شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د اوبو اهمیت|محمدداوود نیازی

د اوبو اهمیت|محمدداوود نیازی

۲۲ثور , ۱۳۹۹

اوبه د ژوند له اړینو اړتیاوو څخه شمیرل کیږی، انسان پرته له اوبو ژوند نه شی تیرولی، اوبه د انسان په ژوند کې په مخامخ او نا مخامخ ډول ځانګړی اهمیت لری، په نړۍ کې هیڅ یو ژوندی موجود خپل ژوند پرته له اوبو مخ ته نشی وړلی، د اوبو اهمیت ته په کتو په کال ۱۹۹۹ زیږدیز کې اقتصادی ماده وګڼل شوه اوبه د طبیعې سرچینو لکه ځمکه، ځنګل، کان، ژویو په خلاف اغیزه، له سیاسی پولو بهر هم موجوده وی لکه د سیندونو جریان په څو هیوادنو کې. د اوبو پر سر شخړې په ټوله نړۍ کې شته ځکه په ټوله نړۍ کې ۲۵۰ شاه خوا داسې سیندونه شتون لری چې له څو هیوادونو څخه تیریږی. هغه تازه راپور چې د امریکا جان هاپکنز تازه خپور کړی دی په کې راغلی په ۲۰۲۵ زیږدی کال کې به هرو دریو نفرو څخه یو نفر په داسې یو هیواد کې ژوند کوی چې هلته به د اوبو کمښت وی.

که څه هم افغانستان د اوبو له کبله بډایه هېواد دی تفریبا ۷۵ میلیارد متره مکعبه د اوبو کلنۍ جریان لری خو یوازې له دیرش سلنې په هېواد کې ګټه پورته کیږی او نورې ګاونډیو هېوادونو ته بهیږی چې له ایران پرته له نورو هېوادونو سره موږ دا ستونزه نه ده حل کړی. افغانستان ټول ۱۳۰ کوچنی او لوی سیندونه لری چې ۴۳ یې لوی دی. چې د کنړ سیند هم له لوی سیندونه څخه ګڼل کیږی، دا سیند د پشه ای، مستو، لختو چترال او پیج له سیندو څخه جوړ د کونړ سیند ته د چترال سیند هم وایی د کونړ سیند خونی قلعه بلور داغ یا د پامیر د اوبو بند څخه سرچینه اخلی کونړ او ننګرهار خړوبوی او ثمرخیلو کې د کابل سیند سره یو ځای کیږی. اوږد والی ۴۸۰ کیلومتره دی او ۱۱ میلیاردو متره معکب اوبه لرونکی دی.

د کنړ پر سیند د بندونو خبرې د داودخان له وخته کیږی خو له بده مرغه تر اوسه په دی برخه کې داسې کار ونه شو چې د دې سیند اوبه مهار شی نو اوس کنړ ته وارداتی بریښنا ورکول کیږی. دا چې ولې د کنړ پر سیند بند نه جوړیږی لاندې عوامل لری :

د افغانستان او پاکستان د اوبو د ویش مسله:

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوبو د ویش په اړه تر اوسه افغان لوری دا مسله نه ده مطرحه کړې چې اسای علت یې د ډیورنډ مسله ده که چیرته د ډیورنډ مسله حل شی نو دا موضوع په خپله حلیږی، ځکه د اوبو د ویشو د نړیوالو اصولو له مخې هغه سیندونه چې سره تر پایه په یوه هېواد کې بهیږی حقوق یې هم په هماغه هېواد پورې اړه لری. نو ځکه د کنړ سیند سر تر پایه په افغان خاوره کې بهیږی او حقوق یې هم د افغانستان دی.

دا چې د افغانستان او پاکستان تر منځ دا ستونز نه ده حل شوی نو نړیوال هم نه غواړی په داسې جنجالی مسایلو کې پانګونه وکړی ځکه نه غواړی چې له ځانه یو هېواد خفه کړی.

که څه هم په ظاهر پاکستان وایی چې د کنړ سیند له چترال څخه سرچینه اخلی او ډیر وخت په دې سیمو بریدونه هم کوی او ډیورنډ کرښې ډیر برخې هم نیولی یو سبب یې د کنړ د سیند د اوبو د سرچینو کنټرول دی خو په پټه د دې مسلې حل پسې ګرځی خکه چې پاکستان غواړی له افغانستانه نه ډیرې اوبه ترلاسه کړید پاکستان د اندوس د سیند د اوبخور مساحت حوزه د پاکستان د ټولې خاورې ۲۵ سلنه جوړه وی چې د پاکستان ۸۰-۸۵ سلنه نفوس هم دلته میشت دی. چې د اندوس او فرعی حوزو د اوبو مقدار ۱۵۲ میلیون ایکرفت ته رسیږی چې چې له ډلې ۱۴۳ میلیون ایکرفت د خپلو لودیزو فرعی برخو (افغانستان) او ۸.۴ میلیون ایکرفت ختیز برخې (هند) دی د دې هیواد دی د ډهلی ټایمز په ۲۸ مارج ۲۰۰۴ کې د پاکستان له نقله لیکلی ول چې د کابل سیند او د کنړ شاخه د اندوس مهمه برخه جوړه وی او که هغوی تر ګټې پورته کړی نو ۱۵ سلنه به کمښت راولی.the nation ورځپاڼ په وینا له افغانستان څخه پاکستان ته هر کال ۱۸ میلیون ایکرفټ اوبو پاکستان ته ځی چې د پاکستان ټولې د اړتیا وړ اوبه ۱۱۶ میلیون ایکرفټ دی.پاکستان د ټولو اوبو له ډلې ۳۶ سلنه له بهر څخه ګټه پورته کوی چې ۲۰ سلنه یې له افغانستان څخه دی.د ملګرو ملتونو د راپور له مخې پاکستان د اوبو د کمښت د هیوادونو په اووم نمبر کې ځای لری. د پاکستان دلچسپی په افغان سوله کې یو عامل اوبه دی لکه څرنګه چې کشمیریان د خپلو اوبو قربانی دی د افغان جنګ هم یو علت اوبه دی.

پاکستان د کابل پر سیند د افغانستان د له خوښې پرته ۳۵ بندونه جوړ کړی، اساسی علت یې همدا دی که کله د اوبو د ویش مسله راشی چې پاکستان د ډیرو اوبو مستحق شی ځکه د اوبو د ویش د نړیوالو اصولو له مخې هغه هېوادو چې د اوبو د ویش څخه وړاندې ډیر تاسیسات جوړ کړی وی ډیره برخه اوبه ترلاسه کوی. نو موږ هم باید دا کار کړای وای خو له به مرغه موږ دومره بودجه نه لرو او هر لحاظ له پاکستان څخه شاته یو.
امریکه هم نه غواړی له یوې خوا پاکستان خفه کړی او بله اړخه غواړی چې مرکزی اسیا هېوادونه په یوه نه یو ډول له روسې څخه را جلا کړی او د امریکا منځنی اسیا هېوادونو په سټراتژۍ کې دا موضوع ډیره ښه روښانه شوی نو ځکه دد ې ډول پروژو لپاره پیسې ورکوی چې هم پاکستان، افغانستان او مرکزی اسیا سره خو شاله کړی.

اوس که کونړ ته وارداتی بریښنا ځی یو ښه خبر دی تر هغې چې موږ کار وکړو او ځان له نړۍ سره سیالان کړو نو بیا به د خپلو اوبو مسایل له ټولو ګاونډیانو سره حل کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب