جمعه, مې 17, 2024
Homeکلتوررياليزم ادبي ښوونځی| تمهيد سيلاني 

رياليزم ادبي ښوونځی| تمهيد سيلاني 

د رياليزم پېژندنه

مخکې له دې چې د رياليزم په کلمې او ادبي مکتب بحث او خبرې وکړم، اړينه کڼم چې د دې ادبي مکتب په هکله د ځينو قاموسونو، بهرنيو او داخلي پوهانو هغه پېژندنې را واخلم چې ددې ادبي مکتب په هکله يې کړي دي.

پښتو- پښتو تشريحي قاموس کې د (رياليست) په باب ليکي: (رياليست رښتونی، رښتينی، رښتين، حقيقت غوښتونکی، حقيقت ليدونکی، د ريالېزم د هنري او ادبي مکتب او هنري اسلوب پيرو، واقعي، حقيقي) په معنا دی.

ريالېزم تعريف او تعبير په ډول ډول شوی، خو په لنډ ډول يې داسې پېژندلی شو، ريالېزم په ټيپيکو شرايطو او اوضاعو کې د ټيپيکو پېښو، ټيپيکو وګړو او ټيپيکو کريکټرونو تصوير او ترسيم دی. ( شينواری،۱۳۹۳: ص ۱۱۹)

په آريانادايرة المعارف کې ريالېزم داسې پېژندل شوي دی: (( په لغت کې حقيقت پال او رښتياني واقعيت کتلو ته وايي يا په دې باندې عقيده لرل چې د ادراک وړشيان په رښتيا هم خپلواک شته والی لري، په اصطلاح کې رياليزم د يوه ادبي مکتب عنوان دی چې لومړی ځل د اتلسمې پېړۍ په پای او د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې په فرانسه کې رامنځ ته شو. په عام مفهوم سره، رياليزم د ژوند او چاپيريال د ټولو اړخونو ډېر کره بيانول دي، پرته له دې چې څه ورباندې اضافه شي. يا د بهرني واقيعت داسې ليدل چې د ليکوال ذهنيت په هغه کې هېڅ ډول دخالت ونه لري، يعنې د واقعتيتونو په تصويرولو او انځورولو کې ليکوال ذهني او شاعرانه اړخ زيات نه کړي. په لڼده توګه واقعيت ته وفاداري )) . ( ۱۴۵:۲ ) 

د اجتماعي رياليزم موسس ماکسيم ګورکي د رياليزم خصوصيت ته لنډه اشاره کوي او وايي: (( رياليزم څه شی دی؟ په لنډه توګه بايد وويل شي چې د ژوند د واقعيت عيني انځور دی، داسې انځور چې د ژوند د پېښو له هرج و مرجه  د خورا عمده او انساني اړيکو څخه اخستل شوی وي )). ( ۷۹:۴۵ )

زما په اند رياليز هغه ادبي مکتب دی چې يو ليکوال او شاعر تولڼه، وګړي او ټولنيز ژوند د حقيقتونو په رڼا کې څيړي او لوستونکو ته يې اصليت په واقعي معنا ورپېژني . ريالستيک خيال او فکر نه يوازې د ادب او فرهنګ په لمن کې را نغاړل کيږي، بلکې رياليزم او ريالستيک مفاهم او موضوعات د ژوند په ټولو برخو کې تر سترګو کيږي… يعنې که ووايو چې انسان هغه وخت د ټولنې د يوه موجود په توګه خپل رسالت او اصليت څرګندولی شي، چې واقيعت او حقيقت وپېژني. او دا حقيقت درک کړي چې اصليت چې څه دی او دڅه لپاره پيدا شوی… نو بياهم رياليزم او رياليستيکو مفاهمو ته اړتيا پيداکيږي….

د رياليزم د پيدايښت لاملونه 

د رياليزم ادبي مکتب په پيدايښت کې هغه لاملونو ته په لنډ ډول نغوته کوم، کوم چې ددې ادبي مکتب پيروان يې دې ته وهڅول چې دا مفکوره وپالي او نړيوال شهرت ور په برخه کړي. 

  • درياليزم ادبي مکتب پلويانود هغې مفکورې پروړاندې خپل غبرګون وښود، چې ويل به يې ( هنر د هنر لپار )، په فرانسه يو متفرقه ډله ليکوال سره را غونډ شول، چې دا تيوري تائيد کړي، چې (( هنر د هنر لپاره )) وکارول شي،که دنورو څيزونو لپاره هم. همداو چې د رياليزم پلويانو يې پر وړاندې غبرګون وښود… نه يوازې دا نظريه يې غلطه وګڼله، بلکې په وړاندې يې اثار اولکينې خپرې کړې.
  • په لومړيو کې د رياليزم مبارزه د ادبياتو په ډکر کې نه، بلکې د نقاشۍ په برخه کې تر سره شوه، ګوستاو کوربه ددې برخې تګړه نقاش و، چې ويل به يې: (( د هنر موخه دهنر لپاره هسې بېهوده توب دی .)) د کوربه  اثار چې د رومانتيزم په نندارتون کې تحقيرېدل، اوملنډې به ورپسې وهل کېدې،دی يې دې ته وهڅاوه چې د خپلواثارو د دفاع او ساتنې لپاره ځانته يوازې نندارتون جوړ کړي، چې همداسې وشول . کوربه خپلې مبارزې ته دوام ورکړ، چې پايله دده په برياليتوب پای ته ورسېده. د نوموړي دا کار نورو ريالستيکو ليکوالو ته لاره هواره کړه ترڅو دا مفکوره نوروته خپره کړي .( ۲۷۳:حسيني ) 

د رياليزم شاليډ:  د پېړيو په هر پېر کې ډېری ليکوالو او پوهانو د ټولنيزو ستونزو د حل او اسانتيا لپاره لارې چارې لټولي او تل يې  هڅه کړې چې خپل ځان او ټولنه له بدبختيو او ناخوالو څخه وژغوري. ددغو ليکنو په تداوم سره د ( ۱۶ او ۱۹) پيړيو په بهير کې د بېلابېلو ادبي مکتبونو ايجاد او پرمختګ دی. ددې ادبي ښوونځيو له ډلې څخه يو هم د رياليزم ادبي مکتب دی.

رياليزم د يو ادبي مکتب په توګه، تر هر ځای د مخه د ( ۱۸ پېړۍ په پای او  د ۱۹ پېړۍ په پيل کې ) په فرانسه کې د رومانييزم ادبي مکتب پر وړاندې رامنځته شو.  ددې ادبي مکتب بنسټ اېښودونکي د نړۍ نني مشهور ليکوالان نه وو، بلکې هغه د منځنۍ پوړ ليکوالان وو چې په اوسني عصر کې د مطرحو ليکوالو په توګه نه شمېرل کيږي…. دا ليکوونکي عبارت دي له : شانفلوري، مورژه او دورنتي …

د رياليزم ادبي مکتب نوم، اصول او کړنلارې د لومړي ځل لپاره (( شانفلوري )) په خپلو ليکنو کې په ( ۱۸۴۳ ) کال يادې کړې او د  (( رياليزم په مانيفست )) کې يې داسې وليکل : (( د رياليزم سرليک ما پورې اړه لري، لکه څنګه چې درمانتيزم نوم د ( ۱۸۳۰ م ) کال ليکوالو او شاعرانو پورې تړل کيږي ))شانفلوري د هغه وخت له ټولو دوديزو  ليکنو او ليکوالۍ څخه ډډه وکړه او هغه کسان يې وغندل چې رومان يې د دعوانامې په توګه خلکو ته وړاندې کاوو، ده هغه ليکوال (اوژن سوو الکساندر دوما ) چې د ژوند په واقعيتونو يې بارو نه درلوداو خپل ځان يې تخييل ته ورسپارلی و، حمله وکړه او هغه شاعرانه رومانونه چې د ( ژرژساند سبک ) ليکل شوي و، په احساساتي لحن تقبيح او نفی کړل .او يوازې د بلزاک د ليکنې   لاره يې غوره کړه.

کوربه د خپلې عقيدې په هکله داسې ويل : (( پوهېدل، د ترسره کولو لپاره! دا زما عقيده ده ! د خبرو کولو توان، اخلاق،عقايد، ټولنيز شخصيت چې په کې ژوند کو، د ژوندي هنر را منځته کول، زما موخه ده. او زياته به يې کړه: ښوونځي، سبکونه او پخواني تړونونه مې نه خوښيږي، دا راته ډېره ګرانه ده، چې خپل ځان د رياليزم د کليسا په چاپيريال کې بندي کړم، زه په هنر کې پرته له صميميت څخه بل څه نه پېژنم  .)) 

 په ( ۱۸۵۲م ) کال يې خپل اصول او کړنلاره خلکوته بيان  او وويل: يو رومان ليکونکی مخکې له دې چې روما وليکي، بايد د خلکو بهرنی حالت مطالعه کړي، بېلابېلې پوښتنې ترې وکړي او ځوابونه ته يې پاملرنه وکړي. همدارنګه خپلو عادوتونو ته دې پاملرنه وکړي حتا د اړتيا په صورت کې دې له خپلو ګاونډيو څخه وپوښتي، له دې وروسته دې د رومان په ليکنې پيل وکړي. داکار به په رومان ليکنه کې د ليکوال تخيل ته ځای پرې نه ږدي .

 دا په داسې حال کې ده چې دده يو دوست (( دورانتي )) يوه مجله د رياليزم په نوم خپره کړه، چې دپنځو مياشتو له دتېرېدوڅخه وروسته وتړل شوه. ددې مجلې تړل کېدل دريالستانو مبارزه ونه دروله… بلکې دوی د رياليزم لپاره د اصولو او قواعدو ترڅنګ د ريالستيکو اثارو د ليکلو په فکر شول، چې همداسې وشول، خو ليکل شويو اثارو په ټولنه کې کوم ځانګړی ارزښت ونه موند. خو د وخت متفکر ريالستان ( سنت بوو، برونتير، اپليت …) چوپه خوله پاتې نه  شول او ځانونه يې د رياليزم مدافيعن کړل. دوی د بلزاک او استندال د اثارو ستاينه وکړه اود هغوی رياليزم يې شرح کړ. په دې ډول سره رياليزم ادبي ښوونځی د ( ۱۹ ) پېړۍ په دويمه نيمايي کې د يوه ستراوځواکمن ادبي مکتب په توګه وپېژندل شو. چې دېرو غښتلو ليکوالو؛لکه:بلزاک،ګوستاو فلوبر،موپاسان،،چارلز ديکنز، تورګنيف، تولستوی،د استايوسکي، استاندال، برتولت برشت او داسې نورو رياليزم ادبي مکتب ته اړوند بې څاري اثار وليکل.

رياليز د نړۍ بېلابېلو برخو ته پراختيا وموندله .خو په فرانسې او روسيه کې  تر نورو هېوادونو او سيمو زيات پرمختګ وکړ. په دغو دوو سيمو ( فرانسه او روسيه ) کې ډېر غښتلي ريالستيک ليکوالان رامنځته شول،چې رياليزم ته يې د نورو هېوادونو د ليکونکو  په پرتله ډېر پرمختګ او شهرت ور په برخه کړ. پاتې دې نوي چې چارلز ديکنس ( ۱۸۱۲ ۱۸۷۰ )  د انګلستان خورا مشهور ليکوال، رياليزم د طنز سره يوځای انګليسانو اونړۍ ته ورپېژاند. بيا بله خوا رياليزم په روسيه کې د ( ۱۹ ) پېړۍ په پای او (۲۰ ) پېړۍ په پيل کې  د نورو هېوادونو په پرتله خورا زيات پرمختګ وکړ،چې دا پرمختګ ددې لامل شو چې رياليزم د روسي ادبياتو د يوې مظبوتې پايې په توګه ومنل شي. چې بيا د وقت په تېرېدو سره په دې هېواد کې رياليزم په دريو مرحلوووېشل شو، اوس د هغو دريو څانګو په پېژندنې سربيره د دياليزم نور ډولونه هم په لڼد ډول در پېژندل کيږي:

د لومړني  رياليزم دور

دا دوره  د روسي ادبياتو تر ټولو ځلېدلې او مغتمه ادبي دوره شمېرل کيږي. دې دورې له ځان سره داسې نړۍ شموله ليکوال را وزېږول چې څاری يې بيا دروسي او نړۍ ادبياتو په برخه کې نه تر سترګو کيږي. ددې ليکوالو له ډلې څخه ځينې يې دادي : ګوګول، لئوتولستوی،چيخوف، تورګنيف، ګونچارف او استايوسکي او داسې نور دي . په دغه دوره کې تر ټولوغوره ادبي شهکارونه د ( ۱۸۴۰ ۱۸۸۰ م ) کلونو ترمنځ وليکل شول.

انتقادي رياليزم

 (( ګورکي )) چې دځوانۍ مراحل  يې په سرګردانۍ او بې ځايه ګرځېدو کې تېرول،دليکنې  لپاره کوم ځانګړی سبک نه درلود، دی د لنډو رومانتيکي ليکنو په ليکلو سره د ادب ډګر ته را دننه شو. نوموړي په خپلو  ليکنو کې د بشر پالنې او ژوند ته د ځانګړې پېژندنې له امله يې چې په اثارو کې شتون درلود، خورا زيات مشهور او وپېژندل شو. همدا لامل و چې ګورکي  د هغو کيسو په ليکلو پيل وکړ چې دده له ژوندانه څخه يې سرچينه اخيسته. د ليکلو بهير يې داسې رومانونو (( فاماګارديف او مادر )) ته لاره هواره کړه چې دانتقادي رياليزم پيلامه ګڼل کيږی. په پايله کې ويلی شو؛چې انتقادي رياليزم  د ماکسيم ګورګي ( ۱۸۶۸ ۱۹۳۶ ) له خوا را منځه شو، چې بنسټ اېښودونکی يې هم بلل کيږي. ددې رياليزم بنسټ په روسيه کې د انقلاب  څخه مخکې د روسيې په ټولنيز حالت نيوکه او همدارنګه د خوارو او بې وزلو وګړو دکړاو او محنت شرح بلل کيږی.

د بورژوا ريالېزم 

دغه اصطلاح ده چې د آلمان د ادبياتود نولسمې پېړۍ په دويمې نيمايي ريالېستي  جريان ته کارول کيږي، چې وروسته د ( ۱۸۴۸ م ) کال انقلاب تر ماتې د آلمان بورژوازې  سياسي او ټولنيز حالت ته سر ټيټ کړ.او پر دې راضي شوي وو، چې له پراخې اقتصادي آزادۍ څخه ګټه پورته کړي او د آلمان  يو موټي کېدو ته سترګې په لاره وو، دغه حالت د هغه وخت پر ادبياتو هم تاثير وکړ. کومې بيانيې به چې خپرېدلې او همدارنګه د Die grenzboten   او Deutsches Muzeum په مجلو، جوليان شميدت Schmidt او ګوستاو فرتيګ G.Freytag د انقلاب ته د وفادارو شاعرانو پر شعرونو ټينګار کاوه او د کلاسيکې دورې د ښکلا پېژندنې خاصو قالبونو او مستقلو هنري آثارو ته د بېرته ورګرځېدو غونښته نه کوله چې د ټولې نړۍ ښکارندوی وي. بلکې غوښتل يې چې ليکوال ټولنې ته چې هرڅه وړاندې کوي؛ د واقعيت او حقيت په تله تلل شوې خبرې وي .(اول خېل : ۱۴۵)

جادويي رياليزم 

جادويي رياليزم، جادو او واقعي ژوند نړۍ سره ګډوي ماوراء طبيعي  څيزونه، موجودت اويا پېښې له ورځني  ژوند سره داسې غاړه غړۍ کوي چې لوستونکی،عيناً د کيسې د داخلي کرکټرونو په څېر، متعجب کوي او د حقيقت او تخيل تر منځ کرښه ترې ورکوي. دغه سبک د نولسمې پېړۍ په شلمه لسيزه کې د داستان ليکنې په ډګر کې رواج وموند په دغه ډول آثارو کې ليکوال د خپل ټاټوبي د تاريخي او ټولنيزو پېښو بيان له افسانو او قومي باورونو سره ګډوي او هغه د همدې باورونو او افسانو په پام کې نيولو سره بيان او تفسيروي.

شاليد: 

د جادويي رياليزم (Magical Realism) اصطلاح لومړی ځل د جرمني هنر پېژندونکي، فرانس رو، له خوا په ۱۹۲۵ کې مطرح شوه چې د خپل هېواد د نوې-ريالستيکې انځورګرۍ نوی سبک پرې تشريح کړي؛  وروسته د لاتين امريکا داستانو ته هم وکارول شوه او اوس په نړيوالو کيسه‌ ييزو ادبياتو کې، غالباً، تر ټولو مهم  سبک دی : ( دضمير څار له مقالې څخه )

ټولنيز ياسوسيالستي رياليزم

د رياليزم دا ډول په روسيه کې د انقلاب څخه وروسته  د يوه رسمي ادبي مکتب په توګه را منځته شو. سوسياليستي رياليزم نظريه په پخواني شوري اتحاد کې چې  د ( ۱۹۳۴ ۱۹۸۰ م ) ترمنځ  مروجه او نورو کمونستي هېوادونو ته يې پراختيا وموندله. دا نظريه د شوري اتحاد په خلکو کې دومره غښتلې شوه،چې ليکوال يې په اجباري توګه دې نظريې ته تابع کول. ځکه هغوی هنر او ليکوالي د سوسيالستي ټولنې د آرمانونو د انګازو يوه غوره وسيله ګڼله. او هنرمند او ليکوونکی به يې په يو ډول نه يوډول د حکومت خادم ګڼل او يا د استالين په قول ليکوال او هنر مند ته يې د انسان د ارواحو مهندس ويل… هغه ليکوالان چې ددې مفکورې په خپرولو کې يې زياته ونډه درلوده عبارت دي له : ماکسيم ګورکي، ژدانف او کارل رادک…لکه څنګه  موچې يادونه وکړه درياليزم ادبي مکتب مفکوره يوازې په همدې دريو هېوادونو ( روسيه، فرانسه او انګلستان ) کې محدوده پاتې نه شوه،بلکې د نړۍ نورو هېوادونو کې د هماغه هېوادونو د ټولنيز شعوراوپوهې دکچې په اساس پرمختګ وکړ.چې له دې جملې څخه:ايتاليا،اسپانيا،اسکانديناوی،يوګوسلاويا،پولنډاو رومانيا د يادولو وړ دي. خو بايد دا په ډاګه کړو چې د پورته يادو شويو هېوادونو ليکوالان د هماغه دريو هېوادونو د ليکوالو د مفکورو څخه متاثر شوي ليکوالان وو،چې په خپلو اثارو کې يې د دوی لاره او نظريه خپله کړې ده .

ماخذونه 

  1.  سيد حسيني، رضا. ( ۱۳۹۱ه.ل ). مکتب های ادبي ( لومړی ټوک )،تهران : د نګاه خپروندويه ټولنه .
  2. اوخېل، فريد الله. ( ۱۳۹۴ ه.ش ). د رياليزم ادبي مکتب پېژندنه، خپرونديه : د افغانستان ملي تحريک، فرهنګي څانګه .
  3. راسخ، محمد صالح. ( ۱۳۹۵ ه.ش ). نظريات ادبي،مزار شريف: ثقافت خپروندويه ټولنه .
  4. شينواری، دوست. ( ۱۳۶۲ه.ل ) د ادب تيوري اساسونه. کابل: دولتي مطبعه .
  5. بهاند، لطيف.( ۲۰۱۵م ). رياليزم او ضد رياليزم،خپروونکی: پښتو ادبي غورځنګ، شالکوټ.
  6. آريانا دايرته المعارف.رياست. د افغانستان د علومو اکاډمۍ. کابل: نبراسکا مطبعه .
  7. نصيري، روح الله. استاد يار ګروه معارف قران و اهل بيت، دانشګاه اصفهان ، څېړنيزه مقاله .
  8. څار، ضمير. ( جادويي رياليزم )، څېړنيزه مقاله .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب