سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهحفیظ منصور: د ولسمشرۍ ماڼۍ مخالفت د سولې بهیر نشي‌ درولی

حفیظ منصور: د ولسمشرۍ ماڼۍ مخالفت د سولې بهیر نشي‌ درولی

تاند(جمعه، د قوس ۷) قطر کې د افغان حکومت د مرکچي‌ پلاوي یو غړي حفیظ منصور ویلي چې دوحه کې روانو خبرو کې پرمختګ شوی.

نوموړي‌ په یوه مرکه کې ویلي،‌ دواړه خواوې د خبرو پر کړنلاره سلا شوې دي او د ولسمشرۍ ماڼۍ مخالفت دا بهیر نشي‌ درولی.

د هغه په خبره،‌ نړیوالې ټولنې په دې برخه کې هوکړه کړې ده او دا پروسه به له کوم خنډ پرته مخه ځي.

په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وایې دوی هیله مند دي چې د سولې خبرې اترې د امریکا د نوي حکومت په ملاتړ دوام پیدا کړي او په افغانستان کې۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسیږي.

حفیظ منصور داسې مهال دا څرګندونې کوي چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په قطر کې د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوي چې دواړه لوري تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.

1 COMMENT

  1. د حفیظ منفور نظر خپل شخصي نظر دی . ولسمشرۍ ماڼۍ د ټول افغانستان او افغان ولس او افغان ملت نمایندګی کوي .
    دا دیو هفت سر هېڅکله د یوه ولس حتی د خپلې ولسوالۍ ( پنجشیر ) استازیتوب هم نشي کولی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب