دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهملا حنفي: روغتیایي سیستم باید اصلاح او د سرطان د درملنې جوګه...

ملا حنفي: روغتیایي سیستم باید اصلاح او د سرطان د درملنې جوګه شي

تاند ( شنبه، د دلوې ۱۴ مه) ‏د طالبانو د رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د هېواد له يو شمېر ډاکټرانو او متخصصينو سره په کتنه کې، ويلي چې د هېواد روغتيايي سيستم پراخو اصلاحاتو ته اړتيا لري.

‏هغه زياته کړې چې د هېواد روغتيايي سيستم پراخو اصلاحاتو ته اړتيا لري څو وکولاي شي په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د سرطان په څېر د لا علاجه ناروغيو په برخه کې د هېوادوالو اړتياوو ته ځواب ووايي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دوی په روغتیایي برخه کې د پراخو ستونزو خبر ورکوي او د پرځیدلي جمهوري نظام چارواکي له پراخو نړیوالو مرستو سره- سره په دې برخه کې په ناغېړۍ او نه کار تورنوي.

دوی د روغتیایي سیستم د اصلاح لپاره د جدي هڅو ادعا کوي، خو منتقدان یې باور لري چې روغتیایي سیستم او نورې مسلکي برخې د طالبانو لخوا د ګومارل شویو ملایانو په وسیله نه؛ بلکې د مسلکي کادرونو په وجود کې ترسره کېدای شی.

له دې سره هم مهاله، په پرله پسې ډول د نړیوالو مرستو د ورځ تر بلې کمیدو له امله د افغانستان له بېلابېلو سیمو د روغتیایي امکاتاتو او خدمتونو د کمزورۍ خبرونه ورکول کیږي.

1 COMMENT

  1. په نورو هېوادونو کې د طبي خدمتونو نژدې قاطع اکثریت منسوبین ښځې دي . زما یو دوست څو موده مخکې په یوه خارجي هېواد کې په سرطان اخته وو . نژدې دوه کاله تر تداوي لاندې وو چې په خواشینۍ سره د سرطان مرض یې په ټول وجود کې خپور شوی وو او په پای کې له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه .
    هغه به تل ویل چې هر روغتون ته مې وړي له خدماتي پرسونله نیولې تر نرسانو ، ډاکترانو ، جراحانو ، تخنیکي او مسلکي برخو پورې اکثریت منسوبین یې ښځې دي . دوی نسبت نارینه وو ته خواخوږي او دلسوزه دي . له ناروغانو سره رویه ، اخلاق او برخورد یې د انسانیت عالي مدارجو ته رسیږي .
    زمونږ چړیانو خو د انسانیت دا نیمه برخه په کور کې بندې کړه او طب یې هم تعویضونو او دمونو ته ورحواله کړ. الله ج د نور خیر پېښ کړي ، چې ملا خالد حنیفي به نور څه په خوب وویني .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب