پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: د ملي مصالحې عالي شورا باید ژر تر ژره فعاله...

اروپايي ټولنه: د ملي مصالحې عالي شورا باید ژر تر ژره فعاله شي

تاند(جمعه، د قوس ۷) په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازي پر افغان حکومت غږ کړی، چې د ملي مصالحې تر نامه لاندې اعلان شوی بنسټ باید په سملاسي توګه په عمل کې هم رامنځته او فعال شي.‌

اروپایي ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي، په دې شورا کې له سیاسي‌ مشرانو سره سره باید ښځې، د جګړې قربانیان، دیني عالمان، مدنې ټولنې او ځوانان هم شامل وي.

یادې ټولنې ویلي، د سولې خبرو د یوې دوامداره پایلې لپاره غوره ده چې د افغان حکومت په لیکو کې سیاسي یووالی وي.

یادې ټولنې زیاته کړې ده چې په دې بهیر کې د افغانانو غږ شامل وي او باید پاملرنه ورته وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...