شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+ګلى او د غرونو ملکه | محمود مرهون

ګلى او د غرونو ملکه | محمود مرهون

دا یوه غرنۍ سیمه وه، په دې غرنۍ سیمه کي یو کوچنی کلی وو، په دې کلي کي یو مسکین سړی اوسېدئ نوم یې ګلی وو، یوه یې ښځه وه او دوه یې کوچني زامن وه ګلی ډېر ساده وو، پر دنیا یې یو کار نه و زده  د خپل کور د پاللو لپاره به سهار وختي غره ته ولاړى هورې به یې خاص ډول بوټي وکړل دغه به یې کورته راوړل په کلي کي یو طبیب وو، پر دغه به یې خرڅ کړل یو څه پیسې چي به لاس ته ورغلې په دغه به یې د کور ګوزاره کوله.

یوه ورځ سهار وختي ګلی په خوارۍ پسي د کوره وتئ ماینې یې ورته ویل چي کوچنی د برایي راهیسي ناجوړه دئ، تبه یې ده نن وه طبیب ته ووایه چي مزدوري یو څه ډېره درکړي یوڅه دوا به په رانیسو.

ده هم د ماینې خبري په غوږ کي ونيولې دباندي راووتئ، نن ګلی ډېر فکرجن وو، د ځان سره یې ویل چي مزدوري مي ډېره لږ ده د کور ګوزاره مي ډېره ګرانه ده، په دغه سوچو کي ډوب غره ته ورسېدى او کرار کرار ورختى لېکن نن یې داسي محسوسوله لکه په پښو کي چي یې د پخوا په رنګ طاقت نه وي خو په ډېر کوښښ سره غره ته وختى او هلته په حکیمي بوټو پسي ګرځېدى لږ ګړی لا نه وو تېر سوی چي د یوې خوا څخه درې څلور هلکان را روان دي یوه بزه یې را تناو کړې ده او په زوره یې را کشوي.

دبزې حالات ډېر خراب وو، ژبه یې دباندي راوتلې وه، پښې یې زخمي وې، ویني تر بهېدلې او داسي مالوميدله لکه بزه چي ډېره سخته تږې وي، د ګلي زړه پر وسو دستي ور ولاړ سو هلکوانو ته یې ویل چي دا بزه مو د کمه ځایه څخه راوستلې ده او پر کمه یې بیاست دا خو ټپي ده او وږې و تږې هم ده، خو حیوان دئ یو څه زړه سوی پر وکړئ.

هلکانو په زوره وخندله، و ګلي ته یې ویل دا بزه مو د ها بل غره څخه راوستله هلته یوازي ګرځېدله راتناو مو کړل، مګر ته څوک یې چي داسي تودې پوښتنې یې کوي ځه ورځه خپل کار دې کوه!

ګلي ورته ویل تاسي دا بزه څه په کوئ ؟

دوئ یو بل ته سره وکتل وروسته یې ویل چي موږ یې خرڅوو که چيري نه خرڅېدله بیا یې په خپله حلالوو خورو یې ، که چيري ستا پر دې بزه ډېر زړه سوځي راڅخه را یې نیسه بیا چي دې هرڅه په کوله.

ګلي بزې ته وکتل وروسته یې دوئ ته وکتل او ورته وې ویل، ما به ضرور رانیولې وای که مي پیسې درلودلای زه خوپيسې نه لرم .

هلکانو ورته ویل دا پټو دي راکړه د پټو په بیه به بزه درباندي خرڅه کړو ، ګلی په سوچو کي ډوب سو چي په پټو د بزې سودا ورسره وکړم که نه اخیر یې پټو د اوږې څخه ایسته کړ ،دوئ ته یې ورکړى چي ها دغه دئ، هلکانو پټو واخستى بزه یې ګلي ته ور کړله او خوښ خوشاله خپلو خپلو کورو ته روان سول.

د دوئ تر تګ وروسته ګلي ټپي بزه په غېږ کي راواخیستله نژدې یوه د روڼو اوبو واله وه دې ته ورغئ، هلته یې بزه اوبه کړه وروسته یې د بزې ټپونه ورپاک کړل تر دې وروسته ورغئ تر یوې درختي لاندې کښېنستئ او بزه یې و څنګ ته په درخته پوري وتړله، یو ګړی وروسته که یې کتل یو لویه ښکروره بزه راغله دې بلي بزې چي دغه ښکروره بزه ولیدله دستي یې ور الا کړه په غېږ کي ورولوېدله   دواړو یو ګړی امبا امبا او مي مي سره وکړه، دغه لویه ښکروره بزه د دې بلې بزې مور وه ګلی ډېر خوشاله وو، چي ځه هغه ده مور یې راغله ګلی په دغه سوچونو کي وو، چي ناببره یوه ناشده پېښه وسوه یو وار دودان جوړ سوه یو ګړی وروسته چي دودان ورک سول که یې کتل لویه ښکروره بزه په ښاسته او ښکلې ښاپېرۍ بدله سوې ده او هغه بله بزه هم د یوې کوچنۍ ښاپېرۍ په بڼه سوې ده.

ګلی وارخطا سو، چي دا څه څه کيسه ده ګوته یې په غاښ ورته ونیوله په دې مابنځ کي ښاپيرۍ پر ږغ کړه، اې سړیه تا خو زما لور د ظالمانو د ظلمه څخه خلاصه کړه پر ما دي ډېر لوی احسان وکړى کنې هغه هلکانو،خو زما لور را وژله ځکه زه اوس غواړم چي دښو په بدل کي زه هم ښه درسره وکړم هسي هم ته یو بې وزله او غریب سړی یې دماښام په ګوله پوري حیران یې وایه څه انعام درکړم؟

ګلي ورته ویل رښتیا خبره به درته  وکړم زه ستا څخه بېرېږم لومړی دا راته ووایه چي ته څوک یې او دلته څه کوې ؟

ښاپېرۍ ورته ویل زه دغرونو ملکه یم او خدای ماته دا صلاحیت راکړی دى چي زه ځان په هره بڼه کولای سم ، وروسته ښاپېرۍ و دې کوچنۍ نجلۍ ته په ګوته سره اشاره وکړه او وې ویل چي دا زما لور ده، خو په دې کي خدای دغه طاقت نه دئ اېښی که یې چيرته دغه طاقت درلودلای چي په هره بڼه سوې وای نو بیا به ولي هغه هلکانو نیوله او که چيري دغه نجلۍ تانه وای ځيني را خلاصه کړې او دوى د ځانه سره وړې وای نو بیا یې حتماً وژله.

وروسته د غرو ملکي ګلي ته ویل خیر اوس دا راته وایه چي په انعام کي څه شی غواړې؟

ګلي ورته ویل که ته ماته انعام راکول غواړې نو د هغو هلکانو څخه زما پټو بیرته ځيني راواخله زه دونه پیسې نه لرم چي بل پټو په رانیسم، دغرو ملکې وخندل او و ګلي ته یې ویل ای ساده سړیه ته هغه زوړ پټو څه کوې زه به داسي پټو درکړم چي ډېر مشکلات به دي در حل کړي.

ښاپېرۍ لاسونه سره وغوړول په خوله کي یې یو شی وایه یو ګړی بعد یې پر خپلو لاسو چوپ کړه یو ښایسته پټو په لاس ورغئ،ګلي چي پټو ته وکتل فکر یووړئ، د غرو ملکې پټو ورکړى، چي ها دغه دئ ډېر د کار پټو دئ پرځان یې اچوه که یو ځای ته تلې چي پر مځکه یې هوار کړي او پر ودرېږي او ورته ووایې چي ما فلانکي ځای ته بوزه، د سترګو په رپ کي دي هغه ځای ته رسوي.

او د دې یوه بله خوبي دا ده چي هر وخت وږی سوې دغه پټو هوار کړه او امر ور کړه چي وږی یم خوراکونه راوړه، پر پټو به په یوه ګړي کي رقم رقم خواړه هوار سي دغه پټو به په سترخان بدل سي چي زړه دې وي هغه نعمتونه به پر دغه سترخان موجود وي او کله چي دي ځان موړ کړ بیرته به پټو خالي سي، د  غروملکې چي دغه خبري وکړې د ګلي څخه یې رخصت واخستى او ولاړله.

