جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ټاکلو د فریدون اوغلو ننګه او...

د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ټاکلو د فریدون اوغلو ننګه او په دې اړه یې توضیحات

تاند ( چارشنبه، د دلوې ۱۸ مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د دغه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو د پلان شوي ځانګړي استازي د ټاکل کېدو ننګه کړې او په دې اړه یې ځینې توضیحات ورکړي.

د طالبانو د رییس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې هغه له مولوي کبیر سره په دې اړه خبرې کړې دي.

اوغلو ویلي؛ ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي استازي اړتیا ویني، چې د نړیوالو شریکانو په خوښه به ټاکل کېږي؛ خو د دغه استازي د کار ساحه او لایحه به د افغانستان لپاره د سولې د پخوانیو ځانګړو استازو سره توپیر ولري.

د مولوي کبیر دفتر په دې اړه د نوموړي نور توضیحات نه دي خپاره کړي.

اوغلو مولوي کبیر ته دا هم ویلي، چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې به د افغانستان په اړه ښې پرېکړې وشي او له دې کنفرانس وروسته به له افغانستان سره د نړۍ په اړیکو کې مثبت تغییرات راشي.

د مولوي کبیر غبرګون

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال فریدون اوغلو ته ویلي؛ دوی د افغانستان په اړه د نوموړي د د راپور ډېرې برخې تاییدوي خو له یوې برخې سره یې چې دافغانستان لپاره د ځانګړي استازي غوښتنه کوي همغږي نه دي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما په شتون کې د سولې د نوي استازي ټاکلو ته اړتیا نه ویني.

مولوي کبير

نوموړي ویلي؛ د طالبانو اسلامي امارت هم غواړي، چې له نړۍ سره ښې اړیکي ولري او د دوحې په راتلونکې ناسته کې یې د اسلامي امارت د استازو د ګډون په اړه بحثونه پيل کړي دي.

هغه داد نړیوال بانک له لوري د نیمګړو پروژو د بیا پیلېدو هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې، چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې دې د افغانستان د بیارغونې، بشري مرستو او پر بانکي سیستم د تعزیراتو په لرې کولو کې اغېزمن ګامونه واخیستل شي.

په دې اړه څو نور خبرونه:

د دوحې ناستې له ګډونوالو د حامد کرزي غوښتنه – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب