دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد بد حجابۍ په نوم د طالبانو لخوا د ښځو پر نیولو...

د بد حجابۍ په نوم د طالبانو لخوا د ښځو پر نیولو د ملګرو ملتونو د کارپوهانو اعتراض

تاند ( یکشنبه، د دلوې ۱۵ مه) د ملګرو ملتونو یو شمېر کارپوهانو د بد حجابۍ په نوم د طالبانو لخوا د ښځو پر نیولو اعتراض وکړ او دا کار یې د جدي اندېښنې وړ وګاڼه،

دوی په یوه راپور کې له طالب چارواکو غوښتي، چې نیولې ښځې او نجونې له بنده خوشې او له دې ډول کړنو لاس واخلي.

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي، چې په دې برخه کې د طالبانو کړنې له کوم قانوني چوکاټ پرته، غیر شفافه او د بې عدالتۍ ښودونکي دي.

د طالبانو رژیم په دې اړه تازه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې چې یو شمېر ښځې او نجونې د بد حجابۍ په نوم نیول شوي او بیا په ضمانت یا سپارښتنه خوشې شوې دي.

هغه له بهرنیو او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې په دې برخه کې دوی ته سپارښتنې ونه کړي، ځکه په خبره یې دا ډول کړنې له « اسلامي شریعت» څخه سرچینه اخلي.

د طالبانو پر دا ډول کړنو ډېرو افغانانو، په خاص ډول بهر مېشتو هغو چې د طالبانو لاس نه ور رسیږي، اعتراضونه کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب