جمعه, جون 28, 2024
Home+د ویانا په لور؛ په دوه جلا جلا غونډو کې ګډون| شاه...

د ویانا په لور؛ په دوه جلا جلا غونډو کې ګډون| شاه محمود میاخېل

تجربو ښودلې، چې د نفې او انحصار د قدرت سیاست تاواني دی. د یو بل منل، په مباحثې او مذاکرې باور د راتلونکي مستحکم سیاسي چتر د ایجاد لپاره لومړنۍ پوړۍ ده.
مهمه مساله دا نه ده چې څوک په کومه غونډه کې ګډون کوي او یا نه کوي خو مهمه مساله دا ده چې د ګډون کوونکو موقف به په غونډو کې څه وي؟
زمونږ، د جمهوري غوښتونکو خوځښت او ورسره نورو همفکره سیاسي جریانونو د ملګرو موقف واضحه دی، چې مونږ د جنګ مخالف او د بین الافغاني ډیالوګ پلوي یو. د نفې او انحصار د قدرت د سیاست مخالف او د جمهوري ارزښتونکو په رڼا کې په ولسواکۍ عقیده لرو. مونږ د همه شموله حکومت مخالف خو د همه شموله پروسې حمایت کوو چې ټول افغانان د اساسي قانون په چوکاټ کې مساوي حقوق ولري.
کله چې وایو مونږ د جنګ مخالف، ډیالوګ او سولې ته لیواله یو، نو سوله او ډیالوګ څوک د همفکره کسانو سره نه کوي بلکې د مخالفو فکرونو، جریانونو او ډلو سره ډیالوګ تر سره کیږي چې په یوې منځګړې لارې باندې د هیواد او د عامو خلکو د ګټو په نظر کې نیولو سره توافق وشي.
زمونږ موقف اصولي او پروژوي نه دی چې تغیر شي. همدا موقف مونږ دوه کاله د مخه د لومړي ځل د پاره د جمهوري غوښتونکو د خوځښت له ادرسه نه اعلان کړ او اوس همدا روایت د جنګ او د نفې د سیاست د روایت په عوض منل شوې منطقي روایت دی.
دغه اهدافو ته د رسیدلو په منظور د ټولو خواو سره خبرو ته تیار یو او خبرې ورسره کوو. په غونډو او کنفرانسونو کې برخه اخلو او د بیلابیلو خواو سره تماسونه نیسو.
زمونږ امید همدا دی، چې همدا روایت تقویه شي او د طالبانو په شمول هیڅوک یو بل نفې نه کړي.
په حقوقي لحاظ، مونږ نه شو کولې چې د یوې دورې ټول کسان مجرم وګڼو بلکې جرم انفرادي مساله  ده او که چا جرم کړې وي، د چا مال یې خوړلې وي او یا دولتي مال یې غصب کړې وي، او داسې نورو جرمي مسایلو ته د رسیدو په خاطر، مونږ په افغانستان کې یو قانونمند او مشروع نظام ته اړتیا لرو چې قانون بې له توپیره، تعصبه، تبعیضه او په شفافه توګه په ټولو افغانانو باندې یو شانته د با اعتباره عدلي او قضایي ارګانونو له لارې تطبیق کړي.
د تیرو پنځو لسیزو د جنګونو او خبیثه دایرې د جوړیدو له امله که یوازې تورونه په یو بل ولګوو او قانوني مرجع وجود ونه لري، چې تورونه وڅیړي، داسې کړنې سیاسي فضا نوره هم کړکیچنه کوي او زمینه نیابتي رقابتونو او جګړو ته مساعدوي. دا یو واضح حقیقت دی چې په نیابتي رقابتونو او جګړو کې د افغانانو خیر نه شته دی.
که په ماضي یوازې بحث وکړو، درس ترې وانه خلو او د راتلونکې لپاره تګلاره ایجاد نه شي،داسې حرکتونه، حاکمیت، غونډې، سیمنارونه، د ایکس سپیسونه، د رسنیزو او د ټولنیزو شبکو بحثونه څه ګټه نه لري او نتیجه هم نه ورکوي.
ښه خبره دا ده، چې هغه زاړه روایتونه، بحثونه او تګلارې چې د نظامونو د سقوط او د داخلي جنګونو، سیمه ییزو او نړېوالو د رقابتونو او نیابتي جګړو سبب ګرځیدلي دي، ترې ډډه وکړو او د راتلونکې لپاره په نوي روایتونو او نوو تګلارو کار وکړو.
طالبان او هم د طالبانو مخالفین باید د تاریخ څخه عبرت واخلي او د هېواد او خلکو د خیر او بقا په خاطر په خپلو کړنو کې مثبت تغیر راولي. د یو موټي او پر ځان بسیا افغانستان لپاره باید د مذاکراتو او بحثونو هېڅ موقع ضایع نه شي.
د تاریخ څخه د عبرت په اخستنې یوازې د افغاني ملي روایتونو او ارزښتونو  په رڼا او حمایت سره  ملي وحدت ایجاد کیدلې شي ځکه د ملي ارزښتونو نه په غیر، قومي ، ژبني، سمتي او اډیالوژیکې روایتونه نشي کولې چې د افغانستان اوسني او راتلونکو ستونځو لپاره د حل پیدا کړي.
په درنښت
شاه محمود میاخیل د جمهوري غوښتونکو خوځښت د مؤسیسینو د ډلې غړی او د سیاسي اړیکو مسوول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب