چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهپه سعودي عربستان کې د بهرنیانو د استوګنې نوي شرایط اعلان شول

په سعودي عربستان کې د بهرنیانو د استوګنې نوي شرایط اعلان شول

تاند (شنبه، د جدې ۲۳ مه) د سعودي عربستان حکومت په دغه هېواد کې د بهرنیو اتباعو د اوسیدو نوي شرایط اعلان کړل

د دغه هېواد د ځآنګړو اقامو ورکولو مشر ډاکټر ماجد بن عبدالله القصابي ویلي، د نویو شرایطو له مخې، لومړۍ هغو ځانګړو کسانو ته د دغه هېواد د استوګنې اسناد ورکول کیږي چې د سعودي عربستان په روغتیا، علمي، څېړنو او نورو معتبرو برخو کې کار او یا هم زده کړې کوي.

سربېره پر دې، هغو کسانو ته هم د سعودي د استوګنې اسناد ورکول کیږي چې په کلتوري، لوبو او نورو برخو کې ځانګړې وړتیاوې لري.

د دې ترڅنګ،  سوداګرو او هغو کسانو ته هم د سعودي د استوګنې اسناد ورکول کیږي، چې د نه لېږد وړ ملکیتونه په دغه هېواد کې ولري.

په سعودي کې به د ځانګړې استوګنې د اسنادو لرونکي د ژوند کولو او کار کولو سربیره نورې ډیرې اسانتیاوې هم ترلاسه کړي.

2 COMMENTS

  1. په سعودي عربستان کې د بهرنیانو د استوګنې شرایط د بشری حقوقو، انسانیت، غریبو خلکو او د جګړو کړیدلو خلکو لپاره نشته.
    د افغانستان دری برابره خاوره لری مګر چاته لاس نه اچوی.

  2. په اروپا کی د یونان او ایټالیا خلګ ډیر ټمبل او په آسیا کی د سعودی خلګ ډیر ټنبل دی ( اصلاً د سړی زامن نه دی ) . د دومره قوی اقتصاد د درلودو سره سره بیا هم د لوړو زده کړو د سیسټم د را منځته کولو توان نلری ( د جاروکش څخه نیولی تر انجنیر او طبی پرسونل او نور کاری ځواک پوری ټول ئی وارداتی دی ). سعودیان او د خلیج عرب د انګریز د روزنی محصول دی او بهرنیانو ته د تابعیت د ورکړی څخه ډډه کوی.مُلایان ئی اکثره وهابیان او په ډیرو اسلامی هیوادونو کی د سیاسی – اجتماعی – عقیدتی فتنو د ایجاد اصلی حامیان او مجریان دی، جالبه دا ده چی د ټولو اسلامی هیوادونو د ملحدینو په نسبت د سعودی د ملحدینو شمیر زیاد دی همدا وجه ده چی نن ورځ یهود او غربیان خپل پلید پلانونه ( د فحشاء خپریده او د نړیوال سیاست په وړاندی پټه خوله او خاموشی غوره کول ) د سعودی په خاوره کی په ډیره اسانی پلی کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب