شنبه, جون 29, 2024
Homeخبرونهد سلطنتي نظام د بیا رامنځته کیدو په اړه د مصطفی ظاهر...

د سلطنتي نظام د بیا رامنځته کیدو په اړه د مصطفی ظاهر دریځ

تاند (یکشنبه، د سرطان ۳ مه) د افغانستان د وروستني پاچا محمد ظاهر شاه لمسي مصطفی ظاهر په افغانستان کې د سلطنتي نظام د بیا رامنځته کیدو په اړه د ځینو لویدیزو رسنیو تازه راپورونه رد کړل.

ځینو رسنیو تازه ادعا کړې، چې یو شمېر بهرنیو هېوادونو او له هغې ډلې انګلستان په افغانستان کې د سلطنتي نظام د بیا رامنځته کیدو او د پاچا په توګه د مصطفی ظاهر د رامخته کولو نیت لري.

مصطفی ظاهر چې کابل کې مېشت دی، په یوه مرکه کې وویل چې دا راپورونه بې بنسټه او ناسم دي.

د هغه په وینا، دوی د سلطنتي نظام د بیا رامنځته کېدو پلوي دي، خو دا پرېکړه باید د افغانانو له ارادې سرچینه واخلي او ملاتړ یې ولري.

ظاهر زیاتوي، چې دوی په دې برخه کې د بهرنیانو د رول خلاف دي او هر هغه څه چې افغانان یې غواړي، درناوی ورته کوي.

نوموړي د افغانستان د روان وضعیت په اړه وویل، چې خلک له نړیوالو اقتصادي بندیزونو سخت ځوریږي او ان د واکمن رژیم ټیټ پوړي خلک خپلې ډوډۍ ته حیران دي.

مصطفی ظاهر دوی سره د طالبانو د رژیم او په ځانګړي ډول د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د چلند ستاینه وکړه، خو غوښتنه یې وکړه چې ژر باید د نجونو د زده کړو اجازه ورکړل شي.

11 COMMENTS

  1. د مصطفی ظاهر نیکه ظاهر خان افغانستان ته څه وکړل چی لمسی یی وکړی؟ بله دا چی خپله مصطفی ظاهر د محیط زیست وزیر په جمهوریت کی پاتی شوی خلک ټول شاهدان دی کوم شین کمربند، کومه ونه حتی یو معمولی کار چی سبب د دی شی چی د کابل د هوا ککړتیا ته خدمت وشی هیچا لیدلی ندی. مصطفی ظاهر دی خپل مفته خیال پلو وهی او خپل تصور کی دی پاچا وی.

    • د علیحضرت محمد ظاهرشاه بابا د خدمتونو او حساناتو هیرول به لویه جفا وی. دا 40 کاله کیږی چه روسان او امریکایان لګیاه دی هغه تاسیسات له مینځه یوسی چه بابا یی اساس ایښی وو خو لا یی د منځه ندی وړی. دا نن ورځ چه کوم مات او ګوډ افغانستان درته پاته دی د هغه مرحوم د زحمتونو نښانی دی. پښتو کی متل دی وایی میړه مړ کړه، مړانه یی مه وژنه.

  2. عبدالباری؛ ظاهر خان خو مړ دی خدای دې وبخښي؛ خو زامن او لمسیان غټ شوده ګان دي؛ که دغه ټغن اوس هم د شاهي خوبونه ویني باید خصیتینې یې په امبور وویشتل شي چې راویښ شي.

  3. دایوه پیړی بدبختی او ناخوالي د همدی عیاش او غرب پلوو شاهی داوسی کورانۍ د کړنو نتیجه ده. ددی عیاشی او سکولری شاهی کورانۍ څخه باید اصلآ د افغانستان تابعیت واخیستل شی

  4. بلی دداسی افغانانو لپاره د لیونی داؤد خان کمونیستی کودتا رهبر او ددی کمونیستی کودتا کمونیستی ملګری او همدارنګه پنجابی پاکستان کښی روزل شوی ګلبدینیان ، سیافیان ، ربانیان ، حضرتان ، ګیلانیان او چړیان اوهمدارنګه اخوندی ایران کښی روزل شوی محققیان او دده په شان نور ګروپونه د حکومت کولو وړ دی او اوس د چړیانو ږیرو پسی ځغلۍ او هغوی به د پنجاب په ملتیا سره د تاسو راتلوونکۍ به د تاسو خدای ته بغارو باندی ښه برابر کړۍ شی خدای پاک ته دبغارو امر د چړیانو له خوا ملت ته مسلسل تکراریږی !!!!

  5. د ښاغلی عبدالباری ورور او ښاغلی داکتر غروال صاحب د تبصری سره موافق یم.

  6. مرحوم محمد ظاهرشاه ، هغه عادل پاچا وو ، چې خپل وخت یې له خپل ملت او ولس سره تېر کړ. هغه باډی ګارد او محافظین نه درلودل ، د افغانستان هرولایت او ولسوالۍ ته یې سفرونه وکړل ، له خپل ولس نه نه و ، پټ شوی .
    په داسې شرایطو کې چې د افغانستان د نفوس قاطع اکثریت خلک بېسواده ول ، هېڅ ملکي او نظامي کدرونه مو نه درلودل ، د موسی شفیق ، دوکتور عبدالظاهر ، نور احمد اعتمادي ، د کرنې وزیر مرحوم عبدالوکیل ، غلام محمد فرهاد په شان کدرونه یې پیدا د ولس له منځه پیدا او خپل وطن یې له سیالانو سره سیال کړی و.
    د دوی په واکمنۍ کې یواځې درې تنه غله ، قاتلان او مسلکي جنایتکاران د سترې محکمې په حکم اعدام شوي وو.
    د اوبو او برښنا کوم بندونه لکه ماهیپر ، سروبي ، نغلو ، درونټه ، د وردګو چک او کجکي په شان لوی بندونه د دوی په وخت کې سروې ، شروع او تکمیل شول ، چې تر نن پورې د افغانستان پلازمېنه او نور ښارونه ترې ګټه اخلي ، خو په تېرو 46 کلونو کې یواځې د سلما او کمال خان بندونه د اشرف غني په وخت کې جوړ شویدي او بس . د هلمند د پاختیا وادۍ او د ننګرهار کانالونه په سیمه کې ساری نه لري .
    د جنګلک په کارخانو ، بګرامیو ، جبل سراج ، پلچرخي نساجیو ، غوري او هرات سمنتو کارخانو کې زرګونو افغان کارګرانو کار او مصروفیت درلود او خپلو کورنیو ته یې حلاله نفقه برابروله .
    هغوی چې د دولویو سیاسي او نظامي اقتصادي بلاکونو په ګټه او یا اشارې د خپل وطن د خرابي له پاره مټې را بډوهلې وي ، نو چا به یې مخه نیولې وه ؟
    په شاهي نظامونو کې دولتونه دایمي ثبات او اقتصادي پرمختګ کوي ، په هرو څلورو یا پنځو کلونو کې واکمنان تغییر او تبدیل پکې نه وي ، په اوسنیو شرایطو کې پاچا یواځې تشریفاتي او سمبولیک رول لري . واک له حکومت او انتخابي لومړي وزیر یا صدراعظم سره وي لکه : جاپان ، انګلستان ، هالند ، بلجیم ، اردن ، مراکش او یا مطلقه شاهي لکه د خلیج عربي هېوادونه ، سعودي عربستان او نور .

  7. زه په اټکل دا خبري به د سرچوک له آوازو پرته بل څه نسي کېدلى. د ا ټولې سیاسي لوبي دي ” آوازه واچوه چې، خلک څنګه عکس العمل ښکاره کوئ”.
    د مصطفی ظاهر په وجود کې دا کار په لاندنیو دلایلو ناشوني دي:
    ١- ایا مصطفی ظاهر د خپل غور نیکه نادر خان په څیر حاضر دئ چې، د لویې پکتیا جواري او مستۍ تر اوږې مودي وزغمي؟
    ٢- ایا په سیاسي لحاظ دې د خپل غور نیکه نادر خان او نیکه ظاهر خان په څیر درایت او کفایت لرئ؟
    ٣- نادر خان د لویې پکتیا د قومونو په ملاتړ د سقاو زوى له واکه تله کړ. آیا د پکتیا قومونه به بیا د پاینده کورني واک ته رسیدو په خاطر خپل بچې قربان کړئ؟
    د دغو ټولو خبرو په رڼا کې تاسي اوس د دغه خبر یا آوازه په هکله قضاوت وکړئ.

  8. محترمه پاچا صاحب د ستاسو مفکوری ته احترام بیا هم څو ټکی د تاسی کرښو باره کښی . زه مصطفی د ډیرو کالونو یعنی د ایټالیا څخه له ډیر نیږدی پیژنم هغه د اوبو خصلت لری یعنی د هر لوښی سره خپل رنګ بدلوی او د ما دا ډول خصلت قطعآ نه خوشیږی اما د لیونی عبث مغرور محمد داؤد خان د کمونیستی کودتا رهبر ، قاتلو تربیه شوو پرچمیانو ، خلقیانو او تربیه شوو غلامو قاتلو تنظیمونو او جاهلتره غلامو قاتلو چړیانو څخه زیاتره بهتری لری اما شکر افغان ملت نوره د ویاړنی شخصیتونه هم لری او داسی ملی شخصیتونه به په اتفاق سره لازم وخت کښی ځانونه څرګند کړی بلی دا ملی شخصیتونه سره د مصطفی ظاهر به حتی وچی سوکړکی ( د جوارو ډوډۍ ) به د اوبو سره تر ډیر وخته په افتخار وزغمی او وطنی خلکو مینځ کښی وطنی شرائيطو سره استوګنه وکړۍ شی او د افغان ملت راتلوونکۍ مشر یوازی او یوازی د ملت له خوا وټاکل شی او نه د اجنبیانو له خوا !!!!

  9. دروند او مشر ورور ښاغلې داکټر صاحب غروال، د کندهار – اورزګان لویې لاري په استقامت او همدارنګه زابل – غزني لارو د پشت کنده او سالارو په سیمو کې دښمن د کمینونو تهدید او ماین فرشولو تحرکات مخ په زیاتیدو وو. ولسی خلک او امنیتي ځواکونو ته د جدي تهدید له منځه وړلو په خاطر قطعات د تصفیوي عملیاتو لپاره ټاکلو سیمو ته سوق سول. خیر د ټرلیب تاکتیک واضح وو، چریکي او غلچکي بریدونه. هغه ټاکل سوي سیمې د محاربوي عملیاتو په ترڅ کې تصفیه سوئ. پلان وو چې، مونږ باید بیرته کابل خپلې قرارګاه ته ستانه سوي وئ ځکه د مونږ قطعاتو وظیفه ځپل او تر ٧٢ ساعته زیاد زمونږ وظیفه نه اوږدیده. شفر راغي، او قطعات لومړي د کندهار قول اردو ته د اکمال لپاره او وروسته بیا د لنډې وظیفه لپاره هلمند ته په وظیفه سوق سوي وو. په کندهار کې د قول اردو درستیزوال (ریس ارکان) راته اوویل چې، رسول امین او د ظاهر خان د کورني غړي کندهار حضرت جی بابا سیمې ته د خپلو مشرانو د قبرونو ترمیم لپاره راغلي او د ولایت مقام په میلمستون کې ډیره سوي. درستیزوال د هغوې پوښتنې ته ور روان وو او له ما یې غوښتنه وکړه چې، ورسره ولاړ شم. کله چې، ولایت مقام میلمستون ته ولاړو نو د کندهار ځینې قومې مشران د ظاهر خان د کورني غړو لیدو لپاره راغلل. نو د دغو د کورني یو غړي وویل چې، ” به یاد شهیدا یګ دقیقه خاموشی اختیار میکنیم”. دا کار چې، ما ولید نو پوه سوم چې، دا خلک غرب کې را لوى سوي او د افغانستان په څیر مذهبي او سنتي ټولنې له عرف سره بلد ندئ. معلم صاحب خاکریزوال دی الله ج وبخښي راته وویل چې، “دا نصارا او یهود له کومه راغلي؟” ما په ځواب کې ورته اوویل چې، هر چا چي، دا خلک دلته راوستلې په اصل کې د دغو خلکو دښمنان دي،اقلآ دی کلتور ، رسم او رواج سره د دوې اشنا کول ضروري وو. مونږ په همدې خبرو کې وو، چې د ظاهر خان د کورني یوبل سپین ږیري میلمستون ته راننوت او په غیږ کې یې یو سپین ډیر ښایسته سپۍ وو. ما چې، دا ولید نو خاکریزوال ته مې وویل چې، پکه دا دي بله سپکه، اوس خبره نوره هم خرابه سوو. له دوې سره یو میرمن هم وو، او ما هغې ته په دری ژبه وویل له دغه ښاغلي نه دا سپۍ لرې کړي، ځکه دا درانه قومي، کلیوال او سحرا خلک دئ او سپۍ په تخرکې نیولي له خلکو روغ بړ د سپکاوی معنی لرئ. خیر هغې میرمنې ورته وویل ” پدرجان جاني را به من بته” .
    ما ریس ارکان ته وویل چې، زه نور دلته نشم تم کيدى بیرون درته ولاړ یم. له ما سره سم خاکریزوال، او استاد عبدالحلیم د سیاف قوماندان هم را ولاړ سول.
    نو دروند ورور غروال صاحب،دا خبره مې ځکه درته اوږده کړه چې، تاسې له دغو خلکو س ه تماس لري اقلآ له افغاني دود، رسم او رواج سره تمرین ورته اړین دئ. ما له یو پکتیاوال نه پوښتنه وکړه چې، ایا د ظاهر خان کورني لپاره قرباني ته حضر یاست؟ هغه په ځواب کې راته وویل،” هغه وختونه چې، مونږ د بل لپاره تخت ګټلو ولاړل، اوس که جنګ کوم نو ځان ته یې ګټم”.
    الله ج دی وکړي چې، د ما خبري درباندي بدي و نه لږیږي.
    په درناوي!

  10. ځیږ محترم پاچا صاحب د تاسی واقعیت الفاظ پر ډیر مثبت ولیږده کور دی ودان!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب