سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهافغانستان ته د فضل الرحمان له سفر وروسته؛ پاکستان: ټي ټي پي...

افغانستان ته د فضل الرحمان له سفر وروسته؛ پاکستان: ټي ټي پي سره نه غږیږو

تاند (شنبه، د جدې ۲۳ مه) افغانستان ته د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند د مشر ملا فضل الرحمن له سفر وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان په اړه د دوی دریځ بدل شوی نه دی او خبرې نه ورسره کوي.

هغې دغه راز، د فضل الرحمن دا سفر شخصي ګڼلی او ویلي، چې هغه د پاکستان د حکومت استازیتوب نه کاوه.

له دې سره، د پاکستان یو شمېر رسنیو ادعا کړې چې فضل الرحمن د پاکستان د حکومت ځینې مهم پيغامونه د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند زاده ته وړي او بحث یې پرې کړی.

له هغو څخه ادعا شوې، چې طالب لوري ته د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان له منځه له یوه سره د اړیکو د انتخاب خبرداری ورکړل شوی.

د طالبانو رژیم په دې اړه څه نه دي ویلي، ان تر دې چې نه یې هبت الله سره د فضل الرحمن لیدنه تایید یا رد کړې ده.

فضل الرحمن بیا د خپل ګوند په ایکس پاڼه کې د سفر د خپرو کړو معلوماتو په ترڅ کې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد سره د لیدنې په تړاو د هغه له قوله ادعا کړې، چې نوموړي ویلي: موږ ته، موږ او تاسې کوم فرق نه لرئ، ګټې مو یو دي.

ملا یعقوب مخکې د پاکستان خلاف توندې ویناوې کړې وې، خو هغه او ویاندویانو یې د فضل الرحمن له خوا د ده په قول ادعا شویو خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب