلای شو؛ په دې ډول تمثیل کې ممکن انسانان، اساطیري شخصیتونه، حیوانات او یا هم شیان ولوبیږي.هغه څه چې الیګوري له فابل او پارابل څخه بېلوي دا دي، چې په داستاني تمثیل کې اخلاقي پیام په مستقیم ډول نه ذکر کېږي، ځکه نو د مقصود د موندلو لپاره اړ یو چې تفسیر او تاویل ته پناه یوسو.

تمثیلي داستان د یو ضرب المثل (متل) او یا هم د مشبه به یا مستعارمنه په څېر دی، چې د مشبه یا مستعارله ځایناستی حذف شوی وي. (پیل اندر خانه تاریک) مشبه به؛ (حقیقت مبهم دوراز دسترس) مشبه دی، او د پیل (فیل)اندام لمسونکي هماغه د حقیقت پلتونکي دي، چې هڅه کوي د عقل او حس له لارې حقیقت ته ورسي؛ خو نه شي کولاي.تمثیلي داستان هم د تمثیلي استعاري په څېر پرته له ظاهري معنا چې موخه نه ده؛ بلکې باطني او کلي معنا یې موخه ده. هغه معنا چې تر شا یې نماد او سمبول پټ دی، د ویونکي موخه او مقصد دی. (تمثیل، علم بیان، ویکې پېډیا)

د تمثیلي داستان طبقه بندي: تمثیلي داستان د معنا او محتوا او د کرکټرونو پر اساس تقسیمېږي.

۱-۳-۲-۱-د معنا او محتوا پر اساس: اخلاقي، سیاسي او تاریخي، فلسفي او فکري، سېمبولیک، رویایي یا د خوبونو تمثیلونه دي.

۱-۱-۳-۲-۱-اخلاقي تمثیلونه: په اخلاقي تمثیلونو کې زیاتره وخت اخلاقي پیامونه د داستان د کرکټرونو په مرسته تشریح کېږي. د سید شمس الدین مجروح لاندې ترکیب بند ولولۍ.

د مور زړه

پسرلی د کال ځواني وه هوا ښه وه

د ګیاه پرته په ځمکه لنګۍ شنه وه

ټول عالم په خوب ویده و نیمه شپه وه

هرې خوا ته د سپوږمۍ رڼا خوره وه

یو عاشق معشوقه ناست د رود په غاړه

په شراب د مینې مست وو دغه دواړه

*****

سره ناست وو دوی بهر کلي نه لرې

دواړو ویلې ښې خوږې خوږې سندرې

د دوی منځ کې وې د راز و نیاز خبرې

یو له بله یې ورکړې وې وزرې

د ښایست غرور په سر کې د جینۍ و

د هلک په سر کې هم جوش د ځوانۍ و

*****

هلک وویل محبوبې ما ته یې ګرانه

ما ته زیاته یې له دینه له ایمانه 

څوک به نه وي محبت کې زیات له ما نه

ما دې هېڅکله خدای نه کا بې له تا نه

زړه چې زیات له سر و ماله دی دلبره

ما قربان کړ هغه هم دا ستا له سره

*****

جینۍ وویل دا خبرې کوې څله؟

په دې لار کې زړه قربان وي تل تر تله

زړه په مینه کې عاشق نه ځي هر کله

دا په دې لار کې اول قدم وي ګله

زه به تا ومنم هله زما یاره 

چې د مور زړګی دې راوړ زما لپاره

*****

خپله مور سړي ته زیاته له هر چا ده

زړه د مور یوه ملغلره بې بها ده

که د تا مینه له ما سره رښتیا ده

که صحیحه دا دعوه د مینې ستا ده

د مور زړه دې کړه ترې غوڅ رایې وړه ما له

نو به هله زه خولګۍ درکړمه تا له

*****

د هلک په سر چې دغه امتحان شو

په وجود کې یې بر پا د غم طوفان شو

هک پک ودرېده په دوو کې حیران شو

خو پرې مینه شوه غالبه راروان شو

نو د مور سینه یې څیرې په خنجر کړه 

ملغلره یې د زړه ترې رابهر کړه

*****

چې هلک له دغه کاره نه وزګار شو

بیا روان د یار په لوري په تلوار شو

لار کې ولوید طبیعت ورته په قار شو

    زړه یې هم له لاسه خاورو کې ګوزار شو   

ناګهانه له زړه غږ شو چې بچیه!

خیر دې وي ژوبل خو نه شولې زړګیه؟! 

(بریالی باجوړۍ، ۱۳۹۷، ۸۴-۸۵ )

په دې ترکیب کې د مور بې پایه مینه، عاطفه او د اولادونو کلک زړونه تمثیل شوي. دا چې مور څومره په اولاد زهیره، مهربانه، زړه سواندي ده؛ خو په وړاندې یې د اولادو بې رحمي او بې مینې توب ښیي. وایې تاسې د داسې موجود زړه مه باسی چې ستاسو په یو تیندک یې هم زړه لرزیږي.  لکه دا متل چې وایې: د مور زړه په زوی د زوی زړه په کاڼي. 

۲-۱-۳-۲-۱-سیاسي او تاریخي تمثیلونه: په دې ډول تمثیلونو کې معمولا د یو هېواد سیاسي او تاریخي پیښې د تمثیلونو په قالب کې اچوي. په دې ډول نظمونو کې هغه څه ویل کېږي چې یو شاعر، لیکوال یا نقاد یې د حکومت یا موجوده ستونزو په وړاندې مخامخ نه شي ویلای نو یې د شعر یا نظم په قالب کې وړاندې کوي. لکه د مولوي صالح محمد کندهاري(۱۲۶۹-۱۳۳۹ه-ق) ژباړل شوی لاندې ترکیب بند چې د افغانستان آزادۍ او خپلواکۍغوښتنې ته خلک فدای کاری او سربایللو ته رابولي.

په قفس کې د بندي بلبل ژړا

یو سحر زما تر غوږ شوله بلبله

په قفس کې یې ژړل دا یې ویله

چې بندي شوم د صیاد له سخته دله

ولې نه پوښتي څوک حال زما یو له بله

ولې نشته بې فغانه کار و بار زما

ولې حبس ابدي راغی په وار زما

«««»»»

نه محرم چې د زړه حال ورته بیان کم

نه مې وس چې خبرداره بلبلان کم

نه ملګري چې چمن ته یې روان کم

بیا بیان ورته د ګل او د ریحان کم

خپل ډک زړه د آرمانو ورته خالي کم

ټول مرغان د چمنو په ځان حالي کم

«««»»»

چا ته وژړام، پر چا باندې فریاد کم

چا ته خاورې پر خپل سر باندې باد باد کم

چا ته وګورم په څه شي زړګی ښاد کم

د صیاد له لاسه چا ته عرض و داد کم

څه راوشوه چې د تور قفس بندي شوم

نه خلاصیږم په دا بند کې ابدي شوم

د شعر وروستي بندونه:

په حسرت او په افسوس یې دا ویله

و ګلشن ته یې کتل بیا یې ژړله

د قفس و دروازې ته یې ځغستله

لار یې نه وه وزرونه یې سرپوله

په هوا شو سر یې ونښت له قفسه 

وینې توی شوې سوړ پوړ ولوید له هوسه

«««»»»

سر تر پایه په سرو وینو کې غرقاب و

ځان بایللی، زړه زخمي، حال یې خراب و

بیا بې هوښه یا پر هوښ، په اضطراب و

چې پر هوښ به شو، ګویانه په دا باب و

سر مې  بایلو په  هوا د آزادۍ

شکر  شکر شوم  فدا د آزادۍ!

په دي ترکیب بند کې صالح محمد د افغانستان ښکېلاک ته اشاره کوي او وایې خلکو ته چې دا د ښکېلاک لاندې ژوند کولو نه خو مرګ ښه دی. په دې ډول غواړي خلک ویښ کړي تر څو د ښکېلاک پر وړاندې را جګ شي او ځان و هېواد له دې بدبختی وباسي.

(روهی،۱۳۸۴ ل،۶۳-۶۶ )

۳-۱-۳-۲-۱- فلسفي او فکري تمثیلونه:په دې ډول تمثیلونو کې شاعران خپل فکري او فلسفي افکار وړاندې کوي؛  موږ د خوشال خان خټک، او نورو شاعرانو په شعرونو کې هم فلسفي او فکري تمثیلونو څرک لیدای شو. دلته به د مولینای روم د یوه واړه تمثیلي شعر ژباړه ولولو؛ په دې شعر کې مولینا د حقیقت پلټونکیو غلطفهمي تمثیل کرې ده. 

یو مارغه دی، په هوا کې پاس روان دی

د مارغه سیوری پر ځمکه سر ګردان دی

نادان غواري، چې ښکاري شي د دې سیوري

تش لاس راشي، چې کړي منډې په هر لوري

خبر نه چې دا تصویر د یو مارغه دی

خبر نه چې د دې سیوري اصل څه دی

۴-۱-۳-۲-۱- سېمبولیک تمثیلونه:دا سېمبولونه په ډېری وخت ګونګ او مبهم وي. د تمثیل په ظاهري بڼه (مستعارمنه) کې داسې کومه قرینه نه وي،چې د هغه درون یا مفهوم (مستعارله) ته ترې ورسیږو؛ په دې ډول تمثیلونو کې مفهوم معمولاً ډېر ذهني او په عادي ژبه د بیان وړ نه وي. ممکن شاعر سیاسی یا ټولنیز مفهوم سېمبولیک کړی وي. دا ډول تمثیلونه د سېمبولونو غوندې ګڼ مفاهیم او مدلولونه درلودلای شي. د ارواښاد ننګیال یو منثور شعردی:

درد

د پلار مړینه مې ولیده

او د وروڼو زړه چاودون هم

لوږې مې ډېرې وزغملې

او تندې هم

خو یوه یې دومره دردونکې نه وه

لکه: نشه چې نه وي پوره

او ښیښه پای ته ورسي

په دې شعر کې ممکن شاعر خپل واقعي حالت انځور کړی وي، خو د نشې تر پوره کېدو وړاندې د ښیښې پای ته رسیدل ګڼ عارفانه، عاشقانه او طبیعي کیفیتونه تمثیلوي. کله کله د دیدن تنده ماته نه وي، چې د دیدن شېبه پای ته ورسي؛ ممکن د کشف او شهود حالت دومره لنډ وي، چې د عارف زړه تر سکون وړاندې پر بل اضطراب واوړي؛ ډېری وخت زموږ ډېر ارمانونه لا نیمګړي پاته وي، چې د ژوند ښېښه څاڅکی، څاڅکی وڅڅیږي. لکه د پښتو دا متل: دنیا نولس ده، هېڅچا نه ده شل کړي.

۵-۱-۳-۲-۱- رویایي یا د خوبونو تمثیلونه: په دې ډول تمثیلونو کې د خوب له ناآشنا عالم څخه روایت کېږي؛ یو څوک د خوب په عالم کې د یوه رهنما په مرسته روحاني سفر کوي او بیا د بیدارۍ په حالت کې د لیدلي سفر حال بیانوي؛ هغه پېښې چې په خوب کې لیدل کېږي، کاملاً تصویري او سمبولیکې وي. ځکه چې خوبونه راته د تمثیلونو په ژبه خبرې کوي. د خوبونو د سېمبولیکې ژبې په اړه راسره د یوسف کیسه ښه مرسته کولای شي؛ چې د آبادۍ او قحطۍ کلونه د اوو څربه او اوو ډنګرو غویو په مرسته تمثیل شوي دي. په نړیوالو شهکارونو کې د دانټه(۱۳۲۱م) الهي کمیډي یو تمثیلي اثر، د اقبال لاهوري په ځینو منظومو کې شاعر په خوب کې د مولانا جلال الدین بلخي په رهنمایۍ تخیلي سفرونه کوي. په پښتو کې د کاروان صیب «پاکیزه خوب» چې پر ټول شعر د خوب او رویا سېمبولیکه او مبهمه فضا حاکمه ده، د غني خان د «جیلخانې خوب» چې د بیدارۍ پر منطق نه برابریږي. ممکن  ګڼو شاعرانو داسې شعرونه ویلي وي. خو ما دلته د شهید زین العاب الدین پردیس یو شعر «زما خوب» غوره کړی.(درمل، ۱۳۹۷، ۲۳۹)

زما خوب

وینم خوب چې بندیوان د ګورستان یم

د انکیر منکیر سره لاس و ګریوان یم

په غضب شي راته سر په دې مقال

نوم دې څه دی کور دي ښایه وایه حال

خوا کې قبر نه راجګ یو بل مرده شو

د ځواب لپاره راغی ایستاده شو

د بلبل غوندې ګویا شو په دې شان

زه او دا وو، چاردره کې ګاونډیان

د سود خور امیر قوتر سره یې کور و

په دنیا کې دا کمبخت سوی په اور و

ما ویل هو امیر خو پېژنم په کلکه

چاردرې ته و راغلی بې تلتکه 

اوس د سود له خباثته میلونر دی

غنم ساتي قیمتۍ ته محتکر دی

زه د ده د لاسه سوی په نیران یم

وینم خوب چې بندیوان د ګورستان یم

چې بهر مې شوې له خولې نه دا خبرې

نور را کلک کړمه انکیر منکیر له ږیرې

راته یې ویلې ته په څه راغلې بد رایه

چاردره دې چا ته پرېښوه راته وایه

ما ویل څه مې وه چاره نه کېده بله 

ساه مې وختله راغلمه په خپله

ساه مې وختله راغلمه اوتر زه

توبه ګار خپل او پردي نه مرور زه

اوس ولاړ یم ملامت او ډېر خجل

ذخیره راسره نشته د عمل

شیرین عمر رانه تللی په ډغرو

غولیدلی یم د خلکو په خبرو

مګر زیان مې چا ته نه دی رسیدلی

یم د هر سړي په مخکې ځغلیدلی

دوی ویل وړ په دې صفت باندې بلکل

چاردره کې بې (پردیسه) نشته بل

ما ویل شخصاً زه هغه پردیس په ځان یم

وینم خوب چې بندیوان د ګورستان یم

دوی ویل ښه ده چې مو وشو معرفت

ستا لیدو ته موږ لرو دېر ضرورت

اول دا چې ته په څه کاندیدیدلې

وکالت ته په څه حیث وړاندې کیدلې

کوم دې زور کوم دې طاقت کوم د ټبر و

ډېر ناوړه کار دې کړی په خپل سر و

وکالت ته سر دوباره وړ (هیکل) و

که څه هم چې مخالف یې (مولاګل) و

وروسته ښه وه چې جګ شوی (سید عطا) وای

چاردرې نه وکیل شوی د شورا وای

بې له دوی نه نور څوک نشته چاردره کې

ته بې ځایه وې ګډ شوی دې قوره کې

ما ویل زه هم دې کار ته حق حیران یم

وینم خوب چې بندیوان د ګورستان یم

پس له دې نه بیا انکیر منکر په قار شوه

له هیبته د قبرو مړي بېدار شوه

راته یې ویلې ته مامور وې د دولت

ولې نه اخیستلي تا تحفې رشوت

وږی تږی ګرځیدې په سمه او غر

اچولی دې خپل ژوند وه په خطر

اوس دې اړ ټول ماشومان پاتې په کوردي

د پورو د لاسه سوي په سره اور دي

هېڅ ښه نه شو په دنیا کې ستا روزګار

ته ساده وې پاتی شوی خوار وزار

نه دې واخیستل موټر ځمکې باغونه

نه دې واخیستل ښایسته ښکلي قصرونه

له کڼدرې نه دې پورته جنازه شوه

د خدمت اوږده دوره دې بابېزه شوه

ما ویل دا خو زه ګڼمه افتخار

ډېر شکرونه چې مړ نه یم دنیا دار

داسې مرګ باندې خوشاله هر زمان یم

وینم خوب چې بندیوان د ګورستان یم

دوی ویل ښه ده ګرانه اوسې سلامت

درکوو درته هم زیری د جنت

په ارامه خاطر ګرځه خوشحالي کړه

د جنت باغونه ستا دي شاعري کړه

په جنت کې نه میراب نه کوکباشیان شته

نه بلاه د آب اندازنه درکوان شته

دي هر څه په آسماني قانون روان

چا ته حوري مقرر چا ته غلمان

په غوږو به هېڅ وانه ورې دا خبر

چې کاکا دی له وراره نه مرور

دا جنت دی په کې نه‌شته کم او زیاته

موږ انکیر منکر مژده درکوو تاته

ما ویل زه (پردیس) محتاجه د احسان یم

وینم خوب چې بندیوان د ګورستان یم

( پردیس، ۱۳۸۹، ۲۸۹-۲۹۳)

شهید زین العاب الدین پردیس دا شعرپه (۱۳۵۳) کې دی ویل په دې، په دې شعر کې شاعر ځان مړ په خوب لیدلی او کومې پوښتنې چې انکیر منکیر له ده څخه کوي. دی خپل د سیمې او په ټوله کې ویلای شو؛ چې په افغانستان کې کوم  حالت و، هغه یې ډېر ښه تمثیل او بیان کړي. 

۲-۳-۲-۱- د کرکټرونو د بدلون په اساس:

په ډوه ډوله دي ۱- فابل        ۲- پارابل

۱-۲-۳-۲-۱- فابل: هغه خیالي یا توصیفي داستان ته ویل کېږي، چې موخه یې د یوه اخلاقي او تعلیمي پیام انتقال وي؛ کرکټرونه یې زیاتره مهال حیوانات وي، خو انسانان، بې روحه طبیعي پدیدې او خدایان هم کله کله 

پکې نقش لري. د عبدالباري جهاني د (ویره حق ده) د فابل ښه بېلګه کېدای شي.

ویره حق ده

ډېر پخوا په ډېرو لیرې زمانو کې

پاچهي د ځناورو وه په غرو کې

سلطنت وو په ځنګلو کې د زمریانو

انګولاوي به خپرې وې د لېوانو

د زمري په کابینه کې خر وزیر وو

د پاچا په امیرانو کې امیر وو

خر خو ځکه پر زمري باندې ډېر ګران وو

چې په ټولو حیوانانو کې نادان وو

خر یې ځانته وو تر ټولو نېژدې کړی

د زمري داسي تابع وو لکه مړی

چې زمري به ښکارول هغه یې خپل وه

د زمري غوښي خوراک د ده شوتل وه

یوه ورځ پاچا وزیر ته ویل خره 

زما تر ټولو امیرانو معتبره

والاشان او عالیشان دي مقامونه

ما در کړي د اوربشو انعامونه

پر منبر مې اوریدلي ستا نطقونه 

د پوهاند، خلکو درکړي لقبونه

چې تا نه مني دا ټوله نا پوهان دي

چې تا خر بولي پخپله بې عقلان دي

په دربار کې مې تر تا نسته ښاغلی

چې هم ما هم مې ټبر ته یې منلی

نن یو امر او فرمان صادرومه 

ټول لښکر مې ستا په واک کې درکومه

چې اوږدې غاړي لري هغه حلال که

په ځنګلونو کې یې نسل ور پایمال که

پر اغزیو راته اوښ وهي رمباړي

راته بدي یې ښکاریږي کږې غاړي

زرافه هم ډېره جګه وي ولاړه

د چینار سر ته یې ورسیږي غاړه

چې پر ما باندې یې سیوری کله لویږي

ځان وړوکی لکه سوی راته ښکاریږي

شهنشاه یمه د غرونو زه زمری یم

خو په ونه کې تر دوی دواړو کوچنی یم

چې په لاره کې د دوی څنګ ته روان یم

بد ښکاریږم چې وړوکی یم، سلطان یم

فرمانونه چې خپاره سول په ځنګلو کې 

اوښان ډوب سول د ځانو په اندېښنو کې 

زرافه چې په هر ځای کې وه ولاړه 

پټول به یې د ونو شاته غاړه

په دا منځ کې پیل هم لر و بر ځغستله

کله شاته کله څنګ ته یې کتله 

لېوه ږغ(غږ) کړه پیله ولې په ځغاستا یې

ته له چا څخه په تېښته وارخطا یې

ستا خو غاړه په موږ ټولو کې ده لنډه

ځان دي هسي کړ ستومان په منډه منډه

پیل لېوه ته په خندا سو ویل وروره

زه پوهېږم شیدې سپیني دي غوا توره

را معلوم دي د ځنګله واړه کارونه

پکښې(پکې) تېر مې کړل تر سلو زیات کلونه

ما پر سترګو د ټولواک امر منلی

خو بېرېږم کار یې خره ته دی سپارلی

یا به اوښ یا زرافه ورته ښکاره سم

په ځنګله کې به حلال یا غرغړه سم

زما په یاد دي پاچا خره ته وه ویلي

حیوانان یې وه کارونو ته بللي

خر هغه ګړی روان سو په ځنګله کې 

حیوانان یې پلټل په سمه غره کې

خره یې ورونه وه آسونه یې خپلوان وه

ماماخېل يې په ځنګله کې یابوګان وه

را حاضر یې کړل سویان وه که پسونه

تر بار لاندي یې ورمات کړل هډونه 

چا خندله چا به ټوکي جوړولې

د پسونو تر زړو ویني څڅېدلې

که بارونه په پسونو سي څوک وړلای

د پیلانو هم سي غاړي اوږدولای

چې په فکر کې دي نه راځي پېښېږي

د ځنګله په پاچهي کې هر څه کېږي

( جهاني، ۲۰۱۹م)

ویره حق ده، د ښاغلی جهاني ډېر په زړه پورې مثنوي دی، په دې مثنوي ځنګل، د ځنګل پاچاهي او په ځنګل کې مېشته حیوانات ژوند تمثیل شوی. چې موخه یې ټولنه، په ټولنه کې ناوړه چال چلند له وګړو سره، او کار اهل کار ته نه سپارل بیان شوي. که پاچا هر څومره زړور، دانا، هوښیار وي؛ خو تر لاس لاندې وګړي یې سم نه وي، بیا هم په ټولنه کې ستونزې له منځه نه ځي. کله کله مجرم به یو یې خو سزا به بل څوک ویني. یو ډول بې بندو باري تمثیلوي په ټولڼه کې.

۲-۲-۳-۲-۱- پارابل: هم لنډ اخلاقي داستان وي، خو کرکټرونه یې انساني وي. په فابل کې د پېښدونکیو پېښو امکان په خارجي او حقیقي نړۍ کې نه وي، خو پارابل پېښې په طبیعي اوحقیقي ډول هم پېښېدلای شي. د فابل پیام دنیوي وي، خو په پارابل کې زیاتره متعالي پیامونه ورکول کېږي. تر څو خلک د غفلت له خوبه ویښ کړي. په څلور ګونو انجیلونو کې د حضرت عیسی (علیه السلام)لڼدې کیسې او نصحتونه د پارابل غوره بېلګې دي؛ لکه: د ورک شوی پسه داستان چې ګمراهانو سېمبول دی او د هغه لټول ګمراهان نیکی ته هڅه ول دي. (ګلشن ادب، ویکې پېډیا) 

د تمثیل او استعاري توپیر:

تمثیل هم د سېمبول او استعارې غوندې د مجاز له ډلې دی، خو تر استعارې یې له سېمبول سره شباهت زیات دی. په استعاره کې د تشبیه پر اساس یوه کلیمه د بلې ځایناستې کېږي، یا ښه ده ووایو مشبه او مشبه به (بر عکس) ځایناستې وي؛ خو په تمثیل کې کلیمات او حتی یومتن د یوه مفهوم ځایناستی وي. استعاره لنډه وي خو تمثیل د استعارې غځیدلی شکل دی؛ په بله ژبه استعاره رالنډه شوې تشبیه ده، خو تمثیل پراخه شوې استعاره.

د کابل پر ښاپېریو مې زړه سوځي

ته به وایې نښتېځلې سنترې دي

    د کاروان صیب په دې بیت کې د نجونو پر ځای ښاپیرۍ راغلې دي. کابل قرینه ده، چې زموږ ذهن د ښاپیریو مجازي معنا ته بیایي. 

د تمثیل او سېمبول ترمنځ توپير:

څرنګه چې سېمبول او تمثیل دواړه د نامریي (نه لیدلو) حقایقو تصویرول دي او مادي جهان له غیر محسوس جهان سره پیوندوي؛ نو له دې امله سېمبول اوتمثیل مشترک دي، خو په سېمبول کې د معنا وسعت تر تمثیل لا ‌ډېردی؛ د تمثیل اوسېمبول یو بل توپیر دا دی. چې تمثیل په یوه کلیمه کې نه ارایه کېږي، بلکې د ګڼو سېمبولونو یوه مجموعه ده، چې ځینې نظریې، حوادث او مفاهیم تمثیلوي. په بله ژبه تمثیل ممکن له ګڼو سېمبولونو څخه جوړ وي، خو دا سېمبولونه د تمثیل په داستانې زمینه کې د کرکټرونو غوندې خپل نقش لوبوي اوتمثیل دې سېمبولیکو کرکټرونو ته یو فورم او شکل ورکوي. ځینې نور توپیرونه:

۱-تمثیل د یوه شعوري او عقلاني مضمون ترجماني کوي، حال دا چې سېمبول د لاشعوري فعالیت زېږنده دی، چې یوازې د ګمان او حدس له لارې یې پېژندلای شو.

۲- تمثیل د مفاهیمو په عالم پورې اړه لري، خو زیاتره د یوه دلالتګر په سطحه کې پاتېږي او یوازې یوه عقلي مفهوم ته اشاره کوي. خو سېمبول لوستونکید ناپېژندل شویو حقایقو په لټون بوختوي او په دې توګه سېمبول ته د نامحسوسې نړۍ د دروازې کیلي ویلای شو.

۳- په تمثیل کې ډېر وخت داسې ښکاري، چې د روایت عناصر (اشخاص، حوادث، حیوانات او داستاني عوامل) د متکلم په ذهن کې په شعوري توګه اول طرحه شوي او ډیزاین شوي دي، خو سېمبول یو ناڅاپه له لاشعور څخه راخوټیږي.

۴- د تمثیل په تحلیل کې ذهن د داستان په اوږدو کې له سېمبولونو سره موازي حرکت کوي او ګام پر ګام د داستان د محتوا له کشفه خوند اخلي؛ خو په سېمبول کې ذهن په یوه لویه خلا کې سفر ته اماده کېږي، د سېمبول د هنري لذت دلیل په یوه نامحدوده فضا کې د ذهن او اروا لامبو ده.

۵- تمثیل د شکل او مضمون (محسوس او مدلول) ترمنځ تشبیهي اړیکه ده. یا په بله ژبه، تمثیل مرکبه استعاره ده، چې په ذهن کې مخکې له مخکې جوړې شوې معنا ته یو ځانګړی شکل ورکوي او هغه معنا موږ ته را انتقالوي؛ خو سېمبول پخپله د یوې نوې پوهې منبع ده، سېمبول له خپل مدلول څخه نشو جلا کولای، خو تمثیل او مدلول په جلا ، جلا ډول هم درک کولای شو.

۶- تمثیل د تصویر په ژبه د یوه انتزاعي مفهوم ژباړه ده، خو سېمبول د یوه انتزاعي او کلي مفهوم داسې یو جز یا یوه څنډه ده، چې هغه کل ټول تصویروي.

۷- تمثیل یوه کیسه او یا هم د بېلابېلو عناصرو داسې مجموعه ده، چې دروني نظم لري، خو سېمبول معمولاً په کلیمه کې وي. په تمثیل کې ممکن ګڼ سېمبولونه سره یو ځای شي او د کرکټرونو په شکل تمثیل مخته یوسي.(درمل، ۱۳۹۷، ۱۹۲-۱۹۳)

پایلیزه:په حقیقت کې که د تشبیه له دوو خواوو څخه یو یې ظاهر شي، نو مرکب مجاز یا د تمثیلي استعاري تشبیه منځته راځي. لوستونکی پوهیږي چې جمله پخپله اصلي معنا نه ده کاریدلي؛ په استعاره یې تشبیه کې مشبه، به د مشبه به له جنسه وي. «مثل اِنّی اَراکَ تُقَدِّمُ رِجْلاً و تُؤَخِّرُ اُخْری» که مشبه به ( مخکې وروسته کېدل وي) ذکر شي او مشبه ( دوه زړه کېدل یا زړه نا زړه) حذف شوی. تمثیلي استعاره او تمثیلي تشبیه دواړه توپیرونه هم لري. په تمثیلي تشبیه کې د تشبیه توکي او وجه شبه هم ذکر کېږي. او د معنا له پوهېدو لپاره قرینې ته اړتیا نه لري، تر څو اوریدونکی له حقیقي معنا څخه غیر حقیقي معنا ته لارښوونې وکړي. خو په استعاره یې تمثیل کې ترکیبونه او مرکب ډولونه پېدا کېږي او د مرکب مجاز په دایره کې ننوځي.

ماخذونه:

۱-آریانا دایره المعارف، دویم ټوک.۱۳۸۷. کابل: د علومو اکادمي

۲-امر خېل، عزیزالله. ۲۰۱۲. پښتو- پښتو تشریحي قاموس، لومړۍ ټوک. پېښور: میهن خپرندویه ټولنه

۳- باجوړۍ، بریالی. ۱۳۹۷. د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ، د ویښتیا پړاو. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه

۴- پردیس، زین العاب الدین. ۱۳۸۹. ولسې هېنداره

۵- تمثیل، علم بیان. ویکې پېډیا

۶- جهاني، عبدالباري. ۲۰۱۹. فیس‌بوک، پاڼه. ویرجینیا 

۷- درمل، احسان الله. ۱۳۹۷. شعرستان. کابل: سروش کتابپلورنځی

۸-روهی، محمد صدیق. ۱۳۸۴. د پښتو ادبیاتو تاریخ، دویم ټوک. کابل: دانش خپرندویه ټولنه

۹- ګلشن ادب، ویکې پېډیا

۱۰- همکار، محمد ابراهیم. ۱۳۹۱. ادبي فنون، بیان. جلال آباد: مومند خپرندویه ټولنه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب