شنبه, جون 29, 2024
Homeخبرونهد دوحې درېیمه ناسته کې د امریکایي استازو د نه ګډون احتمال

د دوحې درېیمه ناسته کې د امریکایي استازو د نه ګډون احتمال

تاند (یکشنبه، د سرطان ۳ مه) نا تایید شوي راپورونه ښيي، چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمې ناستې ته د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ممکن ورنه شي.

امریکایي ویاندویانو تر اوسه په دغه ناسته کې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویسټ او د افغانستان د ښځو او بشري حقونو د وضعیت لپاره د ځانګړې استازې رینا امیري د ګډون خبر نه دی تایید کړی.

د دوحې درېیمه ناسته د روانې جون میاشتې په دېرشمه او د جولای میاشتې په لومړۍ نېټه ترسره کیږي.

د دې ناستې کوربه توب د ملګرو ملتونو سازمان کوي، خو د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش پکې ګډون نه کوي.

د ګوتریش پر ځای د دغې ناستې مشري د هغه کوم مرستیال یا مرستیاله کوي.

تمه ده چې دغې ناستې ته د طالبانو د رژیم په استازیتوب د دوی یو پلاوی ورشي.

طالبانو ویلي، چې که ورسره د ناستې د اجنډا په اړه شوې ژمنې عملي نه شي، د خپل ګډون په اړه به بیا کتنه وکړي.

له دغې ناستې سره هم مهاله، پر ملګرو ملتونو له دې امله توندې نیوکې روانې دي چې ولې یې د طالبانو په غوښتنه دې ناستې ته د افغان ښځو او مدني ټولنو استازي نه دي بللي او د دوی اړوند موضوعات یې د بحث له اجنډا ایستي.

1 COMMENT

  1. د دوحې ناستې هماغه پخوانی قیصی دی. کله به جمهوریت نه حاضریدو او کله به طالیبان نه حاضریدل.
    اوس تکرار هماغه خبری دی، کله به طالیبان نه حاضریږی او کله به امریکا او نور ملکونه. الله ج دیی زمونږ راتلونکی ته خیر کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب