ساحل: د سيند غاړه، د سيند څنډه.
ساحل نوم دی، دوه سېلابونه لري. د (ح) په زېر ويل کېږي.
جمع ئې سواحل/ساحلونه دي.
تا به تصوير کړم د ساحل په مقدسه سینه
تا زه هغسې ستا په شانې جوړومه ځمه
محمود ایاز
ته د ساحل د خاموشۍ غوندې
د خپل درياب د څپو شور هم يې
مانو اورښت
سايل: صفت دی، دوه سېلابونه لري. د (ي) په زور ويل کېږي.
د پوښتونکي، سوال کوونکي، اميدوار او غوښتونکي په معنا دی.
جمع ئې سايلين/سايلان دي.
د رحمت شاه سايل دا بيتونه:
دا تا ته چا دي در زده کړي د سايل سندري
چي په سندرو کي ګيلې کوې دا چا ته کوې
چي دي سايل د رقيبانو په کوڅه تېروي
کاڼي به هم ګڼې د سرو ګلو باران زړګيه