د غرو د ملکې تر تګ وروسته ګلي دغه نوی او ښایسته پټو ته په غور سره وکتل د ځانه سره یې ویل چي تر دې دمخه چي کورته یې یوسم او خپلي ښځې ته یې خوبایي ووایم باید تر هغه دمخه تجربه په وکړم چي رښتیا هم په دې پټو کي دغه خاصیتونه سته که یا؟

ګلي دستي پټو پر مځکه هوار کړى امر یې ورکړ چي راوړه خوراکونه !

رښتیا هم پټو په رنګا رنګ خورکو ډک سو، ګلي ځان موړ کړى وروسته سترخان بيرته خالي سو ګلی پر کښېنستئ امر یې ورکړى چي کورته مي بوزه، سترخان په هوا سو په یوه شېبه کي ګلی د خپل کور په غولي کي راکښته سو ماینې او کوچینانو چي ورته وکتل د ډېري خوشالۍ څخه یې خوله نه سره ټولېدله کوچنیان راغله په پښو پورې یې ومښتله ماینې یې په مینه پوښتنه ځيني وکړه چي سړیه دا څه نکل دئ کیسه کوه دا دونه ښایسته پټو دي دکمه کړى ؟

ګلي به اوس کیسه ورته کوله په دي مابنځ کي ټول خلګ د ګلي دوئ د کور د دروازې مخ ته سره ټول سول، دا ټول هغه خلګ وه چي ګلی یې پر دې پټو ناست کورته د راتلو په حال کي لیدلی وو،ټول حیرانۍ اخیستي وه .

ګلي خپلي مایني ته ویل چي ته دا پټو خوني ته یوسه پټ یې کړه ، ماینې یې پټو خوني ته یووړئ او پټ یې کړى،ګلی ورغى د دروازې څخه یې د کلي خلګ جواب کړل چي خلګو ځئ ولاړ سئ خپلو خپلو کورو ته هیڅ کیسه نه ده ځئ په مخه مو ښه!

د غرمي وخت سو ګلي خپلي ماینې ته ویل چي نن دي څه شي ته هوا کيږي چي سره وې خورو؟

ماینه یې حیرانه سوله او ورته  ویل یې چي سړیه په کور کي داوړو ذره نسته …

ګلي ته خندا ورغله ورته ویل ئې بختوري چي خدای مهربانه سي بیا نو مشکلات نسته، وروسته ګلي پټو هوار کړى او امريې ورکړ چي راوړه ښه خوندور خواړه دسترګو په رپ کي پټو د ښو ، ښو نعمتو څخه ډک سو ټولو ځانونه ماړه کړل او وروسته یې دخدای شکر ادا کړى.

تر مړېدو وروسته ګلي خپلي ماینې ته د دې پټو په هکله ټوله کیسه وکړله چي داسي د غرونو ملکه وه هغې راکړى.  د ګلي ماینه ډېره خوشاله سوه بې اختیاره یې ترخوله داخبره ووتله چي بې شکه خدای د صابرانو او نېکانو ملګری دئ.

ډېر ژر د کلي ټول خلګ په دې کیفیت باندي خبر سول دستي لویانو او کوچنيان،  نر او ښځو ټولو په یوه سادغره و خوا ته وځغستل چي ګوندي موږ هم دغسي کراماتي سترخان لاس ته راوړو، اوس نو دکلي ټول نارینه ښځي او کوچنیان د غرو په ملکه پسي ګرځي چي موږ ته به هم دغسي قیمتي پټو یا یو بل شی راکړي، ژوند به مو په استراحت او ارام سي .

لېکن هیڅ چا هم دا فکر و نه کړى چي اصل کار خو دا نه دئ چي دغره ملکه دي څوک پیدا کړي بلکي اصل کار، خو دا دئ چي یو انسان د بل انسان په ښه ورسي او اصلي انعام هم هغه دئ چي د نېکۍ په بدله کي ورکول سي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب