دوشنبه, مې 20, 2024
Home+منظور پښتین| دولت وزیري 

منظور پښتین| دولت وزیري 

د روسانو تر منځ یوه فلکلوریکه لرغونې کیسه ده وايې:
«زموږ په کورنۍ کې واک ټول د پلار سره دی.»
کورنۍ غواړي د اوړي رخصتۍ ته لاړه شي.
پلار ماښام کور ته راځئ وايې: د رخصتۍ لپاره مې ډیر ښه ځای وټاګه.
خو کله چې میرمن راځئ وايې: دا ځای چندان ځای نه دی.
سبا ته بیا پلار وايې: بل ډیر ښه ځای مې پیدا کړ.
میرمن بیا وايې: چې دا ځای هم مناسب نه دی.
درېیمه، څلورمه او پنځمه ورځ همداسې تکرارېږي.
په شپږمه ورځ چې میرمن کور ته راځئ وايې:
هله چمتو شئ تکتونه مې اخیستي دي چې ناوخته نه شي، ژر حرکت وکړو.
سمه ده چې واک د پلار سره دی!!!
د منطور پښتین څخه یو چا پوښتنه وکړه، چې په پاکستان کې دفاع وزیر پښتون دی، وزیر اعظم هم ځان ته پښتون وايې، دا او دا هم پښتانه دي، نو بیا شکایت ولې کوئ؟
د منطور پښتین ځواب!
په واڼه کې درې ورونه وو، د یوه نوم ګورنر و، د بل نوم قايد اعظم و. او د درېيم نوم پاکستان. و.
دوی وږی وو غوښتل يې د حکومت څخه قرضه واخلي. د ادارې مشر ورته وویل، دلته خو ټول تاسو یاست، هم په خپله ګورنر، قاید اعظم او پاکستان یاست، تاسو په قرضه څه کوئ؟
منطور پښتین وايې!
زه په ننګ د پښتانه یم
دوی نیولي مغلان
لکه سپي هسې جاروزي
د مغل په اش و نان!
وايې!
کله چې د سقاو زوی امیر حبیب الله خان شو، خپل ټول غله یاران يې مقرر کړل. له غزني څخه یو وړوکی غل راغی, خپل ملګري واکمن ته يې وویل چې په غلاو کې خو زه هم در سره شریک وم اوس زما وزارت کوم یو دی؟
د سقاو زوی ورته وویل، بستونه ډک شوي دي، ته اولدار شوي خو وزیر په څپیړه وهلی شی.
فکر کوم د منطور پښتین ځواب به دا و!

دا سمه ده چې موږ ګورنر، قاید اعظم او پاکستان یو، خو یو پنجابی اولدار مو په څپیړه وهلی شي!
دلته هم سمه ده چې د «روسانو د پلار» په څیر واک د پښتانه سره دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب