پنجشنبه, اکتوبر 17, 2024
Home+ستاینه او تشویق | زهير سپېڅلی

ستاینه او تشویق | زهير سپېڅلی

هـر انسان غـواړي، چي پـه خپلو چارو کې بريالی وي او پرمختګ پکې وکړي.
هر څوک د پرمختګ کوښښ کوي او دا یې هيله وي، چي ورځ تر بلې ښه شي.
په کار کې پرمختګ له کار او کسب سره مينه زياتوي او انسان تشويقېږي، چې ډېر څه وکړي.
موږ بايد دا زده کړو، چې څومره پر خپل پرمختګ خوشحاله کېږو، هغومره د نورو  پرمختګ ته هم خوشحاله شو.
د هيچا پرمختګ زموږ د پرمختګ خنډ نه دی او نه زموږ د پرمختګ مخه نيولای شي.
د هيچا کاميابي زموږ ناکامي نه ده؛ بلکې شايد د ځينو ناکامي زموږ د ناکامۍ سبب هم شي.
د بل وړاندي کېدل/تلل زموږ د درېدو/ پاتېدو معنا نه لري. شايد د هغو له وړاندي تللو سره موږ هم مخته لاړ شو.
په قطار کي ولاړ کسان چي څومره مخته ځي، هغومره ژر موږ ته نوبت رارسېږي.
که مو د بل پر برياليتوب او پرمختګ زړه خوړ، موږ هم مخته نشو تلای او بريا مو شکمنه کېږي.
که مو د بل لاري ورانولې، زموږ لاري به هم ابادي پاتي نشي، چي بيا ډاډه زړه ورباندي لاړ شو.
که مو د بل ناکامي غوښته، موږ هم کاميابېدلای نشو؛ ځکه کله– کله  د يوه له ناکامي سره  د بل ناکامي هم تړلې وي.
که نورو ته په شر او تاوان رسېدو خوشحاله کېدو؛ موږ به  هم پر خير او ګټه پېښ نشو.
د هيچا پر بريا او پرمختګ مه خفه کېږئ!
له دې ناوړه ناروغۍ  ځان وساتئ!
نيت پراخ کړئ!
حوصله دنګه وساتئ!
زړه لوی کړئ!
د نورو په بريا کي خپله بريا ووينئ او له خپل برياليتوب سره د نورو بريا هم ولمانځئ!
هيڅکله داسي فکر او نيت مه کوئ، چي د بل په ناکامۍ کي خپله کاميابي غواړئ.
د هر چا بريا او پرمختګ د هغو حق دی، د بل په حق ګټلو خپګان مه کوئ!
چېرته چي يوه شمع لګېږي، که لس نوري هم ورسره ولګوئ؛ لومړۍ شمع هم هغه رڼا کوي او د لسو شمعو په لګولو هم خپله رڼا نه بايلي. د هر انسان بريا، پرمختګ، خوشحالي او کاميابي د ده خپله ده؛ نه ئې نور ترې اخيستای شي او  نه د نورو برياليتوب د ده بريا له منځه وړلای شي.
د يو و بل د غندلو پر ځای يو و بل وستايئ!
د يو و بل له لاري موانع او خنډونه ليري کړئ؛ شايد يو وخت تاسو هم پر هغه لار راشئ.
که واقعاً د يو چا پر، پرمختګ وياړئ او خوشحاله کېږئ؛ په رښتيا ئې ستاينه وکړئ او په اخلاص ئې تشويق کړئ!
ستاسو ستاينه او تشويق هم د يو چا په بريا کي رول لري او يو څوک تر بريا رسولای شي.
که په زړه کي ئې پرمختګ نشئ زغملای، زړه ورته خورئ؛ مهرباني وکړئ  مصنوعي تشويق ته ئې لاسونه مه پړکوئ!
د موقتي خوشحالۍ لپاره ئې کاذبه او دروغجنه ستاينه مه کوئ!
څه چي کوئ، ښه په اخلاص او صداقت ئې وکړئ! حتا په دښمنۍ کي هم اخلاص خوند کوي.
هر څوک دي بريالی وي او هر چاته خپله بريا مبارک شه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب