چهارشنبه, نوومبر 12, 2025
Homeخبرونهد هرات زلزله ځپلو ته د عزیزي بنسټ لخوا د ۳۰۰ کورونو...

د هرات زلزله ځپلو ته د عزیزي بنسټ لخوا د ۳۰۰ کورونو جوړېدل

تاند (شنبه، د جدې ۲۳ مه)  عزیزي بنسټ د هرات زلزله ځپلو ته د شاوخوا ٣٠٠ کورونو د وېش خبر ورکړی.

د ياد شوي بنسټ مسوول، میرویس عزیزي د جنورۍ په ١٢مه په خپله ایکس پاڼه، لیکلي:

” معیاري ښارګوټی د څلورو میاشتو څخه په لږه موده کې بشپړ او خلکو ته وسپارل شو.”

د طالبانو ځایی چارواکو هم د دغو کورونو د جوړېدو خبر تایید کړی او د وېش په مراسمو کې یې ګډون کړی.

یو شمېر خلکو د عزیزي بنسټ د دې مرستې ستاینه کړې او ویلي، چې نور افغان شتمن دې هم له زلزله ځپلو او نورو افغان بېوزلانو سره په مرستو کې ونډه واخلي.

مخکې یو شمېر نورو خیریه بنسټونو او شتمنو هم د هرات زلزله ځپلو ته په کور جوړولو او نورو مرستو کې برخه اخیستې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو انځور زر خبري | غني حسن

مقدمه: ځیني انځورونه لکه شعرونه د هنري ظرافتونو تر څنګ استعارې، کنایې او سمبولونه هم لري، چي له دې سره نو یو عالم فکري ماناوي...