جمعه, اپریل 26, 2024
Home+اريانا سعيد کورونا ته ماتې ورکړه

اريانا سعيد کورونا ته ماتې ورکړه

تاند(جمعه، د قوس ۷) د افغانستان مشهورې سندرغاړې او د ښځينه حقونو مدافع اريانا سعيد کورونا ويروس ته ماتې ورکړه او اوس له روغتيا برخمنه ده.

د اريانا سعيد د فېسبوکپاڼې اډمن په يوه پوسټ کې ليکلي چې اريانا سعيد کورونا ته ماتې ورکړه او اوس له کاملې روغتيا برخمنه ده.

نوموړي همدا راز ليکلي دي چې اريانا سعيد په دې ورځو کې ډېر درد تېر کړ او ډېرې مهمې ورځې يې له لاسه ورکړې.

هغه همدا راز د اريانا سعيد له مينه والو څخه مننه کړې چې له دې سره يې خپله مينه ښکاره کړې، ملاتړ يې کړى او زرګونه پېغامونه يې ورته لېږلي دي.

د اريانا سعيد له پاڼې څخه په خپور شوي پوسټ کې همدا راز ليکل شوي چې «هيله من يو چې په راتلونکو ورځو کې اريانا سعيد يو ځل بيا عادي ژوند ته وګرځي او د هېوادوالو خدمت وکړي.»

 څو اونۍ وړاندې څرګنده شوه چې د اريانا سعيد د کورونا ټېسټ مثبت دی.

د هغې کوژدني د اریانا سعید له پاڼې څخه په يو پوسټ کې د هغې مينه والو ته خبر ورکړى و چې د اريانا سعيد د کورونا ټېسټ مثبت دى او اوس سخته تبه او د ځان درد لري. ده د اریانا له مينه والو د دعا غوښتنه هم کړې وه.

همدا راز نوموړي وخت په وخت د اريانا سعيد له روغتيا څخه د هغې مينه وال خبرول.

په همدې موده کې د اريانا سعيد مور هم مړه شوه چې د کورونا تر څنګ دا د هغې لپاره يو بل بد او دردوونکى خبر و چې اريانا سعيد له خپلې پاڼې څخه خپور کړى و.

اريانا سعيد چې د هېواد مشهوره سندرغاړې ده، اوسمهال له هېواده بهر ژوند کوي، هغه چې په ټولنيزو رسنيو کې ډېره فعاله وه، په دې وروستيو کې يې يو څه فعاليت هم کم شوى و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب