دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهتاجکستان: افغانستان نه د نشه یي توکیو قاچاق نه دی کم شوی

تاجکستان: افغانستان نه د نشه یي توکیو قاچاق نه دی کم شوی

تاند ( چارشنبه، د دلوې ۱۸ مه) د نشه یي توکیو پر وړاندې د تاجکستان د مبارزې د ادارې مشر د روسیې ټاس خبري اژانس ته ادعا کړې، چې له افغانستانه دغه هېواد ته د نشه یي توکیو قاچاق نه دی کم شوی.

د یادې ادارې مشر له زیاتو جزییاتو پرته ادعا کړې، چې لا هم د هیرویینو، تریاکو او متامفتامینونو په ګډون ګڼ نشه‌يي توکي له افغانستانه تاجیکستان ته لېږدول کېږي.

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په دې اړه داسې غبرګون ښودلی::«دا وخت او امکاناتو ته اړتیا لري او هغه څه چې موږ یې په واک کې لرو، استفاده کړي مو دي او ښه مخته تللي دي. مخکې هم په افغانستان کې بې‌وسۍ موجودې وې او اوس هم د قاچاق شاهد دی او په ټولیزه توګه دا ستونزه حل شوې نه‌ده. دا وخت او امکاناتو ته اړتیا لري چې اوس موږ دغه هر څه نه‌لرو. همکارۍ ته اړتیا ده او تراوسه یوه هېواد هم د کره مسوولیت احساس نه‌دی کړی.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه يي توکو سره د مبارزې څانګې په یوه راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید او کرکېلې کچه د تېر زیږدیز کال پرتله ۹۰ سلنه راټیټه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې وخت پر وخت د طالبانو د رژیم چارواکي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه یي توکیو د کښتونو د اړولو او په تور یې د یو شمېر کروندګرو د نیولو خبر ورکوي.
د طالبانو رژیم د نشه یي توکیو پر هر ډول کښت، قاچاق او کاروبار بندیز لګولی او څارونکي باور لري چې تر ډېره په دغه کار بریالی شوی هم دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب