دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد طالبانو لخوا د ایران د یوه تورن نفوذي عیسی حسیني مزاري...

د طالبانو لخوا د ایران د یوه تورن نفوذي عیسی حسیني مزاري احضارول

تاند ( چارشنبه، د دلوې ۱۸ مه) راپورونه وایي، چې په کابل کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ د ایران په نفوذي توب یو مشهور تورن سیاسي – فرهنګي فعال عیسی مزاري حسیني د خلکو د شکایت له مخې احضار کړی.

ویل شوي چې ښاغلي مزاري نه د کابل د لویدیزې سیمې( دشت برچي) یو شمېر خلکو شکایت کړی او هغه یې د دوی په سپکاوي تورن کړی.

حسیني مزاري څه موده مخکې په ایران کې د یوې وینا پر مهال ادعا کړې وه، چې د پرځیدلي جمهوري نظام پر مهال یوازې د کابل په دشت برچي کې زرګونه فاحشه خانو فعالیت درلود او هم د عیسویت د ترویج لپاره مرکزونه پرانیستل شوي وو.

هغه څه موده مخکې د کابل له یو خصوصي تلویزون سره د مرکې پر مهال د خپلو دغو څرګندونو ننګه وکړه او ویې ویل، چې دی هم په دشت برچي سیمه کې اوسیږي او په دې اړه پر خپلو خبرو ولاړ دی.

اوس خلکو د طالبانو امنیې قومندانۍ ته شکایت کړی او هغه یې ځواب ویلو ته غوښتی.

حسیني مزاري د تبیان په نوم د یوه ظاهراً فرهنګي مرکز مشر دی، چې د جمهوري نظام له مهاله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې فعالیت کوي.

دغه مرکز یو خبري اژانس، ځینې چاپي نشرات او دغه راز فرهنګي پروګرامونه لري چې تر ډېره د ایران د کړنو او سیاستونو ملاتړ یې محور دی.

مزاري د طالبانو لخوا د ده احضارولو ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د هغه یادې څرګندونې په پراخه کچه د خلکو توند غبرګون سره مخ شوې وې.

4 COMMENTS

  1. د تبیان مرکز په رابطه په لندن کې د بي بي سي فارسي یوه خبریال چې نوم یې رانه هېر شوی، لیکلي وو چې دغه مرکز د ایران د ولایت فقیه تر لارښوونې لاندې کار کوي او هدف یې سیمې ته د ایران د انقلاب غزول او پراختیا ده.
    ببرکه، مونږ خو کومه فاحشه نه ده لیدلې، که تا لیدلې وه بې غیرته بیا به دې په مقابل کې عکس العمل ښودلی وای. داسې ښکاري چې ته هم یا د ایران د استخباراتو سپی یې یا د پاکستان.

  2. احمد ورور ته دی وویل سی چی زه د ببرک صاحب د فرمودی د سِقم او صحت په هکله د ویلو څه نلرم خو عرض می دا دی چی موږ ولی دومره په منفی احساساتو او منفی څپو سمبال یو چی خپل یو وطندار ته د سپی خطاب کوو ؟ ولی سالمه ژبه نه کاروو او ولی موږ خپل اذهان د پلیدی بی بی سی او نورو پلیدو غربی رسنیو د پلیدو او شیطانی څرګندوونو او تحلیلونو په لمنه کی استخدام کړی دی؟

  3. زه د ښاغلی او عزتمند غلام حضرت صیب د ډیری ادبی او وطنی تبصری سره سل فیصده موافق یم.
    ځمونږ مشران دیی تل ژوندی وی.
    په درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب