شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پارلمان کې بحث؛ د ای ایس ای د بودیجې لګښتونه...

د پاکستان پارلمان کې بحث؛ د ای ایس ای د بودیجې لګښتونه باید په ډاګه شي

تاند (یکشنبه،د سرطان ۳ مه) د پاکستان پارلمان کې د دغه هېواد د حکومت د اپوزیسیون مشر عمر ایوب خان په یوه پارلماني غونډه کې غوښتنه کړې چې د دغه هېواد د استخباراتو د بودیجې د مصرف ځایونه باید په ډاګه شي.

عمر ایوب دا هم وپوښتل چې ایا د آي ایس آي بودیجه په ویګو ډالو(موټرو ) مصرفیږي او بیا دغه ډالې د تحریک انصاف په ملګرو او خبریالانو پسې شاته لګولی شي که په ترهګرو پسې؟

د پاکستان حکومت او استخباراتو د دغې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

د دغه هېواد پوځ او استخبارات تل تورن شوي، چې پاکستان یې یرغمل کړی او ټول امکانات یې د خپلو مشرانو د شخصي ګټو لپاره په داسې مهال کاروي، چې پاکستان بد اقتصادي وضعیت سره لاس و ګرېوان دی.

دغه بنسټونه نه یوازې په سیمه کې د بې ثباتۍ په تنظیمولو تورن دي؛ بلکې خپله پاکستانیانو سره هم په جفا تورن دي او ویل شوي چې مشران یې په هېواد دننه او د باندې پراخې پانګونې او سوکاله ژوند لري، خو نور پاکستان یې سوال او لوږې ته کینولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب