جمعه, جون 28, 2024
Homeخبرونهیوځل بیا ادعا وشوه چې طالبان د ټي ټي پي غړي له...

یوځل بیا ادعا وشوه چې طالبان د ټي ټي پي غړي له ډیورند کرښې لېري کوي

تاند (یکشنبه،د سرطان ۳ مه) راپورونه وايي، طالبان غواړي چې د ټي ټي پي یا تحريک طالبان پاکستان غړي د ډیورند کرښې ته له نژدې سيمو څخه د افغانستان نورو ولايتونو ته ولېږدوي.

خامه پریس خبري اژانس بې له دې چې د خپلې سرچینې یادونه وکړي، د نامعلومو سرچینو په قول ویلي چې دا پرېکړه د طالبانو، پاکستان او چین ترمنځ له څو میاشتو خبرو اترو وروسته کېږي.

د سرچینو پر اساس، په افغانستان کې طالبان هڅه کوي چې د TTP جنګیالي دیورند کرښې ته له څیرمه سیمو څخه په تېره بیا له خوست ولایت څخه د افغانستان نورو ولایتونو ته انتقال کړي.

اژانس د خپلو سرچینو په قول ادعا کوي چې (ټي ټي پي) د خپلو جنګیالیو د لیږدولو په اړه د طالبانو پر پریکړې اندیښنه څرګنده کړې، او په دې اړه خبرې لاهم روانې دي.

دا پرېکړه په پاکستان کې له وروستیو بریدونو او د خیبر پښتونخوا په بشام کې پر چینايي اتباعو له برید وروسته کېږي.

د خامه پریس پر اساس، د طالبانو د بریدونو د مخنیوي هڅې د چین په منځګړیتوب د خیبرپښتونخوا په بشام کې د چینايي انجینرانو پر یوه موټر تر برید وروسته ګړندۍ شوې، چې په پایله کې یې د پنځو چینايي اتباعو په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شول.

د پاکستان حکومت پر طالبانو تور پورې کوي چې پاکستاني طالبانو ته یې پناه ورکړې ده. اوس، افغان طالبان پلان لري چې دغه جنګیالي له سرحدي سیمو څخه شمالي او لوېدیځو ولایتونو ته ولېږدوي، که څه هم تراوسه د هغوی د انتقال د ځای لپاره ځایونه نه دي په ګوته شوي.

خو د سیمې د چارو نظرخاوند حبیب الرحمن تلاش وايي، «دا ډول خبرونه د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارې د دې لپاره خپروي چې دنیاوالو ته وښيي چې د ټي ټي پي غړي په افغانستان کې دي او پاکستان د افغانستان له کبله نامن دی.»

د تلاش په باور د ټي ټي پي غړي اوس د خیبرپښتونخوا په هغو سیمو کې، چې پخوا قبایلي ایجنسۍ بلل کېدې، کلکې مورچې لرزي، له خلکو مالیې اخلي او اقریباً رسمي دفترونه لري.

د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې یوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي د ترکیې انادولو خبري اژانس ته وویل چې اسلام اباد د طالبانو له کورنیو چارو وزارت سره موافقه کړې چې پاکستاني طالب جنګیالي له پولې څخه د افغانستان لویدیځ ته انتقال کړي.

د انادولو اژانس د راپور له مخې، پاکستان به د ټي ټي پي د غړیو د لېږدولو مصرف ورکړي.

تر دې پخوا هم دې ته ورته اوازې خپرې شوې وې خو وروسته څرګنده شوه چې په افغانستان کې د ټي ټي پي د پام وړ غړي نه شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب