Homeخبرونهپه کوزه پښتونخوا کې د ناامنۍ خلاف احتجاجي پرلت او سخته نښته

په کوزه پښتونخوا کې د ناامنۍ خلاف احتجاجي پرلت او سخته نښته

تاند (یکشنبه، د سرطان ۳ مه) د پښتونخوا په خیبردره کې قومي مشرانو، سپینږیرو او سیاسي فعالانو د ناامنۍ او هدفي وژنو خلاف احتجاجي پرلت کړی دی.

دوی حکومت ته ۵ ورځې وخت ورکړی چې د خبریال خلیل جبران په وژلو کې لاس لرونکي ونیسي.

د اعتراض برخوالو په خپلو ویناوو کې وویل چې د دوی په سیمه کې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی او ورځ تر بلې امنیتي پېښې ډېریږي.

له دې احتجاج سره هممهاله د پښتونخوا له کوزدیر څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، د پاکستان د امنیتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ په سخته نښته کې ګڼ شمېر ملېشه او پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان امنیتي چارواکي د دوو ملېشو وژل کېدا تاییدوي خو ځايي رسنۍ وايي چې نه یوازې څو ملېشه او پوځیان وژل شوي بلکې ګڼ نور ټپیان شوي دي.

دوی د ۴ پوځیانو او ۲ ملېشه ځواکونو وژل کېدل تاییدوي.

نښته د شنبې په ورځ د کوزدیر په (سوري پاو) سیمه کې هغه مهال پیل شوه چې د پاکستان د پوځ مخالفو وسله والو د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید وکړ.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو پوسټونو او ویدیوګانو کې د پاکستان پوځ ته د اوښتو مرګ ژوبلو شمېر خورا لوړ ښودل شوی دی.

له بلې خوا د ټي ټي پي له لوري له دې اعلان سره په یو وخت چې د پنجاب په ډیره اسماعیل خان کې یوه وسله واله ډله ورسره یوځای شوې ده، د پنجاب ایالت د ترهګرۍ ضد ادارې ادعا وکړه چې د صوبې په بیلابیلو سیمو کې یې ۲۲ «ترهګر» نیولي دي.

ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک وايي، چې یوه بله وسله واله ډله ورسره یوځای شوې ده. د ټي ټي پي له ادعا سره سم، د مفتي ابو لیث په مشرۍ ډله د دوی له مشر مفتي ابو منصور سره بیعت کړی دی. د دې ډلې ویاند محمد خراساني په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له خیبر پښتونخوا او بلوچستان وروسته د پنجاب او سند خلک او په تېره بیا هلته د پاکستان د پوځ مخالفې وسله‌والې ډلې پر دې پوه شوي، چې له ظلم او ستم څخه د خلاصون یوازینۍ لاره د تحریک پاکستان له ډلې سره یو ځای کېدل او له دې ډلې سره په ګډه مبارزه ده. دوی ویلي چې د ابولیث ډله د پنجاب ایالت په ډیره غازي خان کې فعالیت کوي. خپلواکو سرچینو د ټي ټي پي د دې ادعا او د مفتي ابولیث د ډلې د پوځي او ولسي اغېز په اړه تراوسه څه نه دي ویلي. د پاکستان پوځ ټي ټي پي یوه ترهګره ډله بولي او په وینا یې دا ډله پر پوځیانو او بې ګناه ملکیانو بریدونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...