پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبساهره شریف د یوه ځانګړې کرکټر مېرمن| اناهیتا روهي

ساهره شریف د یوه ځانګړې کرکټر مېرمن| اناهیتا روهي

دا چې زه د ماشومانو لپاره لیکنې کوم، کېدای شي د نننۍ غونډې له مطالبو سره به زما لیکنه ډېر مطابقت ونه کړي خو دا چې ستاسو د غونډې او زما د لیکنې کرکټر یو نفر دی، نو ګومان کوم چې ډېر به سره لرې نه وو.

په پیل کې خو دا وایم چې د زړه له تله خوښه یم، چې دهغه چا په لمانځغونډه سره راټول شوې یو، چې زموږ تاسو ترمنځ ده. نوموړې دا هر څه په خپله ویني، په خپله یې اوري او دا هم په خپله احساسوي، چې د کلونو ستونزې یې په اوبو نه دي لاهو شوي.

د ویاړ ځای دی چې د دې غریبې مور په لمن کې اوس هم داسې بچیان شته، چې د یو چا د خدمت په ارزښت پوهېږي. قدر یې کوي او په ژوندانه یې لمانځي. د ټولو دې کور ودان او د هېواد ډاګونه دې یې خدای سمسور کړي.
دا اغلې به څوک د ولسي جرګې د یوې وکیلې په توګه پېژني. څوک به یې د مېرمن بهیر د یوې فعالې غړې په توګه یادوي. څوک به یې د پوهنتون د یوې استادې په نوم ستاینه کوي. او څوک به یې د علومو اکاډمۍ د یوې غړې په توګه، نوم په درنښت اخلي.

چا به له پخوا پېژنده او چا به اوس پېژندلې وي. خو زه یې له هغه مهاله پېژنم، چې ما نړۍ ته سترګې را پرانیستې دي. له هغه وخته چې کله به مې مور نه وه، نو دې په د مور مینه راکوله. خور مې نه درلوده، نو دا راته مشره خور وه. او دا چې پاک خدای لوی زړه او پراخه حوصله ورکړې وه، نو زما خبرو ته به پوره حوصله مندۍ غوږ وه. دماشومانو پوښتنې چې تل په (ولې) پېلږي او د ( زړه په تنګولو) ختمیږي، زړه نه تنګاوه او په ارامۍ به یې پوښتنې راځوابولې. زه یې دلته د وکیلې په نوم، د مېرمن بهیر د غړې په توګه، د استادې او د څېړندوۍ په نامه نه یادوم. زه یې دلته په لاس ته راوړنو نه، بلکې په خوبونو غږيږم. هغه خوبونه چې دې یې تعبییر د وطن د بچیانو په ښوونه او روزنه کړی دی.

زه لا وړه ماشومه وم، چې ساهرې غوښتل ډاکتره شي. شاید دا به یې خوب و، چې غوښتل یې یوه داسې ډاکتره واوسي چې د دې ملت هر بچي ته خدمت وکړي. د کانکور تر ازموینو وروسته یو ګام خپل خوب ته ورنږدې شوې وه. د طب د پوهنځي درسونه یې هم پیل کړې وو. دې چې هسې هم کتاب خپله دنیا ګڼله، نو شپه او ورځ یې سر له کتابه نه پورته کاوه. خو په وطن کې لګیدلي سره اور دې ته پرېنښوده، چې لیدلی خوب یې ریښتیا شي. هر څه ترې پاتې شول. طب یې هېر کړ خو د وطن د بچو خدمت یې له زړه ونه ووت.

له ننګرهاره کابل ته راغله او په کابل کې یې د ښوونې او روزنې په پوهنځۍ کې د هېواد د خدمت د جوګه کېدو لپاره له سره ملا وتړله. دا یې له ځان سره وویل، په هره سیمه او په هر ځای کې چې یم هلته به د دې هېواد د هر بچي په روزنه کې لاس نه موټی کوم. همداسې هم وشوه، له کابله تر خوست او له خوست تر پېښوره، په هر ځای او په هره سیمه کې یې همدا هڅه روانه وه، چې د هر ماشوم لاس ته قلم، کتاب او دلیکلو لپاره یوه سپینه پاڼه ورسوي. او یا په خپله څه ورزده کړي.

زما یادیږي، چې د خپلې کوټې المارۍ یې په کتابونو ډکه کړې وه. کله به چې ما د دې د کوم کتاب مخ واړاوه، نو د لومړۍ پاڼې په یو کونج کې به یې لیکلې وو، (ساهره کریمي). دا چې ماشومان تقلید کوي ما به هم پنسل راوخیست د دې تر نوم لاندې به مې ولیکل: (اناهیتا کریمي).ښه به ورته ځیره شوم بیا به مې بېرته پاک کړل. ما غوښتل چې د خپلې ترور په شان شم، خو نه کېده او نه به هم وشي. ځکه هغه په خپل عزم او اردو کې ټینګه وه. هغې د خپل ژوند موخه ځان ته ټاکلې وه. د خپل د ژوند کتاب یې د هېوادوالو د خدمت په نوم نومولی و. له تاندې ځوانۍ څخه یې د اسلام په رڼا او په اسلامي چوکاټ کې د ښځې د حق لپاره د قلم نوکه تېره کړې وه. خپلې غوښتنې او خپلې پوښتنې یې څېړلې. په ((افغانستان کې یې د ښځود ښوونې اوروزنې تاریخې بهیر)) بشپړ کړ. ((په اسلام كې یې د ښځوسیاسي، اقتصادي اوفرهنګي حقونه وڅېړل)). ((د ښوونې اوروزنې عمده اصلاحات)) یې راټول کړل او حتی ((دهوتكیانوپه دوره كې د ښځوسیاسي، اقتصادي اوفرهنګي حالات))، یې له نظره تېر کړل. خپلې تجربې او خپل لید لوري یې په مقالو کې څرګند کړل.

زه د خپلې تجربې په رڼا کې دا اغلې د غښتلي ارادې او ځانګړې کرکټر مېرمن ګڼم. زموږ په ټولنه کې د نارینه په خواصو بسیا شوې مېرمن ستایل کېږي. زه نه وایم چې دې به له ریمل او دستکول سره علاقه نه وه. خو ما کله هم هغه د دې شیانو په اړه په غږیدا نه ده لېدلې. د دې فکر، ذهن او قلم په دې اړه بوخت وو، چې څنګه، چېرته او په کومو امکاناتو کولای شي، یو چا ته خیر ورورسوي. دې په ډېر تنګ وخت او په ډېرو لږو امکاناتو خو په پراخ زړه او په پوره ایماندارۍ تر دې ځایه ځان رارسولای دی او خپل ژوند، خپلو خوبونو او خپلو هیلو ته یې د وطن د خدمت نوم ورکړی او لا هم همدې نوم ته لګیا ده.

زه د اوږده عمر او ښه صحت لپاره لاسونه ورته لپه کوم. ذهن یې د وطن د بچو په خدمت کې بوخت او د قلم چینې یې تاندې غواړم. او په اخره کې د زړه له تله دا دعا کوم چې د هر پښتون په کور کې یوه ساهره واوسي، تر څو په پښتني ټولنه کې داسې خویندې، لوڼه او مېرمنې ولرو، چې د اسلام په رڼا کې یې موخه د وطن د بچیانو ښوونه او روزنه وي.

یادونه: دا لیکنه په کابل کې د ساهرې شریف د ژوند او ادبي خدمتونو د لمانځغونډې لپاره لیکل شوې وه.

اناهیتا روهي

2 COMMENTS

  1. و درنې او محترمې لیکوالي ته:
    مننه چې لیکنه مو د تاند له مینه والو سره ګډه کړه .

    انګیرنه مې درته کاږم، منظور مې یوازی سم پوهاوی او د پښتو نثر لا ښه توب ده.
    لیکوال نه یم، خو ځان ښه او دقیق لوستونکی بولم.

    تاسو په پیل کې لیکئ:

    ((دا چې زه د ماشومانو لپاره لیکنې کوم، کېدای شي د نننۍ غونډې له مطالبو سره به زما لیکنه ډېر مطابقت ونه کړي خو دا چې ستاسو د غونډې او زما د لیکنې کرکټر یو نفر دی، نو ګومان کوم چې ډېر به سره لرې نه وو.

    په پیل کې خو دا وایم چې د زړه له تله خوښه یم، چې دهغه چا په لمانځغونډه سره راټول شوې یو، چې زموږ تاسو ترمنځ ده. نوموړې دا هر څه په خپله ویني، په خپله یې اوري او دا هم په خپله احساسوي، چې د کلونو ستونزې یې په اوبو نه دي لاهو شوي.

    د ویاړ ځای دی چې د دې غریبې مور په لمن کې اوس هم داسې بچیان شته، چې د یو چا د خدمت په ارزښت پوهېږي. قدر یې کوي او په ژوندانه یې لمانځي. د ټولو دې کور ودان او د هېواد ډاګونه دې یې خدای سمسور کړي.
    دا اغلې به څوک د ولسي جرګې د یوې وکیلې په توګه پېژني. څوک به یې د مېرمن بهیر د یوې فعالې غړې په توګه یادوي. څوک به یې د پوهنتون د یوې استادې په نوم ستاینه کوي. او څوک به یې د علومو اکاډمۍ د یوې غړې په توګه، نوم په درنښت اخلي.))

    که د لیکني پر جملو له سره کتنه وکړئ، رښتیاهم لوستونکي د پورته پاراګرافونو لوستلو ته اړتیا لري؟ که ځواب مو هو وي، مهربانه شئ راته بیان یې کړئ.

    ورپسې تاسو د لیکني په وروستي پاراګراف کې لیکئ:

    (( زه د اوږده عمر او ښه صحت لپاره لاسونه ورته لپه کوم.))

    لاسونه لپه کوم)) ــــ کلیشه يي جمله، په دې ورستیو کلونوکې د ځینو لیکونکو له خوا و پښتو نثر ته را ګډه شوه. دادی تاسو هم وکاروله)).
    آیا په رښتیا هم تاسو د دُعا معنی ور څخه اخلئ او یا مو د جملو د ښه رنګې یا عدم تکرار په موخه کارو ده؟.

    د پښتنو په کلیو او بانډو کې مې اوریدلي دي:

    منګې ته لاس لپه کړه، اوبه وڅښه.
    یا
    باران اوریده لاسونه مې ورته لپه کړل.
    یا هم
    لاسونه لپه کړه چې نینې در کړم

    خفه کیږئ مه، کمینټ مې د له بده نیته نه دی کښلی.

    والسلام

  2. وروستی کمنټ سم دی، په مخکینې کې ټایپي کمۍ تر ستر ګو شوې

    و درنې او محترمې لیکوالي ته:
    مننه چې لیکنه مو د تاند له مینه والو سره ګډه کړه .

    انګیرنه مې درته کاږم، منظور مې یوازی سم پوهاوی او د پښتو نثر لا ښه توب ده.
    لیکوال نه یم، خو ځان ښه او دقیق لوستونکی بولم.

    تاسو په پیل کې لیکئ:

    ((دا چې زه د ماشومانو لپاره لیکنې کوم، کېدای شي د نننۍ غونډې له مطالبو سره به زما لیکنه ډېر مطابقت ونه کړي خو دا چې ستاسو د غونډې او زما د لیکنې کرکټر یو نفر دی، نو ګومان کوم چې ډېر به سره لرې نه وو.

    په پیل کې خو دا وایم چې د زړه له تله خوښه یم، چې دهغه چا په لمانځغونډه سره راټول شوې یو، چې زموږ تاسو ترمنځ ده. نوموړې دا هر څه په خپله ویني، په خپله یې اوري او دا هم په خپله احساسوي، چې د کلونو ستونزې یې په اوبو نه دي لاهو شوي.

    د ویاړ ځای دی چې د دې غریبې مور په لمن کې اوس هم داسې بچیان شته، چې د یو چا د خدمت په ارزښت پوهېږي. قدر یې کوي او په ژوندانه یې لمانځي. د ټولو دې کور ودان او د هېواد ډاګونه دې یې خدای سمسور کړي.
    دا اغلې به څوک د ولسي جرګې د یوې وکیلې په توګه پېژني. څوک به یې د مېرمن بهیر د یوې فعالې غړې په توګه یادوي. څوک به یې د پوهنتون د یوې استادې په نوم ستاینه کوي. او څوک به یې د علومو اکاډمۍ د یوې غړې په توګه، نوم په درنښت اخلي.))

    که د لیکني پر جملو له سره کتنه وکړئ، رښتیاهم لوستونکي د پورته پاراګرافونو لوستلو ته اړتیا لري؟ که ځواب مو هو وي، مهربانه شئ راته بیان یې کړئ.

    ورپسې تاسو د لیکني په وروستي پاراګراف کې لیکئ:

    (( زه د اوږده عمر او ښه صحت لپاره لاسونه ورته لپه کوم.))

    لاسونه لپه کوم ــــ کلیشه يي جمله، په دې ورستیو کلونوکې د ځینو لیکونکو له خوا و پښتو نثر ته را ګډه شوه. دادی تاسو هم وکاروله.
    آیا په رښتیا هم تاسو د دُعا معنی ور څخه اخلئ او یا مو د جملو د ښه رنګې یا عدم تکرار په موخه کارولې ده؟.

    د پښتنو په کلیو او بانډو کې مې اوریدلي دي:

    منګې ته لاس لپه کړه، اوبه وڅښه.
    یا
    باران اوریده لاسونه مې ورته لپه کړل.
    یا هم
    لاسونه لپه کړه چې نینې در کړم

    خفه کیږئ مه، کمینټ مې د له بده نیته نه دی کښلی.

    والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب