شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهله منځنۍ اسیا څخه یو میلیارد او ۴۰۰ میلیونه واردات او ورته...

له منځنۍ اسیا څخه یو میلیارد او ۴۰۰ میلیونه واردات او ورته د ۱۰۰ میلیونو صادرات

تاند ( یکشنبه، د دلوې ۱۵ مه) د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د طالبانو د رژیم ویاند له منځنۍ اسیا سره د افغانستان د تېر یوه کال د سوداګرۍ ارقام خپاره کړي.

عبدالسلام جواد وايي، په تېر یوه کال کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره نږدې یو نیم میلیارد ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

هغه زیاتوي چې په دغه راکړه ورکړه کې سل میلیون ډالره صادرات شوي او د یو میلیارد او ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت هم توکي وارد شوي دي.

سرچینه زیاتوي: « یوازې په تېرو لسو میاشتو کې له ترکمنستانه  ۴۱۷ میلیونه ډالره واردات او یو میلیون ډالر صادرات، له ازبکستانه د ۲۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات او ۱۹ میلیونه ډالره صادرات، له قزاقستانه ۱۸۹ میلیونه ډالره واردات او ۳۲ میلیونه ډالره صادرات، له تاجکستانه ۲۰ میلیونه ډالره واردات او ۱۹ میلیونه ډالره صادرات، له قرغېزستانه یو ملیون ډالره واردات او ۷ میلیونه ډالره صادرات، او له روسیې ۳۱۵ میلیونه ډالره واردات او ۴ میلیونه ډالره صادرات شوي دي.»

له دې سره یو شمېر شنونکي باور لري، چې د پاکستان پر ځای منځنۍ اسیا سره د افغانستان د سوداګرۍ زیاتیدل چې په جمهوري نظام کې پيل شو او لا دوام لري، افغانستان ته ګټوره ده او د لا زیاتوالي لپاره یې هڅې په کار دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب