ليکنه، عبدالوحید “وحيد”
د واخان دهلیز د بدخشان په ولایت کې د هندوکش او پامیر غرونو په منځ کې موقعیت لري او شمال ته یې د قراقرم غرنۍ لړۍ پرته ده. دا سیمه په تاریخ کې جيو ستراتيژيک خو په اوسني وخت کې جيوپوليتيک او جيواکانوميک ځانګړتیاوې لري. په ځینو برخو کې د سمندر له سطحې څخه تر 7000 مترو پورې لوړه سيمه ده. په يادو غرونو کې د واخان کوچنى سړک، چي د طالبانو لخوا له کار لاندي، خورا لوړ ارزښت لري، افغانستان او چین سره نښلوي. سره له دې چې له چین سره د افغانستان د نښلولو لپاره د دغې لارې په تړاو هیلې شتون لري، خو بیجینګ د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) او په سیمه کې د امنیتي وضعیت په اړه د اندیښنو په ګډون د مختلفو عواملو له امله له دغه سرک څخه د ګټې اخیستنې په اړه محتاطانه رويه خپله کړې او ددغې لارې په تړاو بالفعل او بالقوه ننګونې او غبرګونونه دقيقاً څاري.
واخان د يوه سوداګريز او ترانزيتي دهليز جوړيدو لپاره په بالقوه توګه ټول اړين شاخصونه او ظرفیت لري خو چين د خپلې اقتصادي ودې لپاره د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د ګوادر بندر په جوړولو او د سي پيک په پروژه کې ستره پانګونه کړې ده واخان ته سوړ غبرګون ښئي. پاکستان او پاکستان پلوه لابي ددې لپاره د واخان لارې د پرانستلو مخالفت کوي او يا يې د عمل وړ نه ګڼي ځکه چې دغه لاره پرانستل د ګوادر بندر اقتصادي ارزښت ننګوي او دغه دهليز د پاکستان ګټو ته جدي ګواښ ګڼي،خو بالعکس د ايران لپاره د واخان دهليز طلائي فرصتونه برابروي چې له چين سره په اقتصادي برخه کې خپلو اقتصادي تړونونو ته په اسانه او ارزانه لاره تحقق ورکړي. البته چين که له يوې خوا د ګوادر په بندر او د سي پيک په نښلوونکې پروژه کې د سترو پانګونو له امله د پاکستان د خفه کولو په پايلو باندې پوهيږي، خو له بل پلوه دغه هېواد له ايران سره اقتصادي تړونونو ته په کتو د واخان په اهمیت هم پوهيږي.
په عربي سمندر کې له یو بل څخه یوازې 70 کیلومتره په واتن کې پراته چابهار بندر د ایران او هند او د ګوادر بندر د چين او پاکستان لپاره اهمیت لري. ايران په چاه بهار او پاکستان په ګوادر باندې خپلو هيلو ته د تحقق ورکولو لپاره حساب او رقابت کوي. دواړه بندرونه د جغرافیې له ورته والی سره سره چې د طبیعي ګټو نسبتا يو شان اسانتیاوې رامینځته کوي، خو اړينه نه ده چې دواړه بندرونه ورته امکانات ولري. د دغو بندرونو ګټې او نیمګړتیاوې د جیوپولیټیک او ستراتیژیکو زاويو څخه ښې درک کيداى شي.
د پرتله کولو ترټولو طبیعي نقطه داده چې کوم بندر به راتلونکې کې د سوداګریزو توکو د مرکز په توګه کارول کېږي، کوم يو په پرتله ييز ډول اغيزمن دى او کوم نړيوال بازارونه به دغو بندرونو ته په اسانه او ارزانه توګه لاس رسى پيدا کړي. په دې لړ کې د ګوادر بندر په نسبي ډول د لوړ ظرفیت له درلودلو سره سره له ګڼو ستونزو سره هم مخ دی. په لومړي سر کې، د بلوچستان سيمه سخت اقلیم لري، د اوبو کمښت، سخت ګرمۍ او کم باران له امله نيمګړتياوې لري، چې اقتصادي فعالیت ته ننګونې رامینځته کوي. سربيره پر دې، د بلوچستان د خلکو په اند دا ټوله پروژه په سيمه ييزه توګه د چين او پاکستاني د اشرافو په ګټه ګڼل کيږي او د ځايي خلکو لپاره د ستونزو او مشکلاتو سبب ګرځي. پاکستان په بلوچستان کې د اورپکۍ له پراخېدو سره په مبارزه کې لاهم بريالى نه ښکاري او سمدستي حل یې نه لیدل کیږي. د دغو بغاوتونو د ډیریدو ګواښونو له امله دغه سیمه د ترانسپورت د مرکز په جوړيدلو ممکنه ننګونې د نوموړي بندر د خوندیتوب خطرونه زیاتوي. د همدغو لاملونو پربنسټ واخان د چين لپاره د بديلې لارې د جوړيدو لپاره اهمیت او ظرفیت لري.
البته د افغانستان له هیلو سره سره، چین په بشپړه توګه د واخان له لارې سوداګري او د سيمه ييز نښلولو دغې پروژې ته په غاړه کيښودو کې زړه نازړه دى. په واخان دهليز هيڅ لوري ته د ګمرکاتو د ادارې په شمول د نورو اړينو تأسيساتو نشتوالی او په سیمه کې یوازې د چين د پوله ساتونکو شتون اقلاً د اوس لپاره په واخان کې د چین لیوالتیا نفى کوي. سربیره پردې، د راپورونو له مخې چین د افغانستان په شمال، په ځانګړې توګه په بدخشان ولایت کې د ETIM دَ ختيځ ترکستان اسلامي تحریک جنګیالیو د ممکنه شتون له امله بدخشان ته له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د لمړۍ کرښې په سترګه ګوري.
د چین تحفظات د افغانستان له خاورې څخه د سینکیانګ نيمه خودمختاره سیمې ته د ترهګري د پېښو د زياتيدو د گواښ له امله رامنځ ته شوي چې اکثره یې ایغور مسلمانان دي او د افغانستان په شمال کې د ETIM جنګیاليو شتون په ياده سيمه کې د ختيځ ترکستان د اسلامي تحریک د جنګياليو نفوذ د چین اندېښنې لا پسې زیاتوي. په مکرر ډول د طالبانو له خوا د افغانستان له خاورې د تروریستي فعالیتونو د مخنیوي له ډاډ سره سره، چین بې باوره پاتې شوی او په پرله پسې ډول یې له طالبانو غوښتي چې د ترهګرۍ پر ضد هڅې زیاتې کړي.
باید ومنو چې واخان ته په لوړه کچه د اهميت ورکولو په بهير کې افغانستان ته ډير کارونه کول او بدلونونه رامنځته کول اړين دي، خو متأسفانه چين هم په شينجيانګ کې د مسلمانو لږکيو پر ضد کلتوري فشار ته په داسې حال کې دوام ورکوي چې همدغه فشار مسلمان په فکري د افراطیت خواته بيايي او بالاخره له نورو عواملو سره په ملتيا ترهګري ته په وده ورکولو کې عمده رول لوبوي. د جوماتونو ړنګول، د مذهبي سمبولونو منع کول، د حجاب اغوستلو په وړاندي غبرګون، د اوږدې ږيرې په درلودلو بنديز او د کورنۍ د پلان جوړونې له تګلارو څخه د ناقانونه مذهبي فعاليتونو يا افراطيت د ليبل کولو فعاليتونه اندېښنې زياتوي، د سيمې د مسلمانانو لخوا له ايغور جنګياليو سره د خواخوږي د زياتوالي لامل ګرځي، له افراطیت او ترهګري سره د مبارزې په برخه کې خنډونه رامنځته کوي.
د چین بهرنۍ پالیسي د خپل امنیت، جیواکانوميک او جیوپولیټیک بدلونونو ته په پام کولو د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د خپلې ځانګړي ډیپلوماسي په چوکاټ او د خپل حاکمیت تعقیبولو په خورا پيچليو شاخصونو باندي راڅرخيږي. د چین وروستۍ پریکړه چې په بیجینګ کې د طالبانو د سفیر باورلیک ومني پرته له دې چې طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه رسماً په رسمیت وپیژني د خپل پخوانى سياست تسلسل او له ااا سره د تعاملاتو کچه لوړول د چين افغانستان، سيمې او نړيوالې ټولنې په ګټه ګڼي. چين په داسې حال کې چې د طالبانو واکمني ته د عيني واقعيت په سترګه ګوري، خو د رسميت پیژندلو لپاره په حکومتي جوړښت کې د اصلاحاتو، په تګلاره، انډوليزه پالیسي خپلولو او له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د کلکې ژمنې پر اړتیا ټینګار کوي. داچې چين به کله د خپلو سوداګریزو توکو د ليږد راليږد او له افغانستان سره د اقتصادې موخو لپاره د واخان په دهليز تکيه کوي وخت ته اړتیا لري.
سپارښتنه داده چې د افغانستان حکومت د سوداګريزو تحرکاتو او ترانزیت لپاره د واخان د دهليز پرانستلو ته له يوه عادي سرک جوړولو او يوازې له چين سره ددغه سرک له نښلولو څخه ورهاخوا په کور د ننه بدلونونو رامنځته کولو، له چين سره سره په خورا ستره کچه تعامل، د چين امنیتي اندېښنو او ملحوظاتو ته د ځواب ويلو، له نړيوالې ټولنې د اړيکو رغولو او د سيمې له هېوادونو سره زيات ګډ کار او رغنده ديپلوماسي خپلولو ته اړتیا لري.
سلام
چین ګوری چې دی سیمه کې کمونیزم ناکام شو.
امپریالیزم له انډیوالانو سر لاړ خو لا اوبه خړوی دکب نیولو لوبه کې لګیادی.
چین ته دحکومت نوع مهمه نه ده دافغانستان ثبات.
چین پوهیږی دلته خام مواد ډیر او دپانګونې ذخایر پریمانه دی
چین نه غواړی چې بل څوک دلته اډه ولری.
چین محتاطانه مخ ته روان دی او سادګان په لاس ورغلی
مننه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
يقيناً همداسې ده. چين د نورو له غلطيانو له ارزولو څخه ګټه واخيسته او دغه کار ته لاهم دوام ورکوي. اوس د طالبانو لخوا هم د يو وړوکي سرک جوړولو له جريان څخه امنیتي سيمه ييز او نړيوال غبرګونونه څارى او بيا پريکړه کوي چې په راتلونکې کې له دغې لارې څخه څومره ژر ګټه پورته کړي