جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهسولې چارو وزارت: د سولې په خبرو کې تر يوې اندازې پرمختګ...

سولې چارو وزارت: د سولې په خبرو کې تر يوې اندازې پرمختګ شوى

تاند(جمعه، د قوس ۷) د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په دوحه کې د سولې په خبرو کې تر يوې اندازې پرمختګ شوى او د بشپړ حل لپاره کار دوام لري.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وياندې ناجيې انوري پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د افغان حکومت مرکچي پلاوي په دوحه کې د سولې خبرو د مخته بيولو په برخه کې له هېڅ راز هلو ځلو دريغ نه دى کړى.

هغې زياته کړې چې د اختلافي موضوعاتو په اړه په دوامداره توګه له طالبانو سره په بحث کې دي.

د نوموړې په خبره، چې د سولې په خبرو کې تر يوې اندازې پرمختګ شوى او د بشپړ حل لپاره کار دوام لري چې له نهايي کېدو وروسته به د دولت او مقابل لوري ټوليز توافق رسما اعلان شي.

دا خبر داسې مهال خپریږي چې د افغان حکومت مرکچي پلاوي حفیظ منصور ویلې دي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخالفت د سولې بهیر نشي درولی.

https://taand.net/%d8%ad%d9%81%db%8c%d8%b8-%d9%85%d9%86%d8%b5%d9%88%d8%b1-%d8%af-%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1%db%8d-%d9%85%d8%a7%da%bc%db%8d-%d9%85%d8%ae%d8%a7%d9%84%d9%81%d8%aa-%d8%af-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب