شنبه, جون 29, 2024
Home+ یو امت داسې وي؟ | ولي الله ملکزی

 یو امت داسې وي؟ | ولي الله ملکزی

تر هرڅه وړاندې، د هیودا د کریکټ اتلانو ته د استرالیا په وړاندې د دې سترې او تاریخي بریا مبارکي وایم.

د ۲۰۲۱م کال د ډسمبر په ۲۵ نیټې، د امریکا هوايي څیړنو ادارې (NASA)، اروپایي ټولنې او کاناډا د یوې ګډې پروژې په توګه د جیمز ویب په نوم یو تلسکوپ هوا ته وتوغولو چې لس ملیارده ډالره لګښت ورباندې شوې وو. اصلي موخه یې دا وه چې له نن څخه د نژدې څوارلس ملیارده پخوا د سترې چاودنې (Big Bang) تیورۍ ته عملي بڼه ورکړي او د کهکشانونو انځورونه واخلي. قرآن کریم د الأنبياء د سورت په دیرشم آیت کې د خلقت پیل ته داسې اشاره کوي (أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا – آسمانونه او مځکه یو له بل سره نښتي وو، بیا موږ جلا کړل).

د ۱۹۶۹م کال د جولايي د میاشتې په شلم تاریخ، د امریکا نیل آرمسټرانګ د لومړني انسان په توګه د خپلې هوايي بیړۍ څخه راووت او د سپوږمۍ پرمخ یې قدم کیښود. خو ۵۵ کاله وروسته، موږ نن هم د سپوږمۍ د مدار او افق د میندولو او پيژندلو څخه عاجز یو. تیره اونې، د ۵۷ اسلامي هیوادونو له ډلې څخه اوه څلویښتو یې د یکشنبې او لسو هیوادونو د دوشنبې په ورځ د خلیل د سپینې ږیړې او تنکي ذبیح د سرښندنې اختر ونمانځلو. خو بیا هم وایو چې یو امت یو.
په جوماتونو کې مو کمرې لګولی چې څوک د چا جب ونه وهي،‌ څپلۍ غلا نه کړي او د چندې صندوقچه ونه تښتوي، د بې اعتبارۍ په همدې زاره چاودي چاپیریال کې بیا هم په جار سره وایو چې یو امت یو؟  کله چې ستا د ګټې وټې سیزن شي نو دروازه پرانیزې، خو چې زما وار شي بیا دروازه کلکه وتړې. پخپلو اوبو کې زه له تندې سوځم او چیغې وهم چې اوبه راکړه، ته راپورې خاندې خو بیا هم وایو چې یو امت یو. د خپلو مقدساتو زیارت او لیدلو ته بې له ویزې او اجازې نه شو تللاې، خو بیا هم وایو چې یو امت یو.

همدا تیره میاشت، د امریکا پخوانی ولسمشر او د دې هیواد ډیر ځواکمن کس، ډونالډ ټرمپ د منصفه هیئت له خوا په ۳۴ تورونو ګرم وګڼل شو او د برحاله ولسمشر جو بایډن زوي، هنټر بایدن څو ورځې وړاندې په دریو تورونو کې ملامت حساب شو. آیا زموږ د سیمې په هیوادونو کې څوک د خپل مشر او ټولواک له مجرد عکس سره د طنز کومه شوخه جمله لیکلای شي؟ محاکمه خو د خوب لیدل دي! همدا شان، کله چې په ټولنې کې په یو بې وسه باندې ظلم زیاتې وشي، نو ورته وایي چې په آخرت کې به درسره ګورم. دا ځکه چې موږ د سرو سترګو ځای نه لرو او عدالت د زورورو اشارې ته ګوري، خو بیا هم ځان یو موټي او برابر امت ګڼو.

موږ د ۷۳ په ځای، په ۳۰۰ مذهبي او طائفي ډلو باندې ویشل شوي یو. د کفر، ارتداد، فسق او زندیقتوب ټاپې په جیبونو کې ګرځوو. فتوی له منبر څخه سنګر ته کډه کړې، ځینې مذهبي توند لاري خو لا د بې مذهبو سره نکاح ناروا بولي. د یوې فرقې مقتدي د بلې ډلې د امام پسې اقتداء نه کوي او کله ناکله خو په یو جومات کې دوه محرابونه جوړوو‌، ولی بیا هم وایو چې یو امت یو؟

د دې وروستۍ نیمې پیړۍ د ټولو جنګونو ۷۵ سلنه د همدې امت د بچیانو ترمنځ دي، ترټولو ډیرې وسلې همدوئ اخلي او یو د بل په خلاف یې په ډیرې بې رحمۍ سره کاروي، خو بیا هم وایو چې یو امت یو. د یو هیواد، یوې جغرافیې، یو اقلیم او ګډو ملي ژبو ویونکي یو؛ ولې ځینې جنابان ځانونه د افغان په ځای افغانستانی او حتی د خیالي خراسان هستوګن بولي. خپل د زرګونو کلونو ټاټوبی او پلرنۍ خاوره د اغیار د تمدني حوزې برخه بولو، خو بیا هم باټې وهو چې د یو امت بچیان یو!

د اروپا د اتحاديې ۲۷ غړي دي، دوئ نه خپلمنځي سرحدونه لري او نه دلته ویزې ته اړتیا شته؛ یو پارلمان دی او یوه یې سکه (یورو) ده. ما څو کاله وړاندې شپږو اروپايي هیوادونو ته سفر درلود. نه یوازې زه نه پوهیدلم چې موږ د کوم هیواد په های وې (غټې جادې) کې روان یو، بلکې زما دواړه ملګري چې هماغلته اوسیدل؛ د لوحو له خطونو څخه یې معلوموله چې دا د کوم هیواد ژبه ده؟

په لویدیزې نړۍ کې ټول وګړي د خپلو مشرانو او سیاسیونو په لاس جوړو شوو قوانینو ته ژمن دي او هغه د ژوند لپاره سرې کرښې ګڼي. نو اوس دا تله او ډنډه ستاسې په لاس کې ده چې د یو رښتیني، عملي او یو موټي امت ښه تمثیل موږ کوو، که د اروپا د مختلفو قومونو، ژبو، پرګنو او سیاسي لیکو لارویان؟  الله مې دې زاړه ایمان ته خیر کړي.

————————————–

یادونه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري؛ ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

7 COMMENTS

  1. لمړی خو کرکټ اتلانو ته د بریاوو د مبارکې پیرزوینه لرم .
    بیا د ملکزی ورور چي امراء او علما یی خپل دروند مسؤلیت ته رابللې،هغه د عزت ،جاه او جلال کلا چي ورته صراحتا ویل شوی :ان هذه أمتکم أمت واحده ؛ هغه امت چي په پیړیو پیړیو یی د بشریت قیادت او معلمی ور د غاړې وه ،له مکارم اخلاق نه نیولی تر ساینس او تکنالوجی،ریاضی ،طبابت او ټولو شعباتو د علوم نافعه کی د استادۍ او مرجع مقام یی درلود ،د علومو د زده کړې او معالجې لپاره لمړنی نړیوال مراکز ، اسلامی امت پرانستی وو چي تاریخ ورباندی شاهد دی.
    محترم ملکزی صاحب هم د آیات الکونیه له تذکر نه وروسته د ناسا تذکر پدی کړی چي دا لار باید موږ نه وای پریښی ؛ مع الاسف د أمت له محدودی نه فرار ،ملوکیت ، ځانځانی او تنازعاتو لار ، فتفشلوا و تذهب ریحکم ته پرانیسته او حکم د بما انزل الله پر ځای ،خود خواهی او جاه طلبی ته سقوط وکړ او تر ننه همدا غلط روش ،جاهل حکام تکراروی نو ځکه په هر میدان کی شرمیدلی او مسخره دی ؛همدا اوس دهیڅ ظالم مخنیوی څوک نشی کولی ،د غزې د خلکو وژنه هغه ظلم دی چي سالم انسانیت ور نه عار لری خو مزدور امراء د بی غیرتی په تاج ویاړی .
    ولا تکن للخاینین خصیما.

    • منلی ډاکټر صیب همت،
      زه هم د نورو درنو لوستونکو په څیر، ستا دغه شعوري درد حس کولای شم او په دې باور یم چې موږ د سلیقوي اختلافاتو ښکار شوی امت یو او د ځانځانۍ خړ سیلاب لاهو کړي یو. ترڅو چې دین له دنیا سره، دنیا له عصري علومو او مودرنې ټکنالوژۍ سره او ورځنې ژوند له اخلاقو سره ویلډنګ نه کړو، نو تل به همداسې خوار او زار او د پردیو د کاروان په لکۍ پسې روان اوسو.
      مینه او مننه

  2. ښاغلی ملکزی صاحب سلام!
    که چیری د انګریز، پخوانی شوروی اتحاد او امریکا شیطانی حرکتونه نه وای کیدایشی زمونږ امت به نن تر ډیره په اتفاق او اتحاد کی وای.

    او په امریکا کی خو ولسواکی بیخی مړه ده، که نه دوه زاړه بوډاګان چه روحی ناروغان دی او د مرګ په پوله ناست دی، خو بیا هم څوک ژغ نشی کولای او ولسمشري ته په زر او زور کاندید دی.

    • قدرمند شډل افغان صیب، ښې چارې

      زه مو د احساس قدر کوم، په خبره کې مو پوره وزن وینم او د پیرنګي په شیطانۍ او چلوټو کې درسره بیخي یوه خوله یم. خو که اجازه راکوې نو همدومره به ووایم چې زموږ روان ناورین د نړیوالې جګړې له پیل څخه نه دی پیل شوی، چیرته چې دا موجوده نړیوال ځواکونه د خپل زور او برلاسۍ دې سټیج ته ورسیدل. دا غم او غمیزه د لومړیو پیړیو راهیسې را روانه ده. تر ټولو ستره بلا زموږ مذهبي اختلافات، بیا کورني بغاوتونه، بیا سپېڅلی جهالت او ورپسې د اغیارو بلوسې او لاسوهنې دي. که موږ خپل ځان، خپل امکانات او خپل چاپیریال سم درک کړو، نو زما باور دا دی چې موږ به یو برابر، مټه ور او شمله امت وګڼل شو.

      کور مو ودان

  3. سلامونه،
    د ورور ملکزي له حقایقو ډکې لیکنې او د مبصرینو په تایید،
    زما په فکر، انګریزان او نور زبرځواکان خو به خپل شیطانتونه او تطمیعات د خپلو ګټو لپاره کوي ؛مونږ او خاصاََ دولتمشران،راهبران، مخهور او مولانا ګان ولې خپل ۵۰۰۰کلن تاریخ او ۱۴۰۰کلن دین او امت پریږدو او د شرق سرنیو ته او دغرب ډهل او جازبند!! ته ګډیږو او نورې کبیره او صغیره ګناهونه او معاصي چې ولی الله ملکزي صیب پورته ذکر کړي او یا هم د یو-ټیوب ځینو ویدیو ګانو نه ېې اورو ؛په کولو او نور هم تشویقولو نه شرمیږو،؟؟؟ ؛الله مو دې اسلام او ایمان او اعمالو ته خیر کړي.آمین ثم آمین

    • محترم ډاکټر صیب صافی،

      ګیډۍ ګیډۍ سلامونه. زه مو د خپلې ننګې او خوږو لفظونو پوروړې کړم.

      مینه او مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب