جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+نړۍ د ستر بحران پر لور | دولت وزیري

نړۍ د ستر بحران پر لور | دولت وزیري

د لومړۍ او دويمې نړیوالو جګړو تر مخه حالات د نننۍ نړۍ حالاتو ته ورته حالات و. هغه مهال هم د هیوادونو تر منځ بې باوري وه. سړه جګړه وه. هره خوا په سیاسي، اقتصادي او د وسلو په ډګرونو کې سیالۍ وي. جګړې وي. جګړه ییزې ډلې ټپلی را منځته کيدل و. د مسلمانانو د عثماني ستر خلافت پر ضد اروپايی هیوادونه سره متحد کیدل.

په مشخصه توګه د لومړۍ نړیوالې جګړې تر مخه حالات ټکې په ټکې نننیو حالاتو ته ورته دي. لومړۍ نړیواله جګړه چې د ۱۹۱۴ م کال د جولای په ۲۸ مه په بالکان کې پیل شوه د ۱۹۱۸ م کال د نومبر په ۱۱ مه پای ته ورسېده، له ځانه یې ۱۷ میلیونه مړي او ۲۵ میلیونه ټپیان پرځای پرېښول. جګړه د جرمني، اطریش – هنګري، روسيې، فرانسې، بریتانې او وروسته د امریکا متحده ایالتونو سترواکیو او د دوی تر منځ د سیاسي، اقتصادي سیالیو په خاطر پیل شوه. له بله پلوه د امپریالیزم د ملت پالنې پراخونکی سیاست، د وسلو سیالیو او د عثماني سترواکۍ کمزورې کیدل يې هم د دغې جګړې په لاملونو کې شمیرلی شو. له بله پلوه هغه شخړې یې هم لامل بللی شو، چې له ۱۸۶۷ م کال څخه وروسته، په اروپا کې د واک د توازن د له منځه تللو لامل شوي.

د لومرۍ او دویمې نړیوالو جګړو تر منځ فاصله کې هم حالات د نننی حالااتو سره کوم تفاوت نه لري. دویمه نړیواله جګړه خو په ښکاره په ۱۹۳۹ م کال د سپتمبر په لومړي نيټه په پولمنډ باندې د آلمان لخوا یرغل و، چې ور سره جوخت فرانسه او بریتانیا د جرمني پر ضد جګړې ته داخل شول.

خو په حقیقت کې د ۱۹۳۳ م کال د نازې ګوند او هتلر سیاسي بریا، د چېن په مقابل کې د جاپان نظامي کړنې، په مانچوریا باندې د جاپان یرغل، په ايتوپیا باندې د ايټالیا یرغل، د المان سره د اطریش یو ځای کول، د ۱۹۳۰ م کلونو په لسیزو کې ستر نړیوال اقتصادي بحران او د جرمني د نژاد برتري او ځانغوښتنه د جګړې د مهمو عواملو څخه ګڼلی شو.

که اوسني حالت د هغو حالتو سره پرتله کړو ټکې په ټکې نړۍ د ستر بحران پر خوا روانه ده.

په نړۍ کې ستر اقتصادي بحران دی. د ګرانۍ څخه د اروپا عام خلک تر پوزې پورې رسیدلي دي.

د هیوادونو تر منځ بې باوري اخیرنی حد ته رسیدلي ده. په هره خوا جګړې روانې دي. د روسيې او اوکراين تر منځ جګړې ټوله اروپا ناارامه کړې ده. د نړۍ امنیت ته د داعش په نامه شبکې ستر جنجال را خوټولی دی. د سوريې پر سر د عراق، سوريې،
ایران، امریکا او روسیې رقابتونو ستر بحران را منځته کړی دی. د هوسیانو، یمن، ایران مخامخ کیدل د امریکا او انګلیس سره، د هند او پاکستان او ور سره د هند او چین کړکیچ هم لوی بحرانونه دی.

د مصر، سعودي، اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ رقابتونه او د غزې د تړانګې جګړه د حماس او اسرايلو تر منځ.جګړې د ناتو او روسانو تر منځ د وسلو سیالي، د نوو ډلو ټپلو را منځ ته کیدلو هڅې، د افغانستان، ایران او پاکستان تر منځ بې باوري دا او دې ته ورته عوامل د نړۍ هغه بحرانونو څخه شمیرلی شو چې نرۍ د ستر بحران پر لور رهنمايې کوي.

که د لومړۍ او دویمې نړیوالو جګړو د فلم هلک جرمني حساب کړو. د اوسنیو کړکیچونو د فلم هلک کټ مټ د امریکا متحده ایالتونه دي. د اوکراین او روسيې جګړې ته د امریکا نغارې ډنګیږي، د غزې او اسرایلو تر منځ د جګړې تر شا امریکا ده. د سوريې، عراق،لیبیا او د عربو د پسرلي تر شا هم امریکا ولاړه ده. د یمن، هوسیانو، ایران سره د کړکیچ مسؤلیت هم د امریکا پر غاړه دی. دا او دې ته ورته نورې په لسګونو پیښې شته چې امریکایان يې تر مخ او یا تر شا ولاړ دي.

په داسې بحراني شرايطو کې د خپل هیواد او خپلو خلکو ساتل ډیرې سترې سیاسي پوهي ته اړتیالري.

په داسې بحراني شرايطو کې که سیاسیون وکولای شي چې د هیوادونو سره په اړیکو کې موازنه، په. سیاست کې د افراط او تفريط څخه جلوګیری او اعتدال ته ترجیح ورکول، د ملت متحد ساتل او د خپلو خلکو د باور تر لاسه کول دا او دې ته ورته مسایل کولای شي چې د نړي په بحراني حالاتو کې خپل هیواد او خپل خلک له ډیرو زیانونو څخه خوندي وساتي.

زموږ هیواد افغانستان هم یو د ډیرو اسیب پذیرو ملکونو څخه دی. په وچه کې را ګیر هیواد دی. د نااهله ګاونډیانو سره يې سرو کار دی. د لویو قوتونو د نیابتي جګړو لپاره ښه ډګر دی. کورنۍ ستونزو کې را ګیر هیواد دی. خلک مو سره واحد نه دي. اقتصادي ستونزې خورا ډیرې دي. په داسې بدوحالاتو کې یوه متوازن سیاست ته اړتیا ده. څومره چې وکولای شو د سېمې او نړۍ هیوادونو سره اړیکې عادي کړو او د خپل هیواد په رغولو بوخت ښو. تر څنګ يې د یوه او بل په منلو سره ملي یووالي ته کار وکړو. له دې سره به مو په دې بحراني نړۍ کې خپل هیواد له زیانونو بچ کړی وي.

2 COMMENTS

  1. ښاغلی او محترم وزیري صیب
    ډیره مننه ښه معلوماتی لیکنه ده، بلی نړی د نامعلومه او ستر بحران په خوا روانه ده.
    که امکان ولری او یوه بله لیکنه د اتومی او هستوی بمونو د تخریب، او د استعمال په وخت یی انسانان کومی لارښونی عملی کړی.

    ځکه پخوا اتومی بمونه وه مګر اوس هایدروجنی او نیوترونی بمونه هم جوړ شویدی، د اوریدو په اساس کوم اتومی بمب چه د جاپان په هیروشما ښار استعمال شوی وه، د دغه بمب ۲۰۰ چنده قوی هستوی بمونه جوړ شویدی، چه ښار نه بلکه یو مملکت تباه کولای شی.
    ستاسی د لیکنی په انتظار.
    په درناوی

  2. کله چه زمونژ په خلکو د امریکا بمباری او وحشت را یاد شی او په هغه وخت که زمونژ د هیواد د یوه سپاهی (!) توجهات او ویاندی را یاد شی او اوس یی نصحتونه اورم ګنګس شم.

    بس وروره الله پاک مو د پوه کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب