شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+هوا محل، جيپور، راجستان | زلمی شهباز

هوا محل، جيپور، راجستان | زلمی شهباز

هوا محل، یا “د تازه هوا اخيستو لرغونې ماڼۍ” په 1799 کې د هند په جیپور کې د (مهاراجا سوای پرتاپ سینګ) د واکمنۍ په دوره کې جوړه شوې ده. هوا محل پینځه پوړيزه تاريخي ماڼۍ ده، په دې ماڼۍ کې 953 کړکۍ په ځانګړي هنر کښل شوې دي؛ په دې کړکيو کې به شهزادګۍ او شاهي مېرمنې د تازه هوا اخيستلو او د سړکونو جشنونه او ورځني ژوند د نندارو لپاره درېدې، خو هغوی به له باندې نه ليدل کېدې، ځکه د هوا محل کړکۍ د معمارۍ په حيرانوونکي هنر د مرمرو پر جالیوو پوښل شوې او د شهزادګيوو او شاهي مېرمنو سَتر او محرمیت يې ساتلی و.
 هوا محل د ښکلې معمارۍ او تاریخي اهمیت له پلوه د هند د جیپور او راجستان د بډایه کلتوري میراث ځلانده بېلګه ده.
هوا محل د راجپوت او مغل معمارۍ ګډ ترکيب او سټایل دی. د دې ماڼۍ ښکلې او پیچلې ډیزاین شوې کړکۍ چې د (جاروخاس) په نوم يادېږي، نه یوازې د هغه وخت د شاهي مېرمنو ستر يا پرده ساتله، بلکې د جيپور په ګرمۍ کې داسې  تازه هوا هم چمتو کوي لکه د اوسنۍ تکنالوژۍ آی سي ګانې، دا کړکۍ هم د جيپور د تاوده اوړي په موسم کې ماڼۍ یخه ساتي.
هوا محل د مشهور یادګار په توګه د جيپور په ښکلي لرغوني ښار کې دنګه ولاړه ده او د نړۍ له ګوټ ګوټه سيلانيان او ګرځندويان د لیدو لپاره ورځي.
د مغل امپراتورۍ او راچپوت په دور کې محلونه (ماڼۍ) په هندوستان کې ډېر مشهور شول، د دوی په واکمنيوو کې ښکلې محلونه جوړ شوي، چې د سترو فکرونو او هنري تخیولاتو هيښوونکي ميراثونه دي.
محلونه د زړه وړنکې معمارۍ او شان و شوکت له مخې ډېر مشهور دي چې د لرغوني ادب، نظم او نثر لويه برخه يې پنځولې ده، بېلګه يې:
 له محلونو نه يرېږمه
تا سره زه پټه په جونګړه کې اوسېږمه
و ملنګه ياره!
د راجستان په دې پلازمېنه جيپور کې ګڼې نورې لرغونې ودانۍ هم شته او د وګړو د لاسي صنایعو لوی نړيوال بازار لري، چې د هندي هنر او توليدي توکي په کې پلورل کېږي.
جيپور زړه وړونکی ښار دی، لرغونې پلازمېنه ده، د نړيوال ګرځندوی لويه جاذبه، دمهمارۍ هنر ستره بېلګه او د ټنګ ټکور، سندرو او ګډاګانو رنګين ښار.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی