شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهملا متقي ته د دوحې غونډې په اړه د یوناما د مشرې...

ملا متقي ته د دوحې غونډې په اړه د یوناما د مشرې وضاحتونه

تاند ( شنبه، د دلوې ۱۴ مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازیتوب دفتر( یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست ملا امیرخان متقي سره لیدلي دي.

د متقي ویاند عبدالقهار بلخي په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دغې لیدنه کې د وروستیو ډپيلوماټیکو پرمختګونو، د دوحې د راتلوونکي غونډې، د سینیرلي اوغلو د راپور په هکله خبرې اترې شوي دي.

بلخي لیکلي چې ښاغلي متقي په دغې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه په اړه دطالبانو یوځل بیا په ډاګه کړی او د خپل رژیم او ملګرو ملتونو سازمان ترمنځ یې پر رغنده تعامل ټينګار کړی دی.

سرچینې د دغو څرګندونو جزییات نه دي روښانه کړي، خو ویلي چې د یوناما مشرې یو ځل بیا د طالبانو رژیم ته د دوحې په کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړه.

متقي د نوموړې په ځواب کې ویلي، چې دوی به د ترلاسه شویو وضاحتونو له مخې د یادې غونډې په اړه پرېکړه وکړي.

پر دوحې ناستې د طالبانو اعتراض او ورسره د پرېکون احتمال – تاند (taand.net)

1 COMMENT

  1. که روزا اوتونبایوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره د دوحې په غونډې کی د ځانګړی استازی د ټاکل کیدو خبره کړی وی. نو ډیر احتمال شته چه طالیبان د دوحې غونډه کی برخه وانخلی. او که برخه واخلی شاید وړوکی چارواکی ورولیږی.
    ځکه د دغه استازی سره دوی مخکی مخالفت کړی وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب