جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبانو ته په ازبکستان کې د افغان سفارت د سپارلو ګونګوسې

طالبانو ته په ازبکستان کې د افغان سفارت د سپارلو ګونګوسې

تاند ( شنبه، د دلوې ۱۴ مه) نا تایید شوي راپورونه ښيي چې په ازبکستان کې د افغانستان سفارت د طالبانو د رژیم استازي ته سپارل شوی دی.

پر ټولنیزو رسنیو یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې یو طالب استازی دوی ته د سفارت سپارلو په اړه غږیږي او د ناستې نورو کسانو ته وایي چې په افغانستان کې د اختلافونو باوجود له هېواده بهر ټولو افغانانو ته په یوه سترګه کتل کیږي.

د ویډیو خپرونکو ویلي، چې غږیدلی کس مغفورالله شهاب نومیږي او د طالبانو د معادن او پټرولیم د وزیر شهاب الدین دلاور زوی دی.

ویل شوي، چې هغه د طالبانو له لوري د افغان سفارت سرپرست یا سمبالونکی ګومارل شوی.

د طالبانو ویاندویانو، د ازبکستان حکومت او په ازبکستان کې د افغانستان سفارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیوکې له طالبانو سره د بهرنیو هېوادونو تعامل په زیاتیدو دی، تر دې چې چین یې تېره اوونۍ د سفیر باور لیک ومانه او دا کار د امریکا او د طالبانو د مخالفانو له سخت مخالفت سره مخ شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب