شنبه, جون 29, 2024
Homeخبرونهد ښوونځیو او مدرسو لپاره په ارزګان کې خلکو ۳۴ جریبه...

د ښوونځیو او مدرسو لپاره په ارزګان کې خلکو ۳۴ جریبه ځمکې وقف کړې

تاند (یکشنبه، د سرطان ۳ مه) د پوهنې وزارت لپاره د طالبانو چارواکو ادعا کړې، چې د ارزګان ولایت اوسېدونکو ۳۴ جریبه ځمکه د ښوونځیو او مدرسو د جوړولو لپاره ورکړې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه ځمکه کې به ۴۲ مدرسې او څلور ښوونځي جوړ شي، چې ټولټال ۷،۸۷ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

 طالب چارواکو دا خبرې داسې مهال کړي، چې پر رژیم یې د نجونو پر زده کړو د بندیزونو د دوام له امله نیوکې په زیاتیدو دي.

تېره میاشت د طالبانو لخوا د هغو بندیزونو زر ورځې پوره شوې، چې له شپږم ټولګي څخه د نجونو پر پورته زده کړو یې لګولي.

طالبان په دې بندیزونو د نجونو د خوبونو او افغانانو د راتلونکي په تباه کولو تورن شوي.

دوی بیا ادعا کوي، چې د نجونو د زده کړو مخالف نه دي او د شرایطو له برابریدو سره به د دغو زده کړو د دوام اجازه ورکړي.

څارونکي بیا د طالبانو دا ژمنه او دریځ له درواغو ډک ګڼي او وایي چې نږدې درې کاله یې په همدې خبرو نړۍ او افغانان تېر ایستل او عملاً یې یو نوی له زده کړو لیرې او د بربادۍ خوا ته بوته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب