Homeخبرونهپاکستان امنیت شورا ته؛ کابل د ټي ټي پي ملاتړ نه وګرځوئ

پاکستان امنیت شورا ته؛ کابل د ټي ټي پي ملاتړ نه وګرځوئ

تاند (یکشنبه،د سرطان ۳ مه) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تازه ځانګړې غونډې پر مهال په دغه سازمان کې د پاکستان استازي منیر اکرم یو ځل بیا تور لګولی، چې پر کابل د طالبانو واکمن رژیم له تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي څخه ملاتړ کوي.

هغه دغې غونډې ته د وینا پر مهال له امنیت شورا غوښتي، چې د کابل پر رژیم له ټي ټي پي څخه د ملاتړ پای ته رسولو لپاره فشار راوړي.

اکرم په توندو ټکیو دا هم وویل، چې کابل باید د اسلام اباد خلاف د بریدونو له ملاتړه را وګرځول شي.

پاکستان بیا- بیا ورته ادعا کړې خو پر کابل د طالبانو واکمن رژیم او ګڼو افغان شنونکو دا ډول ادعاوې بې اساسه ګڼلي او ویلي، چې پاکستان په داسې تورونو او ادعاوو له ترهګرۍ څخه په خپل ملاتړ پرده اچول غواړي.

شنونکي پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ اصلي سرچینه ګڼي او وایي چې په افغانستان کې د اوسنیو واکمنو طالبانو په ګډون د سیمې ګڼې جنګي ډلې پاکستان کې تولید شوي او پياوړې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...