جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې مودې د تمدید احتمال

پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې مودې د تمدید احتمال

تاند ( شنبه، د دلوې ۱۴ مه) راپورونه وایي چې د پاکستان موقت حکومت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د استوګنې مودې د دوه میاشتني تمدید په اړه ممکن پرېکړه وکړي.

یو شمېر پاکستاني رسنیو د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، چې په دې اړه خبرې اترې روانې دي.

د پاکستان چارواکو دا راپور تر اوسه نه رد کړی او نه تایید کړی دی.

ویل کیږي، چې دغه احتمالي تمدید به په پاکستان کې د مېشتو نا ثبت شویو افغان کډوالو اړوند وي.

په تازه ارقامو کې د دغو کډوالو شمېر یو میلیون او څلور سوه زره تنه ښودل شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د فبرورۍ په اتمه پارلماني ټاکنې لري او ویل کیږي، چې د دغو ټاکنو لپاره په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم په منځګړتوب د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر منځ اوربند شوی.

رسمي سرچینو په دې اړه د پاکستان د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې راپور نه تایید او نه رد کړی، خو لیدل کیږي چې په وروستیو ورځو کې د پاکستان د نا امنۍ پېښې کمې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب