جمعه, مې 17, 2024
Home+ایا چین حاضر دی چې میلیاردونو ډالره پانګونه په افغانستان کې وکړي؟

ایا چین حاضر دی چې میلیاردونو ډالره پانګونه په افغانستان کې وکړي؟

شاه محمود میاخېل

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر، ملا ندیم څه موده د مخه ویلې و، هر که نان میدهد، فرمان هم میدهد. که د فرمان مسله وڅیړو، د سیګار په قول، د طالبانو له راتګ سره امریکا ۲.۶ میلیارده ډالره تر اوسه افغانستان ته ورکړي دي. د چین په شمول نورو ټولو هیوادونو یوازې درې سوه میلونه ډالره له افغانستان سره مرسته کړې ده. په دې توګه د چین ونډه به په دې درې سوه میلیونو ډالرو کې د دیرش یا څلویښت میلونونو ډالرو نه زیاته نه وي ځکه په دغه درې سوه میلیونو ډالرو کې د اروپایي هیوادونو ونډه زیاته ده. خو په مقابل کې یې چین له افغانستانه څومره ګټه کړې ده. که محاسبه شي نو چینایانو څو چنده ګټه کړې ده. یوازې په ۲۰۲۳ زکال کې چین افغانستان ته تقریبا ۱۱۸ میلیونه ډالره صادرات او د افغانستان نه یې ۱۶.۱ میلیونه ډالره واردات درلودل. په ۲۰۲۳زکال کې د چین او افغانستان د تجارت کسر، ۱۰۲ میلیونه ډالره دی.

په تیرو څو لسیزو کې د چینایانو همدا پالیسي وه چې په افغانستان کې سرمایه ګذاري ونه کړی او په مقابل کې ډیر څه تر لاسه کړي. که د تیرو کلونو د وارداتو ګراف وکتل شي نو چین په ۲۰۱۸زکال کې ۶۶۸ میلیونه ډالره، په ۲۰۱۹زکال کې ۶۰۰ میلیونه ډالره او په ۲۰۲۲زکال کې ۵۵۳ میلیونه ډالره صادرات أفغانستان ته درلودل[1]. د دغه صادراتو ګټه څو چنده د هغه مرستو نه زیاته وه چې د أفغانستان سره یې درلودله.

د شوروي اتحاد سره د جګړې په وخت کې هم چینایانو کلاشینکوفونه او سکرتر بیست توغندي مجاهدینو ته د پاکستان له لارې ورکول . چین د مجاهدینو په روزنه کې برخه درلوده خو په مقابل کې یې د امریکا نه نوې سلاوې تر لاسه کولې. د جمهوریت په وخت کې هم چین د لوګر د مسو د عینک قرارداد چې تقریبا درې میلیارده ډالره و، امضا کړ خو د دغه معدن په استخراج کې سرمایه ګذاري ونه کړله. هسې انې بانې به یې کولې او خبره دی ته ورسیدله چې د أفغانستان حکومت په دې فکر و چې دا قرارداد لغوه کړي. همداشان چین غواړي چې د لیتیم او تیلو په برخه کې هم قراردادونه واخلي خو په عملي توګه چین په أفغانستان کې تر اوسه پانګونه نه ده کړې او نه یې کوي. په ساده اصطلاح، چین یوازې غواړي چې خپل څادر او خولۍ هر چیرته کیږدي او ځایونه ونیسي خو د پانګونې په هکله په لنډمهال کې جدي فکر نه لري.

یو وخت په لندن کې په یو کنفرانس کې وم نو د چین د خاص استازي نه مې پوښتنه وکړه چې ستاسي پالیسي د افغانستان په هکله څه ده او که امریکا ووځي نو ستاسي دریځ به څه وي؟ هغه وویل چې چین د افغانستان د معدنونو په ویستلو کې عجله نه لري او کله چې شرایط برابر شول نو هغه وخت به په معدنونو کې پانګونه کوي. د چین ستراتیژي د پانګونې په هکله ډیره اوږده ده او عجله نه لري.

په دې توګه، که د چین اوږدمهالې پالیسۍ ته ځیر شو، که څه هم د طالبانو او چین تر منځ روابط ګرم ښکاري خو چین په افغانستان کې داسې پانګونه نه کوي چې د افغانستان اقتصاد ته رشد ورکړي او په مقابل کې غواړي چې د افغانستان نه ګټه تر لاسه کړي. که څه هم د چین او طالبانو تر منځ روابط د نارملیدو خوا ته روان دي خو چین لا نه دي ویلي چې دوی طالبان په رسیمت پیژندلې دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون وویل که افغانستان د نړۍ غوښتنو ته مثبت ځواب ووایه لکه یو همه شموله سیاسي جوړښت، په کورنیو او بهرنیو چارو کې منځګړې تګلاره، د ټولو ترورستي ډلو په وړاندې مبارزه او د نړۍ او په خاصه توګه د ګاونډي هیوادونو سره دوستانه روابط ایجاد کړل، دا پخپله د نړۍ په کچه د افغانستان د یو ځای کیدو معنی ورکوي ځکه د ټولو خواوو غوښتنو ته به یې مثبت ځواب ویلې وي[2]. چینایان دا هم وایي چې نړۍ باید افغانستان پرېنږدي او هدف یې دا دی چې نور باید مصارف ورکړي او دوی یوازې خپل څادر کیږدي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر خبره، طالبان اوس د چا فرمان مني؟ ایا د امریکا فرمان مني چې تر اوسه یې افغانستان ته ۲.۶ میلیارده ډالره د دوی د راتګ نه وروسته ورکړي دي او که د چین چې تر اوسه یې لا هیڅ د افغانستان سره مرسته نه ده کړې او په عوض یې د غریب افغانستان نه ګټه یورته کړې ده؟

دا باید یاد ولرو چې چینایان ډیر هوښیار دي او خپلې ګټې د نورو د ګټو لپاره نه قربانوي کوي. یوازې د عکسونو په خپریدو او کتنو باید طالبان خوشاله نه اوسي او د دنیا سیاست د دې نه هم ډیر مغلق دی او د نړۍ او هم د ګاونډي هیوادونو د ګټو تر منځ توازن ساتل اسانه کار نه دی. هر څوک د خپلو ګټو لپاره کار کوي. ښه به دا وي چې طالبان د چینایانو او نورو هیوادونو د رضا کولو په عوض، خپل ملت ته رجوع وکړي او یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام راوستو ته زمنیه مساعده کړي. کله چې ولسي مشروعیت رامنځته شو، نړیوال مشروعیت پخپله رامنځته کیږي او افغانستان د سیمې او نړۍ د رقابتونو ډګر نه ګرځي.

[1] https://tradingeconomics.com/china/exports/afghanistan

[2]https://www.fmprc.gov.cn/mfa_eng/xwfw_665399/s2510_665401/2511_665403/202401/t20240131_11237282.html

4 COMMENTS

  1. میاخیل صاحب سلامونه. دیره مننه، دا واقعیت دی او تاریخ ثابته کریده چی چینیان همدغه پالیسی په نورو هیوادو کی هم لری کومی ته چی تاسو اشاره وکره.
    میاخیل صاحب حل سه دی؟ سنگه ملت ته رجوع وکری؟ سنگه ملت راضی کری؟ ملت خو تیار….. دی.
    سوک په جاسوس احمد مسعود پسی چکچکی کوی، سوک په حاجی قدیر پسی زغلی، سوک په عطا پسی وی، سوک دوستم غواری، سوک بیا متعصب محقق، ربانی، قانونی او… غواری.
    زما په نظر که طالبان دوه یا دری کاره وکری ددی سرتمبه اولس دپاره همدغسی دیکتاتور حکومت په کار دی.
    لمری: د اناثو کار او تحصیل ته دی اجازه ورکری.
    دوهم: متخصص تقوا داره خلگ مقرر کری.
    دریم: د جمهوریت هیچ لور پورکی چارواکی ته دی مقام نه ورکوی.
    خلورم: میاخیل صاحب تاسو غوندی خلگو سره دی مشوره کوی خو مقام دی نه درکوی.
    پنخم: مطلق شریعت دی تطبیق کری. یعنی حدود دی جاری کری.
    شپژم: هر سوک چی دوهم تابعیت لری وظیفه دی نه ورکوی.
    اوم: د مخالفانو جدی نظارت دی کوی زکه جاسوس او خایین ورکی زیات دی.
    اتم: د پاکستان او افغانستان خخه دی خپل مهاجر را وباسی البته په تدریجی دول.
    نهم: دپاکستان او ایران لپاره دی جدا استخباراتی دندی، ریاستونه یا بل هر نوم چی ورکوی ایجاد کری چی دنده یی د دواره هیوادونو ضعیفو نقاطو پیدا کول دی او د ضرورت په وخت په کار ورخخه اخلی.
    لسم: تجارتی اتکا دی پر پاکستان او ایران کمه کری.
    یولسم: مشران دی غورمالان و پیژنی- اشرف غنی چی یی برباد کر همداسی به دا خایه ملان تاسو هم خرابوی.
    دولسم: په هیج خارجی هیواد دی باور نه کوی.
    دیارلسم: د مدرسو نصاب اپدیت شی او واحد نصاب دی تطبیق شی.
    خوارلسم: تول دینی مدارس ثبت شی، مالی مدرک یی معلوم شی او هر ارخیز معلومات یی وشی.

    میاخیل صاحب محترم سه پکی وایی او دا کارونه په کوم میکانیزم وشی؟

    • افغان صیب مونږ به درته خط درکړو چې په اینده کې په هیڅ حکومت کې کار نه کوو. ما څلور کاله په حکومت کې کار کړیدی او څلویښت کاله مو د حکومت نه بهر کار کړیدی. خبره دا ده چې نظامونه او حکومتونه یوازې په شعارونو نه جوړیږي. که زما مخکنې مقاله دې لوستلې وي نو هره دوره جنګسالاران زیږولې دي او اوس هم جنګسالاران وجود لري فقط شکل او قیافه یې بدلیږي. همدا کسان چې په قدرت کې دي د یو چا زوی او ورور دی. که نظام او سیستم تقویه نشي او دولتي موسسات د قانون په چوکاټ کې کار ونه کړي او قانون په ټولو یو شانته تطبیق نشي نو په هغه هیواد کې هیڅکله امن نشي راتلای. په دا هر ماده د وړاندیزونو باندې یو کتاب لیکل کیږي ځکه دا تطبیقول په خلا کې نه کیږي. له بده مرغه ګاونډیانو او نورو هیوادونو دومره په افغانانو کې نفوذ کړې چې پاک او ناولې لاس نشي معلومولې. د پاکستان د علما رول د استخباراتو نه زیات دی. په هر حال کې د اساسی قانون نه په غیر ته نشي کولاې چې نظام جوړ کړې اود خلکو حقوقو خوندي پاتې شي. په درنښت

  2. ښاغلی میاخیل صیب سلامونه
    2،6 میلیارده ډالر د امریکا جنګی او سیاسی ډالر دی، او د ګاونډی چین تجارتی او اقتصادی ډالر دی.
    کوشش وکړی چه سیاست او اقتصاد سره مخلوط نکړی.
    امریکا په کال کی د چین څخه د ۶۰۰ میلیاردو ډالرو واردات لری او چین په کال کی دامریکا څخه د ۱۰۰ میلیارده واردات لری.
    کله چه ښاغلی غنی ولسمشر وه د هغه ډیره اقتصادی تکیه په چین وه. مګر هغه هم هغه بله ورځ موضوع سیاسی کړه.
    کوشش وکړی د خپل وطن لپاره خدمت وکړی نه بخالت.
    چشم بخیل کور

    امریکا ځمونږ څخه ۱۲۰۰۰ کیلو متره فاصله لری او چین مو ګاونډی دی. نن که اروپا ده او که نور براعظمونه زیادتره اقتصادی شیان او سامان یی د چین څخه واردیږی. اوس چه زه یی ګاونډی یم نو زه ولی د اقتصادی منطق څخه کار وانخلم.

    د امریکا فوځونه او عسکر چه په هر ملک کی شتون ولری هغوی ځینی پالیسی لری چه ډالر بادوی ولی هغه فرصت تاسی اوس د لاسه ورکړیدی، د امریکا د ډالرو په وخت کی مو وطن په اقتصادی پښو و نه درولو، د وطن پرځای مو شخصی ګټو ته ترجع ورکړه.

    سمه ده میاخیل صیب تاسی ماته معلوم یاست چه شخصی ګټو ته مو ترجع نه ده ورکړی. تاسی پاک او صداقتمند افغان یاست.

    مګر د کرزی ورونه، د مرحوم مسعود ورونه، عطآ نور، ظاهر قدیر، ملا تره خیل، سیاف، بسم الله خان، میر رحمان رحمانی، محقیق، دوستم او نورو خپل شخصی جیبونه ډک کول.

    • سلامونه! مننه. زمونږ مشکل همدا دی چې همیشه په افرادو بحث کوو او په سیستم یې نه کوو. کله چې ملي چتر ضعیفه کیږي نو خلک بیرته محل ته رجوع کوي او محل کې هغه کسان چې ټوپک او زور لري، د هغوي د نفوذ لاندې راځي. زمونږ ستونځه د ګاونډیانو سره د ه او ګاونډیان کوښښ کوي چې د افغانستان مسله سیمه ایزه وښایي تر څو دوی نفوذ ولري. نن اقتصادي مسایل نړیوال دي او هر ملک د خپلو ګټو لپاره کار کوي. هیڅ هیواد دایمی دوست او دښمن نه لري. همدغه چین د پاکستان سره اړیکې ښې وې او مجاهدینو ته یې سکربیست ورکول او په مقابل کې د امریکا نه سلاوې اخستلې. مونږ نه وایو چې د ګاونډیانو سره دې اړیکې نه وي خو کاشکې ګاونډیان هم د افغانان په وړاندې صادقه وی. په هر حال مهمه مسله دا ده چې قانونمند او مشروع حکومت څنګه رامنځته شي ځکه تر څو چې په هیواد کې سیاسي ثبات او بشري امنیت تامین نشي نو فزیکي امنیت نشي تامین کیدلې. د نړۍ په سیاست کې هر څه نسبي دی. سیاست، امنیت او اقتصاد سره تړیدلي دی. که داسې نه وې نو په جمهوریت کې د ټولو نیمګړتیاو سره هر څوک دې په خپل ماحول کې فکر وکړي چې په ۲۰۰۱ کال په څه حالت کې افغانستان و او اوس کوم حالت کې طالبانو ته حکومت په لاس ورغې؟ خو دا چې اقتصادی هڅې د امنیت او ښې حکومتولې سره نه وې تړلې شوې نو نظام سقوط وکړ. بیا هم مننه د تبصرې نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب