یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهافغانستان په نړیوال جام سیالیو کې استرالیا ته تاریخي ماته ورکړه

افغانستان په نړیوال جام سیالیو کې استرالیا ته تاریخي ماته ورکړه

تاند (یکشنبه، د سرطان ۳ مه) د کرکټ د نړیوال شل اوره جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې د افغانستان ملي لوبډلې نن سهار د ۲۱ منډو په توپير اسټرالیا ته ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ کې د افغانستان لپاره په توپوهنه کې رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ او په توپ اچونه یا بالینګ کې ګلبدین نایب او نوین الحق ښه وځلیدل. ګلبدین نایب د لوبې په مهمه شېبه کې د اسټرالیا مخکښ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

ده په ۴ اورونو کې ۲۰ منډې ورکړې او د ګلین میکسویل، مارکس سټاینز، ټیم ډیویډ او پاټ کمېنز ویکټې یې ترلاسه کړې.

دا سیالي چې د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې پيل شوې وه، پچه یې اسټرالیا ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې وه.
د افغانستان پيلګرو توپوهونکو په دې سیالۍ کې هم اوږده ملګرتیا وکړه او له لوبډلې سره یې د یوه مناسب هدف په ټاکلو کې مرسته وکړه.
په ننۍ سیالۍ کې د افغان لوبډلې لومړی لوبغاړی تر ۱۱۸ منډو وروسته وسوځېد او تر شلو اورونو وروسته یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۸ منډې وکړې.
د اسټرالیا په توپ اچونکو کې پاټ کمینز هېټریک وکړ او ادم زمپا دوه لوبغاړي وسوځول.
د سیالۍ په پای کې د افغانستان د ملي ټیم کیپتان راشدخان رسنیو ته وویل:
” دا زموږ لپاره ډېره غټه بریا ده، افغانان به په ټوله نړۍ کې دا بریا په ښه ډول ونمانځي. زمونږ د لوبډلې همدا ښکلا ده چې مونږ سره ډېر الراونډران په لوبډله کې دي او نن مونږ ته ګلبدین نایب ښه باولینګ وکړ. له بنګله دېش سره راتلونکې سیالي مو ډېره غټه لوبه ده او هیله مند یو چې وی ګټو په او په ټورنمنټ کې مخکې لاړشو.”
 اوس د افغانستان ملي لوبډله نیمه پایلوبې ته د رسېدو چانس لري.
که په سبانۍ سیالۍ کې هندوستان اسټرالیا ته ماتې ورکړي او د جون په ۲۵مه نېټه افغانستان بنګله دېش ته ماتې ورکړي، نیمه پایلوبې ته به ورسیږي.

دې بري، چې د کرکټ یو شمېر مبصرانو تاریخی بللی، نیمه پایلوبې ته د افغانستان د رسیدو هیلې وغوړولې.

افغانستان بله مسابقه له بنګله دېش سره لري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب