شنبه, مې 4, 2024
Home+وازې خولې | موسی احسان

وازې خولې | موسی احسان

ستړی راغلم.
د ورتلو لوری نه و، چې کمزوری پکې ځان وویني.
چاته به ورغلی وم؟
څوک مې نه لرل، چې مل مې شي.
چېرې به چې لاړم، داسې ټکي او توري به مې اوریدل، چې: غوږو یې د اوریدو تاب نه درلود، ځکه د هېڅ کس له خولې به دې د بدلون خبر نه وای اوریدلی.
ټولو له ژونده شکایت کاوه، شکایت.
بار بار مې هماغه خبرې اوریدې.
ټوله کلیشه وه، کلیشه.
خبرې زړې وي، خو له نوې زوایې به ور ګورې او تر صیقل وروسته زړې، زړې نه پاتې کېږي.
د نويوالي او نوښتونو هڅې بېخي چټکې دي.
که بدل نه شوې، نو لاړې، له کاروان پاتیو سره به، په تاریکیو کې مزل کوې.
سل خولې به پر یوه انسان را خلاصې وې، نو ته وا دلته به سل و زر بهاره د خزان ملګري نه شي؟
نور خزانونه بهارونه کړي، خو موږ… .
د تیارو ملګري، زیات هغه زموږ پر سر وو.
د فکر ماڼۍ یې ورانې وې.
نوی دید یې نه لره، خو هر کس ځانته یو من ویل، له خبرو وروسته به صرف لکه خس مالوم شو، خس.
بدرنګو کېسو وطن ړنګ کړ، خو روغې یې د مرغۍ پۍ وې، چې په پیدا کېدا به دې ډېر ځان ستړی کاوه.
ډېر کم وو، چې د کمو ملګرتیا یې کوله.
ډېر به څه کوې، چې خولې یې وازې وي، خو د کار خبرې نه کا.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب