شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهپېښور کې له" پکتیا څخه د ورغلو" ۲ داعش ځانمرګو د نیولو...

پېښور کې له” پکتیا څخه د ورغلو” ۲ داعش ځانمرګو د نیولو ادعا شوې

تاند (شنبه، د جدې ۲۳ مه) په پېښور کې پاکستاني چارواکو د افغانستان له پکتیا ولایت څخه د ورغلو او روزل شویو ۲ داعش ځانمرګو د نیول کېدو ادعا کړې ده.

دوی ویلي، چې دغو ځانمرګو بریدګرو غوښتل یو شمېر پاکستاني سیاستوال په نښه کړي.

د پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې د ادعا شویو کسانو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم په دې اړه څه نه دي ویلي.

له څه مودې راهیسې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د هغو بریدونو شمېر زیات شوی، چې مسوولیت یې ظاهراً داعش ډله مني.

طالب چارواکو بیا پاکستان تورن کړی، چې د داعش ډلې خراسان څانګه له دغه هېواده سرچینه اخلي.

ویل کیږي، چې کندهار ته د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند د مشر ملا فضل الرحمن د سفر او د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله سره د لیدنې یوه اصلي موضوع هم دا وه چې طالب لوري په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د موجودیت د ادعا په غبرګون کې ویلي: داعش هم په پاکستان کې زموږ خلاف فعالیت کوي.

1 COMMENT

  1. هرسړی پوهیږي چې غوا توره او شیدې سپینې دي .
    چټلستان د مجاهد ، تروریست ، داعش ، القاعده ، لشکرطیبه ټالب حزب اسلامي ، جمعیت اسلامي ، شورای نظار ، حرکت های محمدي و محسني او امثالهم او هرې مضرې ډلې روزونکی دی . د دوی له لاسه د افغانستان خلک دا 45 کاله په اور کې سوځې اوس خپلې واورې په افغانستان را اچوي . د درواغجنو د مخ تور وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب