Homeخبرونهتورخم دروازه وتړل شوه

تورخم دروازه وتړل شوه

تاند (شنبه، د جدې ۲۳ مه)د  ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، چې پاکستاني لوري یو ځل بیا د تورخم دروازه د ټرانزيټ پرمخ تړلې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور طالب رئیس وویل، چې د تورخم دروازه نن سهار د پاکستان له لوري یوځل بیا د ټرانزیټ پرمخ تړل شوې ده.

د نوموړي په خبره، د پاکستان له لوري د دروازې د تړلو لامل د بار وړونکو موټر چلونکو د پاسپورت او ویزې غوښتنه ده، چې د افغان حکومت له لوري هم له پاکستاني موټر چلوونکو د ویزې او پاسپورت غوښتنه کېږي او اوس لپاره دواړو خواوته د موټرو تګ راتګ بند دی.

پاکستاني لوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، بیا- بیا تورخم او سپین بولدک دروازې د پاکستان له لوري د افغان ترانزیت او عامو تګ راتګ کوونکو پر مخ تړل شوې دي.

2 COMMENTS

  1. دا چالاکه او منافق چټلستان لا تراوسه په سیاست کې خام او بې حوصیلې دی . اروپایانو د خپلو هېوادونو د لا پرمختګ او د کارونو د آسانتیا لپاره رسمي سرحدونه او ګمرکونه له منځه وړي . اما زمونږ نازدانه اوماشوم ګاونډی هره ورځ کله په یوه خبره او کله په بله مرور وي . بهانې لټوي ، لارې بندوي او د ګاونډي مسلمان ورور له جېب نه غلا او کیسه بوري کوي .
    د افغانستان د سوداګرو مالونه په کراچۍ ، سپین بولدک او تورخم کې بندوي . پر هغو ګمرکي محصول جګوي اوس یې پاسپورت او ویزه پلمه کړې ده ، یاربه ته هدایت ورته وکړي . که دې هدایت نه وي ، د نړۍ له نقشې یې پوپناه کړې . آمین

  2. TALIBS MUST CLOSE ANY KIND DEPLOMATIC AND BUSINESS WITH THIS DIRTY COUNTRY,
    TRY TGIVE FREEDOM TO TTP IN AFGHANISTAN
    STOP INPORT OF DIRTY FISH&CHICKEN MEAT TO AFGHANISTAN/STOP INPORT OF PAKISTANI FRUIT TO AFGHANISTAN,
    AFGHANS MUST USE AFGHANI PRODUCTS.
    PROGRESS TO INTERNAL PRODUCTS,
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...