د هندي سبک ماهرین د ادب یوه اسان او معروف تعریف داسې راښيي، چې ادب ښائسته کلام دی، ښکلې خبرې دي، داسې خبرې چې لوستونکی یې فکر پرې وکړي، داسې یې وګڼي چې د خپل زړه خبره یې ده، داسې کلام چې د لوستونکي ذهن له یوه نوي معرفت سره اشنا کړي، نوی خیال پکې پیدا کړي او یو نوی احساس یې راوپاروي.
ادنا او اعلی یې بیا داسې سره وېشي چې د مقبول ادب په ټولو خبرو هر څوک پوهېږي، خوند هم ترې اخیستلای شي، خو اغېز یې موقت وي یا به یې خبرې تکرار وي.
د اعلی او سنجیده ادب پنځونکو کمال بیا دا بولي، چې خبره یې د سروزرو غوندې له لمبو تېره شوې وي، د لوړ تخیل هسکو ته ختلې وي، د ژورې مطالعې او مشاهدې خواږه پکې شامل وي، ځکه یې نو د وخت په تېرېدو هم ځلا ته زیان نه رسېږي.
هر وخت یې چې لولې یا اورې د ښکلا یوه نوې زاویه پکې برالا کېږي، د حسن یو نوی څرک پکې وینې.
خو له سنجیده ادبه خوند او پند اخیستل یو شرط هم لري او هغه دا چې لوستونکی یا اورېدونکی یې هم باید صاحب فکر او صاحب نظر وي. مرحوم استاد محمد صدیق پسرلی فرمايي:
ورکه لار د غرو د سر، زړه غواړي او تېز نظر
پټې سترګې نه وهي څوک د ارتقا مزل
د سنجیده ادب مینوال هم د ارتقايي مزلونو لنډولو لپاره د زړه زور لري او هم له کږلېچونو د تېرېدو لپاره تېز نظر!
استاد مرحوم چې زموږ په ادب کې د همدې سبک له مخکښانو یو دی، په دې ښه پوهېده، چې خپله ادیب هم باید ویلو ته زورورې خبرې ولري، د نویو خیالونو نوي مرغان راپیدا کړي، نوی معرفت وړاندې کړي بیا نو هله حق لري چې له خپل لوستونکي د ژور فکر او لوړ ذوق هیله وکړي، فرمايي:
تارونه اړوم لکه شهباز د هنرمند
د خیال ورکو مرغانو ته مې دام بدلوم
د اعلی ادب پنځونکو د اغېز او الهام سلسله د پیري او مریدي بڼه نه لري، بلکې د معرفت راکړه ورکړه ده، چې نه یې دوی له نورو سپموي او نه یې هم دوی خپله ځان بسیا بولي، لکه استاد مرحوم چې په یوه ډالۍ کې له ډاکتر صیب صادق فطرت ناشناس نه غواړي چې:
مړژواندي تخیل کې مې ساه پوه کړه د هنر
پسرلی په زړه پالونکي ټنګ ټکور وځنګوه
له دې مقطعې مخکې بیا ترې غواړي چې:
ځه، چېرته د خوشحال نیکه یوه مسته غزل ګوره
خیال مې آسمانو کې په زور، زور وځنګوه
غزلې د بیدل وایه چې یوسي مې له ځانه
د عرش په کنګرو کې مې هر لور وځنګوه
البته استاد مرحوم د عامه ذوق لوړولو له فکره هم بې غمه نه و. ده به د ادبي بهیرونو، مشاعرو او نورو ادبي مجلسونو جوړول او ډېرېدل، ځکه نیک فال باله، چې د شاعرانو شمېر ورسره زیاتېږي او که نه، خو له برکته به یې ډېر خلک په شعر وپوهېږي.
استاد مرحوم له وتلي شاعر ومان نیازي سره په یوه مرکه کې د هندي ادیب علامه شبلي نعماني یادونه کړې، چې په خپله یې د متوسطې درجې شعر لیکلی، خو له ننه یوه نیمه پېړۍ مخکې یې د شعر په کره کتنه کې ساری نه درلود.
کټ مټ یوه بل مشهور هندي ادیب مولانا الطاف حسین حالي چې د مولانا شبلي هم عصر دی، د خپل شعر له کبله ډېر شهرت نه دی موندلی، خو د کره کتنې په برخه کې یې په هند کې د مارکسیستي کره کتنې له دود کېدو مخکې داسې خبرې کړې، چې بیا وروسته ترې د مارکسیستي کره کتنې ماهرینو د خپلې فلسفې د تائید لپاره کار اخیستی. مثلاً دی وايي، شاعري د ټولنې تابع ده، یا دا چې ماده د فکر د تحریک سبب کېږي.
د مولانا حالي په هکله ویل کېږي، چې د نقد مشهور کتاب یې چې مقدمه شعر او شاعري نومېږي، د خپلې شاعرۍ په ترڅ کې راپورته شویو پوښتنو ته د ځواب په توګه لیکلی، چې وروسته په ادبي محفلونو او بحثونو کې د یوه معتبر دلیل په توګه تر اوسه پورې یادېږي.
د آسانو، غالیو، خطاطۍ او هوسیو د کبلیو په ښکلا میین استاد پسرلی له موږه بیل شو، خو یوه لاره یې پرانیسته، یو نوی دور یې پیل کړ او موږ ته یې هم پر غوږ راکېښووده چې:
قومونه هم زړېږي، ختمېدا یې لنډه ښکاري
د کوم ولس چې نن پورې پرون وهي ملنډې
اوس نو پر موږ ده، چې د اعلی او ارفع آدب پنځولو لپاره د استاد مرحوم لار تر کومه حده تعقیبوو.
خدای تعالی دې مرحوم استاد محمد صدیق پسرلي ته فردوس جنت نصیب کړي او دغه آرمان یې پوره شه، چې موږ کې نه یوازې د ادب مینه وال ډېر شي، بلکې ښه ډېر ادبپوهان هم ولرو، چې ادبیات مو له سیالانو سره سیال شي.
سلام
واقعیت دی چې ارواښاد م.ص.پسرلې په ډیرو کمو امکاناتو ،اسباب او وسایلو کې دادب او فرهنګ د پیاوړتیا په هکله کوتلی ګامونه اخیستی دی هغه دخپلې ټولنې په نبض پېژندندنه کې یو ماهر طبیب وه . مېړنی دی چې یادیږی !الله ج دې جنتونه نصیب کړی .